ټولنیزه برخه

ترټولو نېکمرغه واکمن کوم دي؟

حامد افغان

عمر بن الخطاب رضي الله عنه خپل والي ابو موسی الاشعري رضي الله عنه ته ولیکل: تر ټولو نېکمرغه امیران او واکمن هغه دې چې هغوی خپل رعیت او ولس نېکمرغه کړي او تر ټولو بدمرغه امیران او واکمن هغه دې چې هغوی خپل رعیت او ولس بدمرغه کړي.

او د بیت المال په شتمني کې اتیات کوه، په لګښت کې یې اسراف مه کوه، ځکه بیا ستا نه لاندې چارواکي هم ستا پیروي کوي، لکه یو څاروي چې له وښو ډکې څراګاه ته ننوځي او پرېمانه خوراک وکړي. ان تر دې چې دا څاروی ښه موړ او مزی/چاغ شي، اخیر یې دا مړښت او چاغښت د هلاکت لامل شي، ځکه هغه د دې چاغښت په سبب حلالیږي. التبر المسبوک للغزالي ۲۱

د عمر رضي الله عنه د لومړۍ خبري موخه روښانه ده، خو متاسفانه زموږ زمانه کې دا مطلب ځینې خلکو سم نه دی درک کړی، زموږ د اکثرو ذهنونو کې اسلامي نظام “محدود تعبیر” لري، چې هغه څو حدود پلي کول دي، د خلکو ږیرو، ټوپیو، پګړیو او اړوند کارونو ته زیاته توجه کول دي او د ښځو ځینې موضوعات. پاتې شو د ولس وږي مړول، د کونډو یتیمانو کفالت، ولس ته عام رفاهیت، خوشالي او نېکمرغي ورکول؛ د ځینو د توجه وړ کارونه نه دي او ځینو ته ثانوي درجه کې راځي.

اما عمر رضي الله عنه وایي: تر ټولو نېکمرغه امیران او واکمن هغه دې چې هغوی خپل رعیت او ولس نېکمرغه کړي او … د ولس د نېکمرغي، سوکالي او خوشالي باره کې موږ د راشده خ.لافت دوره کې پرېمانه کړنې او لوی لوی پلانونه شته، خصوصا د عمري خ.لافت زمانه کې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx