نړۍټکنالوژي

واټساپ د «محرمیت» پالیسي لپاره نوې ځانګړتیاوې وړاندې کړي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۳۱ غبرګولی، ۱۴۰۱ل): د پیغام رسونې مشهور اپلیکیشن وایي چې د امنیت او محرمیت برخو کې یې پر نویو ځانګړتیاو کار پېل کړی دی.

واټساپ د محرمیت غوره ساتلو لپاره د پروفایل عکس، سټيټس، بایو او وروستي ځل کتلو ځانګړتیاوې تازه کوي چې په مرسته به یې کاروونکي وکولی شي د خپلې خوښې سره سم یې وچلوي.

د معلوماتو له مخې، په نوي اپډيټ سره به کاروونکي کولی شي چې خپل د پروفایل عکس وغواړي ټولو ته وښيي یا خپل د اړیکو ځانګړي لیست ته ښکاره کړي، او یا یې پر ټولو بند کړي.

ددغې ځانګړتیا له مخې به کاروونکي سره دا اختیار هم وي چې وغواړي خپل عکس، بایو یا په اصطلاح د خپل لنډ ژوند لیک، لاسټ سین یا وروستي ځل لیدل شوی د هر چا لپاره، د مخصوصو کسانو لپاره ښکاره او یا یې د ټولو پرمخ بند کړي.

https://twitter.com/WhatsApp/status/1537213566717075456?ref_src=twsrc%5Etfw%7Ctwcamp%5Etweetembed%7Ctwterm%5E1537213566717075456%7Ctwgr%5E%7Ctwcon%5Es1_&ref_url=https%3A%2F%2Fwww.dawnnews.tv%2Fnews%2F1183729

دغه راز به کاروونکي کولی شي پر سټوري د سټیټس یا عکس لګولو لپاره هم ورته پالیسي غوره کړي.

پورتنۍ ځانګړتیا خپلولو لپاره مو واټساپ اپډيټ کړئ او په ترتیب کې بدلون رامنځته کړئ.

په تېره نږدې کې واټساپ یو شمېر نوې ځانګړتیاوې وړاندې کړي چې عکسونو ته عکس العمل ښودل، د میدیا معلوماتو خپرولو وړتیا تر ۲ جي بي لوړول، په ګروپونو کې د ګډون کونکو شمېر لوړول او په یوځل تلیفون کې تر ۳۲ تنو د ګډون ځانګړتیاوې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx