افغانستانورزش

ملي لوبډله له زمبابوې څخه ډک لاسونه هېواد ته راستنه شوه

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۹ غبرګولی، ۱۴۰۱ل): د افغانستان کرکټ ملي لوبډله په زمبابوې کې د درې یو ورځنیو او درې شل اوریزو لوبلړیو له ګټلو وروسته نن جمعه سهار هېواد ته راستنه شوه چې د کرکټ بورډ له لوري یې تود هرکلی وشو.

په دغه شاوخوا یو میاشتني سفر کې ملي لوبډلې د تمریناتو سربېره د زمبابوې سره ددوی په کوربه توب په هراري لوبغالي کې لومړی درې یو ورځنۍ او بیا درې شل اوریزې لوبې ترسره کړې.

ملي لوبډلې د زمبابوې پر وړاندې په یو ورځنیو لوبو کې په درې صفر بریا خپله کړه، دغه راز یې په شل اوریزو لوبو کې هم په درې صفر بریا خپله کړه او د دواړو لړیو جامونو سره هېواد ته راستنه شوه.

په یو ورځني سیریز کې له پرلپسې بریاو وروسته افغان لوبډله د کرکټ نړیوالې شورا سوپر لیګ جدول کې دوهم مقام ته پورته شوه، چې په مرسته به یې وکولی شي نړیوال جام ته مستقیما لار ومومي.

په یو ورځنیو لوبو کې د افغان لوبډلې تر ټولو بریالي لوبغاړي رحمت شاه، ابراهیم ځدران، محمد نبي او راشد خان و، چې رحمت شاه ۱۹۸ او ابراهیم ځدران ۱۳۴ منډې وکړې، په داسې حال کې چې په توپ اچونه کې محمد نبي ۸  او راشد خان ۷ ویکټې واخیستلې.

په شل اوریزو لوبو کې نجیب ځدران او محمد نبي ترڅنګ راشد خان او نور احمد هم ښه ثابت شول، چې نجیب ځدران ۱۰۳ او محمد نبي ۸۹ منډې وکړې، په داسې حال کې چې نور احمد او راشد خان ۴-۴ ویکټې واخیستلې.

نور احمد یوازې یوه او خپله لومړۍ لوبه کې ۴ لوبغاړي وسوځول او د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شول، هغه د لوبې غوره لوبغاړي جایزې ترلاسه کولو سره د نړۍ کم عمره لوبغاړی شو.

په دغه سیریز کې یوازینی لوبغاړی ابراهیم ځدران و چې سلیزه یې ووهله. په داسې حال کې چې رحمت شاه دوه ځل سلیزې ته نږدې وسوځول شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx