
شعـــــرونه
د غرونو، غوندې خلک/ حماس
عمر حماس
پۀ سپکو خلکو سپک اوسې د غرونو، غوندې خلک
پۀ زمکه غورځوي د ګلابونو، غوندې خلک
اصیل خلک پۀ خپله عقیده محکم ولاړ وي
شي وخت سره بدل د موسمونو، غوندې خلک
دا دومره لوئ احسان د چا د وینو برکت دی
پۀ دې مو قربان کړې د لالونو، غوندې خلک
خپل در کې یې خالقه! تۀ عظیمه قرباني کړه
شول مات ستا پۀ رضاء د چینارونو، غوندې خلک
د وخت منافقان دې دا عبث فکرونه پریږدي
څوک نۀ شي ماتوی د سندانونو، غوندې خلک
عمره! سیلۍ نۀ شي وړی د غرونو، غوندې خلک
عمره! سیلۍ وړي د کاغذونو، غوندې خلک