نړۍ

قاهره: مسلمانانو اومسیحیانو ترمنځ خونړئ ډبرینه شخړه ترسره شوه

stone_throwing_between_muslims_and_cherician (نن ټکی اسیا می ۲۰۱۱/۰۹) قاهره: تیره ورځ له ماپښین څخه وروسته په قاهره کي دمسلمانانو اومسیحیانو ترمنځ سخته جګړه روانه وه، دغه خونړي جګړه چي دقاهري په زړه کي دعبدالمنعم په میدان کي ددواړو لورو ترمنځ پیښه شوه، جګړه مارو لورو پرځاي ددي چي له وسلي چړو اولرګیو څخه کارواخلي، جګړه یی دډبرو په واسطه مخ په وړاندي بووله

، یوه عیني شاهد دپیښي له ځایه له رسنیو سره په خبروکي وویل. دواړو خواوو یو پربل باندي دومره ډبري واورولي، چی لدي څخه مخکي مي هیڅکله داسی دډبرو شخړه نه وه لیدلي، نوموړي زیاته کړه ډبرینه شخړه هغه وخت رامنځ ته شوه کله چي مسیحیانو غوښتو دقاهري په زړه کي درآډیو تلویزیون په لور لاریون وکړي، چي یوناپاڅه دمسلمانو ځوانانو له مزاحمت سره مخ شول، چي وروسته دواړو لورو دعبدالمنعم په میدان کي یو پربل باندي ډبري واورولي، عیني شاهدان وایی که څه هم مسلمانان ځوانان په لسګونو وو اومسیحیان په سلګونو وو، ځګه چي هغوی دلاریون په نیت زیات راوتلي وو، خوبیاهم مسلمانان په میدان کي ښه وځليدو اوداسي ډبري یی پرمخالف لوري باندي اورولي چي هره ډبره به د ډبري په بوزه هار او د تکبیر په چغه سره بدرګه کیدله.

له تیرو دوو اونیو راپديخوا په قاهره کي دیوي پیغلي پرسر دمسلمانانو او مسیحیانو ترمنځ سختي نښتي رامنځ ته شوی دي، چی تراوسه پوری دروانو نښتو له کبله ۱۲ تنه وژل شوي او په لسګونو نور ژوبل شوی دي.

خودغه اخرنئ نښتي ځکه خوندوري وي چي دواړو لورو یو پربل باندي یواځی ډبري تغولي  اودمسلمانو ځلمیو شمیره که څه هم دمسیحیاو په نسبت ډیره کمه وه، خو دحي بولاق( دبولاق دکلي) مسلمان ځوانان په دغه ډبرینه شخړه کي ښه وځلیدل.

بخت الرحمن بخت ……………نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x