افغانستان

پکتيکا او خوست کې زلزلې درنه مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۱ چنګاښ، ۱۴۰۱ل): په پکتيکا او خوست ولايتونو کې د تېرې شپې زلزلې ګڼ شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده او ډېری کسان لاهم تر خاورو لاندې دي.

د تېرې شپې زلزله چې مرکز يې د خوست ولايت و، ددې ولايت سربيره يې په پکتيکا ولايت کې هم ګڼ ځاني او مالي تلفات اړولي دي.

له پکتيکا او خوست ولايتونو څخه ناتائيد شوي راپورونه وايي چې هلته شاوخوا ۴۰۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده او د خلکو د ژغورنې لپاره د ژغورنې ټيمونه او د عاجلو ټپيانو د انتقال لپاره هليکوپتر رسېدلي.

له سيمې څخه د ترلاسه شويو معلوماتو له مخې د
پکتیکا ولایت څلور ولسوالیو برمل، زیړوک، نکه او ګیان کې د تېرې شپې زلزلې له امله نږدې ۲۵۰ تنه مړه شوي او ۱۵۰ نور ټپيان دي.
همدا راز د خوست سپېرې ولسوالۍ اړوند افغان دبۍ سيمه کې هم ۳۰ تنه مړه شوي او له ۱۵ زيات ټيپان دي.
تر اوسه حکومتي مسوولينو ياد تلفات نه دي تاييد کړي.

د امریکا د جیولوجیکي سروې ادارې د معلوماتو له مخې ددغې زلزلې قوت د ریختر په کچه ۶.۱ ښودل شوی چې مرکز يې خوست ولايت ياد شوی، خو ټکانونه يې په پلازمېنې کابل او شاوخوا نورو ولايتونو کې هم احساس شوي دي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx