
روسيه له افغانستان سره ډيپلوماتيک ماموريت پياوړی کوي
نن ټکی اسیا (پنجشنبه،۲۶ غبرګولی، ۱۴۰۱ل): په کابل کې د روسيې سفير دیمیتري زاروف او ورسره مل پلاوي د هيواد د بهرنيو چارو وزير مولوي امير خان متقي سره ليدلي او د افغانستان او روسیې ترمنځ د اړيکو په پياوړتيا يې خبرې کړي.
د بهرينو چارو وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د روسيې سفير له مولوي امير خان متقي سره په خبرو کې ويلي چې هيواد يې غواړي له افغانستان سره ديپلوماتيک ماموريت لا پياوړی کړي او افغانستان ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
په دغه ناسته کې ديمتري زاروف وويل چې روسيه غواړي له افغانستان سره په ښوونيز بهير کې د ظرفيت لوړونې په برخه کې همکاري وکړي.
د بهرنیو چارو وزیر وويل چې روسيې پخپل هيواد کې له افغان سفارت او ديپلوماتانو سره لازمې همکارۍ کړي چې د دواړو هیوادونو تر منځ د مسایلو اړوند به مثبتې پایلي ولري.
نوموړي روسيې ته د خپلو تولیداتو او صاداراتو د ټرانزیټ لپاره د افغانستان د لارو استفاده کولو ډاډ هم ورکړ.
د روسی غوښتنه هم ټول شموله حکومت او د مکتبونو پرانستل دی. لږ فکر وکړی پوهنتون ته نجونو ځی خو مکتبونو ته چی ټول استادان یی ښځینه دی اجازه نلری. امارت پدی لسو میاشتو کی یوه جامعه طرحه جوړه نشوه کړای نو فکر وکړی چی دا ویجاړ وطن، چی هر ورځ د پردیو د تهدید لاندی هم دی، زنانه یی په بندرونو کی بی عزته کیږی، خلک یی په ټوله نړی کی تحقیر کیږی … داسی وطن او خلکو لپاره څنګه یو حکومت پکار وی امارت خو په والله چی پدی رقم سره روان وی فاتحه یی همدا اوس واخلی.
نن اسيا اداره ته
بيخي خبرونه نه نشروي
لکه
هغه شعر يو بيت
ليوني ارمان پوره شوه
….. كاڼو ولې زيارتونه