افغانستانخبرونه

د کابینې پرېکړه: دولتي ادارې دې د افغان ټيليکام پورونه ورکړي

د وزيرانو شورا په ۳۸مه ناسته کې په بيلابيلو مسائلو بحث شوی او پرېکړې شوې دي.

د چارو ادارې په ټويټر پاڼه د پرونۍ غونډې اړوند خبر کې ليکل شوي چې د کابينې په غونډه کې د نورو موضوعاتو تر څنګه په دې هم پرېکړه شوې چې ټولې دولتي ادارې بايد د افغان ټيليکام شرکت قرضونه اداء کړي.

په خبر کې له دې پرېکړې سره (له فتحې وروسته) قيد هم زيات شوی، دا چې له فتحې وړاندې قرضونو سره يې څه کيږي، په دې اړه څه نه دي ويل شوي.

د کابينې غونډه د هرې دوشنبې په ورځ ترسره کيږي او په مختلفو موضوعاتو پکې بحث او پرېکړې کيږي.

په پرونۍ غونډه کې په ميدان وردګ، باميان او غور ولايتونو کې د ځايي اوسيدونکو او کوچيانو تر منځ په شخړو او لانجو هم بحثونه شوي او د حل په موخه يې کمېسيونونه ټاکل شوي دي.

د چارو ادارې په پاڼه د غونډې د بحث اړوند ويل شوي، چې له خدماتي ادارو څخه د وزارتونو او نورو حکومتي ادارو د مقروضيتونو موضوع هم تر بحث لاندې وه، خو په دې اړه تفصيل نه دی ورکړل شوی چې د خصوصي شرکتونو پورونه او دغه راز د برېښنا شرکت قرضونه به اداء شي او که به يې په اړه وروسته پرېکړه کيږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx