
د افغانستان په ځنګلونو کې اور؛ طبیعي فاجعه که بشري توطيه
محمد عاصم مايار
وروستیو ورځو کې د افغانستان په ځنګلونو کې د اورلګېدو پېښې وشوې چې ځینو د بېلابېلو توطيو ګمان پرې وکړ. تر دې چې ځینو د ګاونډي هېواد لاس په کې دخیل وګاڼه او یا هم خلکو خپلمنځي اختلافات یې د ځنګلونو د اور لامل ګڼل. خو واقعیت داسې نه دی او د خلکو ناپوهي د دې لامل شوه چې ځینې له دې فرصت په خپله نفعه تبلیغات وکړي او په خلکو کې شکونه راوټوکوي، له همدې کبله زه دلته په لنډ ډول همدې شکونو ته دلایل لیکم.
۱ – ولې د ځنګلونو اور د پښتنو په سیمو کې کېږي؟
تر ټولو د مخه دا شک او سوال مخې ته راغی، خو واقعیت دا دی چې که د افغانستان د ځنګلونو نقشې ته وګورو دا به ومومو چې د هېواد نژدې ټول ځنګلونه له پکتیکا څخه نیولې تر کنړ او نورستان پورې د پښتنو په سیمو کې موقیعت لري، دا سیمې د نسبتاً ټیټې توپوګرافۍ له کبله د هند له بحر، په اوړي کې موسمي اورښتونه ترلاسه کوي او همدا لامل شوی چې په سیمه کې څنګلونه شنه شي. دا چې موسمي اورښتونه د غرونو له کبله د افغانستان نورو سیمو ته نه ځي نو هلته هم ځنګلونه نشته.
۲ – ولې پخوا دې ځنګلونو اور نه اخیست؟
که د پخوانیو کلونو شمېرو ته وګورو دا شک هم غلط خېژي. پخوا هم کله کله د افغانستان په ځنګلونو کې اورلګېدنه شوې. خو اوس د پخوانیو پېښو پرتله د دا ډول پېښو شمېر او وسعت ډېر شوی.
۳ – په کنړ او نورستان هره ورځ باران اوري نو ولې ځنګلونه اور اخلي؟
که رښتينو شمېرو ته وګورو چې په لاندې نقشه کې ښودل شوي، په نورستان او کنړ کې د جون میاشتې تر لسمې نیټې پورې په مسلسل ډول له ۲۰ ډېرې ورځې تېرې شوې چې اورښت نه دی اورېدلی. د باران دا نشتون او د برعکس د تودوخې لوړوالي شرایط اورلګېدو ته بیخي اماده کوي. یعنې په ځنګلونو کې ډېر لرګي وچېږي چې هغه بیا اور اخلي. د وچو لرګو له سوځېدو وروسته شنې ونې هم څه ناڅه وچېږي او اور اخلي. له کونړ او نورستان هاخوا د افغانستان په نورو برخو، چې په نقشه کې په سپین رنګ ښودل شوي، تر ۳۰ ورځو ډېر وخت تېر شوی چې اورښت نه دی ورېدلی. همدا لامل دی چې د خوست، پکتیا او ننګرهار ځنګونو کې هم د اور لګېدو خبر ورکړل شو. د یادولو وړ ده چې د کنړ او نورستان د ځنګلونو د اور په مړه کولو د جون میاشتې له لسمې وروسته باران خپل رول درلود چې هغه اورښت په لاندې نقشه کې نه دی ښودل شوی. ځکه چې نقشه د هرو ۵ ورځو لپاره اپډېټ کېږي او تر دا مهال د تېرو ۵ ورځو اورښت په کې نه دی اپدېټ شوی.
۴ – ولې د نورو هېوادونو ځنګلونه اور نه اخلي؟
که دقت وکړو دا هم صحیح نه ده ځکه د افغانستان په ځنګلو کې د اور لګېدو تر مخه د بلوچستان ځنګلونو اور اخیستی و. همدارنګه په سوات او د هند په ځینو سیمو کې هم د اورلګېدو راپورونه ورکړل شوي. په امریکا کې هم د اورلګېدو خبرداری ورکړل شوی او دا چې د امریکا په غربي برخه کې سخته وچکالي ده نو سږ کال به بیا هلته د تېر کال په څېر ډېر ځنګلونه د اور خوراک شي.
