ادبي لیکني

فاعتبروا ….. مشاعرې ( نیمچه طنز )

حفيظ الدین پيرزاده

وزیر گل راته کړ‎ل:
پخوا به یواځې د نارنج گل مشاعرہ وہ خو اوس د ھر ھغه څه لپارہ مشاعرہ کیږ‎ي چې نوم کې یې گل راځي!
ما ورته وویل: داسې به نه وي، که نه، بیا خو یوہ مشاعرہ ستا او بله د بي بي گل په نوم ھم پکار وہ!
ھغه د ځواب پر ځای زما خبرہ په خندا تیرہ کړ‎ہ، ښایي له بي بي گل سرہ جوړ‎ہ توب به خوند ورکړ‎ی وي!
خو گورئ!
دلته له جوړ‎ہ توب څخه مراد د نومونو یو ځای والی دی، نه ھغه چې ستاسې په سرونو کې گرځي!

د گل د کلیمې یادونې راته د وزیر گل یو پخوانی نکل را په زړ‎ہ کړ‎.
د روسانو سرہ د جھاد په لومړ‎نیو کلونو کې، د ھغه ځاله د کچه گړ‎ۍ د مھاجرینو په کمپ کې وہ.
ھماغه مھال یې داسې کیسه راته کړ‎ې وہ:
کمپ ته عربان د مرستو له موادو سرہ راغلي ول. موږ‎ ورته سھار وختي نوملیکنه وکړ‎ہ، څاښت مھال دوہ نور غټ خیټي چې ښایي مشران به یې ول، ھم په یوہ سپین لنډکروزر کې راورسیدل. ھغوی په کارتنونو کې غالبا د التوحید په نوم یو کتاب راوړ‎ی و چې د مرستو له موادو سرہ یې یو ځای توزیع کاوہ.
د کتاب پر لوستلو به یې دومرہ ټینگار کاوہ لکه موږ‎ چې خدای مکړ‎ہ مشرکین وو او یا نوي مسلمانان!!!
یو عرب به د نوملړ‎ له مخې نوم اخیست، د نوم څښتن به پاڅید، وړ‎اندې به لاړ‎، ھلته به نورو عربانو ورته د خوراکي موادو د مرستې کڅوړ‎ہ ورکړ‎ہ.
ښایي ښاغلي کرزي په تورو کڅوړ‎و کې د مرستو تر لاسه کولو چل ھم له ھماغو عربانو زدہ کړ‎ی وي!

په ھر حال، څرنگه چې عربي کې د گاف (گ) توری نشته نو عربان یې په جیم، کاف او ځینې یې پر غ ( غَین) لولي لکه حکمتیار چې ورته کلب الدین، جلب الدین او یا ھم غلب الدین ښکاري!!
عرب د لست لومړ‎ي نوم ته غږ‎ کړ‎؛ جان غُل!
نو، جان گل اکا ور پاڅید، بیا یې اواز کړ‎؛ اوّل غُل! ھغه ھم ورغی او مواد یې واخیستل، ورپسې کس ته یې نارې کړ‎ې؛ جمعه غُل! ھغه ور منډہ کړ‎ہ، بیا یې په لوړ‎ اواز وویل؛ وزیر غُل! نو زہ ھم نژدې ورغلم. ما چې خوراکي مواد تر لاسه کول، ھاغه تر ټولو ستر غټ خیټي عرب په داسې حال کې چې زموږ‎ د نومونو لست ته یې کتل، ھغه بل عرب ته ویل: یا أخی! کُلُّھم غُل ( ټول غُل دي ).
اوس که ھغه عربان بیا راشي او زموږ‎ د مختلفو گلانو مشاعرې وگوري، ھسې نه خپله ھماغه جمله بیا تکرار کړ‎ي!!

یوہ ورځ مې خپل یو نحو ځپلی شاعر ملگری ولید.
ډیر چټک چرته روان و. د تادۍ لامل مې ترې وپوښت.
راته کړ‎ل یې: ځینې مھم کارونه لرم چې ژر یې خلاص کړ‎م، بیا یوې مشاعرې ته دعوت یم، ھلته باید لاړ‎ شم.
ما په ناپامۍ کې ورته وویل: شاعر او مھم کار؟!
خو ژر مې خبرہ بیرته را جوړ‎ہ کړ‎ہ، ورته کړ‎ل مې:
چې مھم کار لرې نو بیا مشاعرې ته ولې ځې؟!
ھغه ځواب راکړ‎: مشاعرہ د نحویانو پر مذھب د مفاعَلې باب دی چې لومړ‎ی عادت ( خاصیت ) یې مشارکه دہ، یانې باید شرکت پکې وکړ‎و!
ما ورته وویل: بیا خو مسامعه یانې یو بل ته غوږ‎ نیول او مکالمه یانې د یوہ بل کلام اوریدل ھم د مفاعلې باب دی چې تاسې شاعران تل پر بل خپلې گډې وډې اورئ، خو د بل ته بیا ھیڅ غوږ‎ نه نیسئ!
ھغه په لوړ‎ آواز وخندل او راته کړ‎ل یې: په دې اړ‎ہ موږ‎ د مسامحې ( یو بل بښل ) څخه کار اخلو!
ما ورته وویل: ھو، خپلو کې مسامحه، چارواکیو ته مجامَله، ( چاپلوسي )!! پاڅه مړ‎ہ! د مفاعلې باب مو را وشرماوہ!

