
د بهرنیو چارو وزارت په شمول نورو اداراتو کې نوي ټاکني شوي
نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۳۱ غبرګولی، ۱۴۰۱ل): د افغانستان دبهرنیو چارو وزارت په شمول په ځینو نورو وزارتونو او اداراتو کې نوي ټاکني شوي دي.
د وروستیو راپورونو سره سم د افغانستان امیر المؤمنین شیخ هبة الله اخوندزاده د یوه فرمان په صادرولو سره دغه ټاکني کړي دي.
په نویو ټاکنو کې مولوي رحمت الحق فضیل چې مخکې د اقتصادي کمیسون مرستیال وو، اوس د بهرنیو چارو وزارت د مالي او اداري معین په حیث ټاکل شوی دی.
نوموړي د کندهار ولایت یو جید عالم او په اداري چارو کې پراخه تجربه لري.
په ورته توګه د سرحدونو او قابایلي چارو وزارت کې د معین په توګه مولوي محمد قاسم خالد ټاکل شوی، نوموړی مخکې د کونړ والي پاته شوی دی.
په امنیتي برخه کې ملا عبدالاحد فضلي چې مخکې د موسی قلعه ولسوال وو، اوس د هلمند ولایت امنیه قومندان ټاکل شوی او د کابل ولایت د ټرانسپورټ مخکنۍ رئیس مولوي نصرت الله خادم د غزني ولایت د امنیت امر په حیث ټاکل شوی دی.
که ومنو چی ” ټاکل ” د فارسی ژبی د ” انتخاب ” انډول او مترادفه کلمه ده نو په پورته لیکنه کی د ” ټاکل سویدئ “جمله نا مناسبه جمله ده ځکه:
انتخاب یو مفهوم او ګُماردن بل مفهوم لری
همداسی
ټاکل یو مفهوم لری او ګومارل بل مفهوم لری.
بناً
داسی باید ولیکل سی:
فلانی کس په فلانۍ دنده یا وظیفه ګومارل سویدئ.
ټاکل کېده معمولاً د یوې وولسی اِرادې محصول وی نه د یو شخص د اِرادې محصول.