۵ – ولې په پنجاب کې پاخه غنم اور نه اخلي چې په افغانستان کې ځنګلونه اور اخلي؟
دا پوښتنه لږ پېچلې ده. علت یې دا دی چې اورلګېدنه د تودوخې د لوړېدو سره سل فیصده مستقیما اړیکه نلري. بلکې د اورلګېدو علت د تودوخې په اوسط درجه کې توپیر دی. په دې معنی چې د لوړې تودوخې درجې سیمو ونې او کښتونه د همغې سیمو د تودوخې سره تطابق لري او ژر اور نه اخلي. د اورښت مهالنی وېش، باد او نور عوامل هم پرې اغېز لري. بله دا چې هلته ممکن د اوسط حالت څخه تودوخه لږ لوړه شي. خو برعکس دا چې د افغانستان اقلیم وچ یعنې رطوبت په کې لږ دی (خاصتاً دا چې ۲۰ ورځې مسلسل په ځنګلونو اورښت ونشي) د تودوخې د توپیر سره یې د اورلګېدو احتمال لوړېږي. زه غواړم په ساده ډول ووایم چې که پورتنۍ پوښتنه رښتیا وای بیا به په افریقا کې یوه شنه ونه هم نه وه (یعنې د لوړې تودوخې له کبله به یې اور اخیست) او د اروپا ځنګلونو کې به هېڅ اور نه لګېد. چې دا صحیح نه ده او تاسو په اروپا کې هم د تودوخې د توپیر له کبله په ځنګلونو کې د اور خبرونه اورئ. دا ښيي چې له اوسط حالت څخه د تودوخې توپیر مهم فکټور دی. دا چې په تېرو ورځو کې په هند، پاکستان او د افغانستان جنوبي سیمو د تودوخې څپې Heatwave راغلې اوس یې مونږ اغېر وینو.
د ځنګلونو د اور د کنټرول لپاره ګڼې لارې چارې شته چې ډېری هغه یې په مالي منابعو پورې تړاو لري. دا چې افغانستان اوس اقتصادي ستونزو کې ښکېل دی نشي کولی عصري وسایل یې د زر کنټرول لپاره وپېري او د سیمې ولس په ډېر لومړنیو توکو د کنټرول هڅه کوي. خو دا هڅې لږ اغېز لري ځکه چې د اور لګېدنې اصلي عامل باید په نښه او کنټرول شي چې هغه اقلیمي بدلون دی. اقلیمي بدلون یوه نړیواله ستونزه ده چې د نړۍ هېوادونو يې د کنټرول ژمنې کړي خو تراوسه د ټاکلو اهدافو په ترلاسه کولو کې پاتې راغلي. د دې سربېره نړیوالو ژمنه کړې چې له اقلیمي بدلون اغېزمن شویو هېوادنو سره به د جبران خسارې لپاره مالي مرستې کوي. خو په افغانستان د حکومت بدلون سره دا لړۍ هم درول شوې او ګڼ لویې پروژې په ټپه درول شوې.
دا چې اوس افغانستان له یوې خوا د اقلیمي بدلون په اور کې سوځي او له بلې خوا یې وچکالي ځپي نو ډېر مناسب وخت دی څو له نړیوالو د افغانستان د اقلیمي بدلون اړوند مرستې وغوښتل شي. تر ټولو مهمه دا چې د اقلیمي بدلون سره مبارزه باید سیاسي نشي. ځکه افغانستان له دې فاجعې اغېزمنېږي او په مقابل کې یې هېڅ هم نه ترلاسه کوي. د دې کار لپاره باید د بهرنیو چارو وزارت چارواکي غږ پورته او هڅې پيل کړي.
په پای کې ښه خبر دا دی چې راتلونکې اونۍ د افغانستان په ځنګلونو د اورښت اټکل شوی چې په لاندې نقشه کې ښودل شوی. دا اورښت به اوسني اورونه مړه کړي خو راتلونکي اورونه نشي کنټرول کولای.
لیکونکی داسی څه لیکلی ته به وایی د ده پلار دا اور اچولی دی. په عوض د دی چی ووایی ممکن د ډرون طیارو کار وی، ممکن چی د پاکستانیو د راکټونو له وجی وی بل دا چی یو حکومت چی معمولی اور نشی له منځه وړی نو داسی یو حکومت به څنګه د دومره شهیدانو او د هغوی نه پاتی یتیمانو خدمت وکړی. د تاریخ په څپو کی تر اوسه داسی یو اسلامی حکومت راغلی نه وه چی خلکو په دومره اندازه ورڅخه کرکه وکړی. ټول په تیښته دی. کچیری سرحدونه خلاص او ویزی ټولو ته ورکړل شی بیا… نور لوستل »