وایي کوم شاعر په مشاعرہ کې د خپل شعر لومړ‎ی بیت درې ځله تکرار کړ‎, خلکو به ھم ھر ځل د ارشاد، ارشاد او واہ واہ داد ورکاوہ!
خو چې څلورم ځل یې ھم ھماغه نیم بیت ته پوندہ ورکړ‎ہ او په لوړ‎ اواز یې وویل:
په آغاز کې چې مشھور په لیونتوب شوم!

د مشاعرې له حاضرینو څخه کوم یو پر غږ‎ کړ‎:
په انجام کې دې نو حتماً خرکوسي دہ!

وزیر گل وایي:
لغمان شریف باید د نارنج، مڼې او نورو گلونو د مشاعرو په کتار کې د گُلپي گل ھغه جوړ‎ہ کړ‎ي!
دا مشاعرہ به داسې ځانگړ‎نې ولري چې ھغه نورې یې نه لري، د بیلگې په توگه:
۱- دا به داسې یوہ مشاعرہ وي چې د گل کلیمه به یې لکه د چارسدې د دوہ سري خانانو په نومونو کې د خان کلیمه، دوہ ځل راغلې وي؛ د گلپي گل مشاعرہ
۲- د لغمان تولید ته به مو بازار موندنه کړ‎ې وي
۳- داسې یو گل به مو ستایلی وي چې ھم گل دی او ھم خوراک؛ ھم خرما او ھم ثواب.

ھمداراز ھغه وایي: پښتو ادب زما د احسانونو پوروړ‎ی دی!
زہ حیران شوم او بې درنگه مې ترې پوښتنه وکړ‎ہ!
ھغه څنگه؟ راته کړ‎ل یې:
ھغه داسې چې د یوہ شاعر ټول مواصفات او نښې مې پخپل ځان کې لیدې خو بیا مې ھم شعر ونه لیکه!
ما بیا و پوښته‎، کومې نښې؟
راته ویل یې:
د بیلگې په توگه:
بیکارہ او بې روزگارہ وم
د خدای مفلس او د نیمې نړ‎ۍ پوروړ‎ی وم
یواځې وم
په کور کې مې چا په خوله پیاز ھم نه خوړل
‏‎له ھوایي جذباتو ډک وم
او د سواد کچه مې ھم ډیرہ ټیټه وہ
خو بیا مې ھم شعر ته مخه نکړ‎ہ! د پښتو شعر ادبي کاروان ته مې غیر معیاري او بې کیفیته شاعري ور زیاته نکړ‎ہ!
که ھمدا ستر احسان نه وي نو څه دی؟!
ما یې د خبرې په تائید کې سر وخوځاوہ!

که سړ‎ی رښتیا ھم له ځان سرہ یو څه سوچ وکړ‎ي او د مشاعرو په دې ناپایه بھیر کې د معیاري شعر د څرک لگولو ھڅه وکړ‎ي نو ور مالومه به شي چې د انځر گل، د مار پښې او یا ھم د مرغۍ د شیدو لټه کوي!
نن سبا په مشاعرو کې ھماغه شعر ښه گڼل کیږ‎ي چې طنزي توکي ولري، یا نورو ته پیغور وي او یا ھم حماسوي شعار!
ادبي جوړ‎ښت، لوړ‎ پیغام، د شعر صنعتي مزایا، وزن، قافیې، ردیف او نورو لا له پخوا سر خوړ‎لی دی!

که د اوسنیو نوم وتو شاعرانو حماسوي او انقلابي بغارې پر کاغذ ولیکو او بیا یې د ادب پر ترازو وزن کړ‎و نو خپله به پوہ شو چې د شعر په ھیڅ فورم کې جوړ‎ې نه راځئ، ان د سپین شعر ( آزاد شعر ) په فورم کې ھم!
تر دې لا بدہ بیا د کوزې پښتونخوا د ځینو شاعرانو اکو بکو ته ورته د تور پوټکو د رپ موسیقۍ پیښې دي.
ھغوی یوہ اسانه قافیه پیدا کړ‎ي او بیا پخپل ښځینه غږ‎ کې دا رنگ یو څه وایي:
دا وینه به خوټیږ‎ي
دا وینه به توئیږ‎ي
دا وینه به لنگیږ‎ي
باچا خان به پیدا کیږ‎ي
ولي خان به پیدا کیږ‎ي
غني خان به پیدا کیږ‎ي
اسفندیار به پیدا کیږ‎ي
بیا بل کوم خان به پیدا کیږ‎ي
دوی به ھر یو را لویږ‎ي
بیا به یې وادہ کیږ‎ي
بیا بچیان به یې پیدا کیږ‎ي
بیا به د ھغوی نور بچیان پیدا کیږ‎ي
بیا به نورہ وینه تویږ‎ي
بل یو خان به لنگیږ‎ي
شاعران به اخوا دیخوا گرځیږ‎ي …………!!

دا شعر بیا پای نه لري، د شاعر خپل دِل او بایسیکل چې کومې خوا ته یې بیایي!
ځینو نورو کوزنیو ته بیا پخپل شعر کې ملا ته بد رد ویل، په دیني شعائرو خندا او د شرابو پر صفت، ځان غني خان ښکاري!
په برنیو کې بیا ځینو د اشغال پر مھال چې ھرہ ورځ به ھوایي بمبارۍ، چاپې او وژنې روانې وې، ھغوی به د خپل گاونډي د لور سرہ یا زیړ‎ہ لوپټه ستایله او نورو ملگرو یې د کومې فلمي ھندوې د مخ قوتی!!

په اوسني پیر کې، زموږ‎ مشاعرې تر ډیرہ حدہ لکه د کرکټ، والیبال، فوټبال او نورو لوبو په څیر مشاغلې دي، نه مشاعرې!
په تیرو څلورو لسیزو کې ښایي زموږ‎ ولس د نړ‎ۍ پر مخ تر ټولو زیات ربړ‎یدلی، ځپل شوی، شړ‎ل شوی او وژل شوی وي!
داسې یو ولس چې د تفریح لپارہ ھم نه ډیر وسائل لري او نه فرصتونه!
مشاعرې، کرکټ، والیبال او نورې لوبې یې چې پر پرھري شونډو موسکا راولي، غمونه یې پرې غلطیږ‎ي نو یې باید ترې و نه تروړ‎و!
زہ دا نه وایم چې مشاعرې دې نه زیاتیږ‎ي بلکې وایم ډیرې دې شي خو که شاعران مو د شعري صنعت له مخې د خپل شعر معیار نه شي اوچتولی نو د پیغام له مخې دې خپل کلام ته زینت ور وبښي!
دا دوہ مھم پیغامونه دې پکې را ونغاړ‎ي:

۱- اوس د حماسو وخت تللی، شاعر دې ولس ته د مینې، علم، دین پرورۍ، وطن دوستۍ ھنر، سولې او د یووالي پیغام ورکړ‎ي!
ارواښاد استاد الفت وتلي شاعر مرحوم مجروح صیب ته د شعر په ژبه ویلي وو:
تورہ مه ستایه، ھنر ور لرہ ستایه
چې نور ھم نه شې مجروح پښتون ادیبه

په اوسني عصر کې، که غواړ‎و ولس مو د نورو ملتونو سیال شي، دا کار یواځې د علم، تیکنالوجۍ او عصري علومو په زدہ کړ‎ہ کیږ‎ي، نه د ماضي کیسو پر لاپو شاپو؛
حمزہ بابا وایي:
چې د سیالۍ لاپې وھې، وایه ھنر دې څه دی؟

۲- د کمکیانو ادب
که د کوچنیانو لپارہ، ترانې، شعرونه، کیسې، منظومې ژباړ‎ې، او نور ولیکل شي چې د دیني ارزښتونو، حب الوطنۍ، رښتنې توب، له تعلیم سرہ د مینې، د مور او پلار حقوق او نور موضوعات پکې را نغاړ‎ل شوي وي او بیا د مشاعرو، رادیو، تلویزون او نورو رسنیو له لارې نشر شي، نو ستر خدمت به مو کړ‎ی وي!
که د مشاعرو یوہ برخه ماشومانو ته ځانگړ‎ې شي، کمکیانو او ادب ته یې د ځلیدا فرصت برابر شي، پریږ‎دو چې ماشومان مو ھم په مشاعرو کې برخه واخلي، دریځ ته پورته شي، ترانې او شعرونه ووایي او په مشاعرو کې ماشومانو ته ځانگړ‎ې شوې برخه پخپله ھغوی پر مخ یوسي، نو د راتلونکې نسل په سالمه روزنه کې به مو سترہ ونډہ اخیستې وي!
ای کاش! زموږ‎ مشاعرې ھمدې دوہ پیغامونو ته پخپله لمنه کې ځای ور کړ‎ي تر څو مو ولس ته د تفریح تر څنگ او د تفریح له لیارې رښتینی خدمت ھم کړ‎ی وي!!

حفیظ الدین پیرزادہ
د جون ۱۵/ ۲۰۲۲ م
لندن

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx