افغانستان

برتانیا: په افغانستان کې د هیڅ وسلوال مخالف ملاتړ نه کوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۳۰ غبرګولی، ۱۴۰۱ل): د برتانیې بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې هیواد یې په افغانستان کې دننه د هیڅ وسلوال مخالفت ملاتړ نه کوي او په افغانستان کي يې وروستي ترهګریز بریدونه په کلکو ټکو غندلي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په دوحه کې میشت د افغانستان لپاره د برتانیې شارژدافیر هوګو شارټر ویلي:

برتانیا د افغانانو په ګډون د هیڅ کوم چا ملاتړ نه کوي، هغه چې په افغانستان کې د تاوتریخوالي له لارې سیاسي بدلون ته لاره هواروي، یا د سیاسي موخو لپاره د تاوتریخوالي د هڅولو کوم فعالیت په افغانستان کې کوي، او اجازه به ورنه کړي چې د برتانیا خاوره یې د پلان یا چمتو کولو لپاره وکارول شي، او موږ یې په کلکه مخنیوی کوو. نور له داسې کولو څخه منع کوي. هر ډول تاوتریخوالی نه د افغانستان او نه هم د نړیوالې ټولنې په ګټه دی او موږ هر ډول ترهګریز بریدونه غندو. د سولې او ثبات د ودې لپاره، افغانانو ته د بشردوستانه مرستو د رسولو او د امنیت په اړه د ګډو اندیښنو د حل لپاره، د افغانستان له اوسني حکومت سره د عملي ښکیلتیا بله لاره نشته او دا هغه څه دي چې موږ یې کوو. پای.

باید وویل شي چې تیره ورځ په کابل کې د افغان سیکانو پر درمسال باندي د داعش ډلې برید کړی وو چې په ترڅ کې دوه تنه داعش بریدګر وژل شوي وه، یو د درمسال کارکوونکی سیک افغان او یو هم دولتي عسکر خپل ژوند له لاسه ورکړی وو.

د افغانستان د استخباراتو یوه جګپوړي مسؤول نن ټکی اسیا ته ویلي وه چې دوی د ورته برید خبرتیا دوه اونۍ وړاندي تر لاسه کړی وه او د شنډولو په هڅه کي یې د داعشیانو یو ګروپ هم نیولی وو، او همداراز یې د داعشیانو احتمالي اهدافو ته لمخکې خبر ورکړی وو، چې له امله یې یاد برید ناکامه او د درنې مرګ ژوبلې سبب نسو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
حامد

برتانيه دروغ وايي
اعتبار مه فري كوي
يو عادي مثال به يي دركم
تاسي بي بي سي خپروني وگوري
چه باغيانو ته سومره زيات تبليغات كوي
حتى د(امارت اسلامي افغانستان)
نوم هم نه اخلي

او باغيانو ته
پوره نوم ليكي
جبهه مقاومت ملي افغانستان

مشوره

اسللامی امارت پوره پوه دی چی په غربیانو روس چین او خصوصا په پاکستان باور نه دی په کار. اوس هر سه فقط ظاهری او سیاسی دی اسلامی امارت دی هم هسی خپل سیاست ورسره کوی. دا شیطانان دی د دوی خبری تاریخ ثابتی کری چی دیر هیوادونه همدی انګریز په چنک اچولی

مشوره

ویش شی طالبانو خلګ په تاسو دیر بی اعتماده شول دا کیدایشی پاکستان همدا غواری. باور وکری خلګ اوس درخخه سخت نفرت کوی. زه خارج کی یم زما فقط په اسلام او علماوو خوا بدی ګی نور تاسو سره می فقط مینه د خدای تعالی په خاطر ده دا چی تاسو د الله د دین مخالفت کوی او خپل د اولس دفاع نشی کولای بیا ستاسو او د جبهه مقاومت د لندغرو فرق به ونشی دا ویدیو تر مشرانو ورسوی. غیرت په کار دی
https://www.youtube.com/watch?v=2WURseovV_M

Adam Khan

Bullshit
.The Afghans know you and the whole world knows you.
Do not wash your hands

Back to top button
4
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx