شعـــــرونه

ماتې سلګۍ!

مولوي منصور درمان

سر پۀ سجده ، سترګو کې نم ، ستوني کې ماتې سلګۍ !
د ګناه بار کړمه راخم ، ستوني کې ماتې سلګۍ !

ربه توبه مې نصوحه کړه او قبوله یې کړه
ایښی مې کوږ هریو قدم ، ستونې ماتې سلګۍ

زۀ د عصیان پۀ سرو ګرمو کې جل وهلی ګرځم
ښکار یم د هجر د الم ، ستونې کې ماتې سلګۍ !

پۀ زړۀ تیارې لکه ماښام څپې – څپې راغلې
یمه مات – مات ، قلم – قلم ، ستوني کې ماتې سلګۍ !

د بېلتانۀ د یرغل غشو مې سینه غلبېل کړه
نۀ روضه وینم نۀ حرم ، ستونې کې ماتې سلګۍ !

منصور درمان پۀ تضرع لۀ ذوالجلاله غواړي
جام د کوثر او د زمزم ، ستونې کې ماتې سلګۍ !
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
مولوي منصور درمان

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx