نظــر

روسيه او افغانستان د نوي فصل په پيلامه کې

محمدصادق طارق

دا خو جوته ده چې د اسلامي امارت له واکمنتيا وروسته د هيواد غميزې ورځ تر بلې رابرسيره کيږي، خو دا چې د غميزو لامل به يې څه وي او سرچينه به يې له کوم ځاى څخه پيليږي ځينو بې انصافه کسانو د خپلو ناډوله تحليلونو په وړاندې کولو سره داسې انګېرلي دي چې د اسلامي امارت راتګ او واکمنتوب د ناخوالو په ډيريدو کې اړين رول لوبولى دى، خو که حقيقت ته ژمن کسان د لاملونو څيړنه او کره کتنه په غاړه ولري نو په جار به ووايې چې د افغانستان دا هر څه غميزې او ناخوالې يوازې د څلويښت کلنې جګړى پايلې دي چې د ځينو په ښکاره پوهانو له لورې په افغانستان کې ورته د شخصي ګټو ترلاسه کولو لپاره کمپاين کيده او نن چې بهرنيو هيوادنو د هغوى له ملتيا او مرستې لاس ټول کړ نو هر يوه يې په بهرني هيواد کې په ښه ډبلو پيسو د هوسا ژوند لپاره کافي امکانات چمتو کړي او ور کډه شوي دي.

اسلامي امارت په داسې حال کې د هيواد واګي تر لاسه کړي چې دلته نه د خلکو اقتصادي پياوړتيا ته کار شوى و او نه هيواد په اساسي بڼه رغول شوى و، اسلامي امارت له همدې امله اړ و چې د نړۍ له هر هيواد او په ځانګړې توګه شتمنو هيوادونو سره د خپل ولس د هوساينې په موخه مهم ګامونه پورته کړي.

په همدې دليل يې تازه له روسيې سره د اړيکو نوی باب په داسې ډول پرانيستى دى چې د پوهانو او څيړونکو له انده به يې ګټې خورا زياتې وي، د افغانستان او روسيې تر مینځ د مثبتو اړيکو پياوړتيا او د اقتصادي ودې په موخه روسيې اعلان وکړ چې د افغانستان په صادراتو به ترجيحي تعرفې معاف کړي، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې څو ورځې وړاندې اعلان وکړ چې د روسیې د سوداګرۍ خونې ورسره ژمنه کړې ده چې د افغانستان پر صادراتو به ګمرکي مالیه معاف کړي نو د کارپوهانو له انده که چيرې په مېوو او سبزیجاتو د مالیې معاف کېدل عملي شي روسیې ته به د افغانستان صادرات زیات شي او په دا ډول به اقتصادي بحران ورځ تر بلې له مېنځه لاړ شي.

همدا ډول د روسيې ولسمشر امر کړى دى چې په افغانستان کې د خوراکي توکو د کمښت له امله دې ياد هيواد ته غنم ورکول شي، که چيرې د روسيې ولسمشر دغه امر ومنل شي او د غنمو انتقال پيل شي نو زموږ ستړى ولس به د غلې له کمښت او ګرانښت څخه خلاصون پيدا کړي او هيواد به مو بيا مخ په دريدو ګام واخلي، خو هغه وخت به په خپلو پښو سم ودريږي چې خپله غلۀ له خپلو محصولاتو او کرنيزو ځمکو څخه ترلاسه کړي.

د افغانستان او روسيې تر مینځ په نوي فصل کې خورا اړين باب دا دى چې کابلوف اعلان وکړ چې روسيه به د اسلامي امارت په رسميت پيژندلو کې د آمريکا تګلاره نه تعقيبوي، بلکې ډير ژر به يې په رسميت وپيژني، نو که چېرې روسيه د اسلامي امارت په رسميت پيژندلو کې بيړه وکړي او په دغه ډګر کې له نورو هيوادنو وړاندې ګام پورته کړي زموږ د رسميت پيژندلو په قطار کې به لومړنی هيواد وپيژندل شي چې زموږ سره يې مثبتې اړيکې پيل کړي دي.

فراه_مرکز (کوره گز)
۱۴۴۳_ذوالقعده_۱۴

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مشوره

دیر شه خبره ده خو په روسانو یا بل هر خارجی هیواد تکیه نه ده په کار. تعلیم عام کری، اهل او مسلکی خلګ وګماری، د خارجیانو سره تولی پروژی موقتی قرار داد کری هره پروژه باید په داسی شرطو وی چی افغانان پکی وروزل شی او پس له سوکاله بیرته فغانانو ته پریشودل شی. خارجیان باید د افغان بشری قوی خخه کار واخلی. دیری خبری دی خو تاسولژ غوژ ورته نیسی د خدای بندګانو

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx