افغانستان

پنځه برتانوي اتباع له افغانستانه خوشې شول

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۳۰ غبرګولی، ۱۴۰۱ل): بريتانيا په افغانستان کې د نيول شويو پنځو برتانويانو د خوشې کېدو هرکلى وکړ. دغه پنځه تنه برتانوي اتباع ۶ میاشتي مخکې د افغانستان د استخباراتو لخوا د جاسوسي په تور نیول شوي وه.

د دوی د خلاصون په اړه د برتانیې د بهرنیو چارو وزارت یوه خبرپاڼه خپره کړې او ویلي یې دي چې برتانیا د اتباعو د کورنیو په استازیتوب بخښنه غواړي او په راتلونکي کې د ښه چلند ډاډ ورکوي.

په هغه خبرپاڼه کې چې د برتانیا د بهرنیو چارو وزارت پر پاڼه نشر شوې، راغلي:

د بهرنیو چارو، دولتي مشترکاتو او پراختیا دفتر ویاند وویل:

موږ د افغانستان د اوسنۍ ادارې له خوا د هغو پنځو برتانوي اتباعو د خوشې کېدو هرکلی کوو چې په افغانستان کې بندیان وه. دغو برتانوي اتباعو په افغانستان کې د برتانیې د حکومت په کارونو کې هیڅ رول نه درلود او د برتانیې د حکومت د سفري اصولو خلاف یې افغانستان ته سفر کړی وو. دا یوه تېروتنه وه. د برتانوي اتباعو د کورنیو په استازیتوب، موږ د افغاني کلتور، دودونو او قوانینو څخه د هر ډول سرغړونې له امله بښنه غواړو او د راتلونکي ښه چلند ډاډ وړاندې کوو. د انګلستان حکومت په دې پیښه خواشینی دی.

باید وویل شي چې برتانیې تیره ورځ په افغانستان کې د افغان سیکانو پر درمسال برید هم غندلی وو او ویلي وه چې هیواد یې په افغانستان کې د هیڅ وسلوالي ډلې او وسلوال مخالفت ملاتړ نه کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غ. حضرت

بریطانیا یو معصوم او سپیڅلئ دولت دئ او هیڅکله ئې زموږ غوندی هیوادونو کی د نفوذ او جاسوسۍ هڅه نه ده کړې البته زموږ په هیواد کی د انګریزی خواخوږو او جاسوسانو شمېر منفی څلور ښودل سویدئ خصوصاً د مُلایانو او پیرانو او نیکټائی والا په قشر کی خو اصلاً شتون !!!!!!نلری.
د ټولو موچوداتو او مخلوقاتو لعنت او نفرین دی وی پر ټول انګلوساکسون او د هغوی پر مُریدانو.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx