افغانستان

امیرالمؤمنین پر ټولو دولتي او غیر دولتي ادارو غږ کړی چې د زلزله ځپلو مرسته وکړي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۱ چنګاښ، ۱۴۰۱ل): د افغانستان اسلامي امارت مشرتابه د خواخوږۍ په یوه خپاره کړي پيغام کې د تیري شپې زلزلې په ترڅ کې د اوښتو تلفاتو په اړه ژوره خواشیني څرګنده کړې ده او په دغه سخت موقف کې يې ځپل شویو کورنیو ته د صبر تلقین او د الله تعالی څخه یې ټپيانو ته د عاجلې روغتیا دعا کړې.

امیرالمؤمنین شیخ هبة الله اخوندزاده د حوادثو ضد وزارت، اړوند وزارتونو، اداراتو، والیانو او عامو افغانانو باندي غږ کړی چې د خپلو ټولو امکاناتو څخه دی استفاده وکړي او متضررو کورنیو او سیمو ته دي د کومک لپاره ژر تر ژره ځان ورسوي.

نوموړي همداراز پر نړیوالو خیریه ټولنو او هیوادونو غږ کړی چې د افغانستان په دغه ستر مصیبت کې د افغانانو لاسنیوی وکړي.

بشپړ پيغام:

په پکتیکا او خوست کې له زلزله ځپلو سره د عالیقدر امیرالمومنین د خواخوږۍ پيغام

په ډيره خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې تیره شپه د پکتیکا ولایت د ګیان، نکې، برمل، زیړوک او د خوست ولایت سپیرې ولسوالیو په مربوطاتو کې شدیده زلزله شوې چې تر دې دمه د راپورونو له مخې سلګونه کورونه نړیدلي او په تأسف سره چې تر۳۰۰ تنه هیوادوال شهیدان او له ۵۰۰ زیات ټپيان شوي.

دا احتمال هم شته چې د مرګ ژوبلې کچه لا لوړه شي.

د افغانستان اسلامي امارت د دغې لوی پيښې له امله د ټولو قربانیانو له کورنیو او خپلوانو سره ژوره خواشینی څرګندوي، غمځپلو کورنیو او متعلقینوته يې له الله تعالی څخه د زغم او صبرهیله کوي، شهیدانو ته جنت الفردوس او ټپيانوته عاجله شفا غواړي.

د اسلامي امارت د حوادثو ضد وزارت، ورسره ټولو اړونده مسئولینو، والي صاحبانو او عامو افغانانوته لارښونه کیږي چې له خپلو ټولو امکاناتو سره هرڅه ژر د پيښې ځای ته ځانونه ورسوي، د شهیدانو په را ایستلو، د ټپيانو په انتقال او معالجې او د بې سرپنا شوو سره د عاجلو مرستو لپاره لازم اقدامات وکړي.

ورسره له نړیوالې ټولنې، خیریه بنسټونو او ټولو بشر پالو نهادونو څخه هم غواړو چې له افغانانو سره په دغه ستر مصیبت کې لاس وکړي او له غم ځپلو سره هرڅومره چې ممکنه وي خپلې مرستې ونه سپموي.

له الله تعالی څخه غواړو چې نور زموږ بیچاره ولس له امتحانونو او مصیبتونو څخه وساتي. آمین یا رب العلمین

عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ الحدیث مولوي هبة الله اخندزاده حفظه الله
۲۲/۱۱/۱۴۴۳هـ ق
۱/۴/۱۴۰۱هـ ش ــ 2022/6/22م

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مشوره

تر زلزلی مولوی مهدی یاغی خطرناک دی، د یاغی باید اشد مجازات یعنی قتل شی البته که شریعت جواز ورکری. که اسلامی امارت دا سری قتل نه کر تاسو باور وکری چی بیا به په نورو ولایتونو کی هم خپل سری قومندانان بغاوت ته مخه کری. مجازات یی قتل دی بند کقایت نه کوی البته که شریعت جواز ورکری. باغیان او لندغر اوس همدی ته منتظر دی، کیدایشی ایران د منزګری پیشنهاد وکری خو اسلامی امارت یی باید و نه منی

Karwan

مهدي دقران په احکامو پوه سړي ندي او زه دده په مسلماني کي شک کوم. هيله لرم، چه دغه ياغي انسان ته نور د مجاهد او مولوي لقب ورنکړل شي. ځکه ځوک چه پوره ايمان لري، هغه هيځ وخت دخپلو مسلمانو وروڼو په مقابل کي سنگر نه نيسي! مهدي دومره يو ضعيف النفسه انسان دي ، چه د نسلي دمبوره او مقاومت زيري کمپل دځو خوږو خبرو په اساس وغوليده او په بغاوت ئي شروع وکړه! کيدي شي چه مهدي په دستوري شکل د امارت عضويت تر لاسه کړي وي، کنه دمهدي لپاره خو د ښاغلي سمنګاني صاحب خبري بايد… نور لوستل »

طوطی

الله د ټول شهیدان مغفرت کړی، زخمیانو ته دی الله ج زر شفا ورکړی آینده دی الله ج خیر پیښ کړی. له هر څه څخه باید د انسانیت عبرت او پند تر لاسه کړو. دی زلزلی وښوده چی ممکن تر دی زیادو مشکلاتو سره مخ شو نو لازمه ده چی تیاری ولری او آماده ګی ولرو. ګاونډیو هیوادونو لکه چی لازمه وه د کمک جوګه نشول. ګوری څومره سترو مشکلاتو سره افغانان مواجه دی که د مهاجرینو وضعیت ته وګورو په میلینونو مهاجر زمونږه په خارج کی په بد وضعیت کی شپی او روځی تیروی. په داخل د وطن کی… نور لوستل »

Karwan

بيا هم د تيرو شلو کالو په پرتله وضيعت ډير ښه دي، هغوي چه کار نکوي او ددي ملت په مقابل کي ځان مسول نه ګڼي، ټول نامردانه خارج ته وتښتيدل او غلا شوي ميليونونه دالر ئي هم دځان سره يوړل! ما په بار بار ليکي، چه په تش لاس ځه نه کيږي، اقتصادي بنديزونه، د سرمايه کنګل او خالي بانکونه، بيا هم دالله نصرت دي او دغه حکومت چليږي او تر حد امکان دخلکو مشکلات رفع کوي! خو بيا هم بعضي وطنوال په سترګو ړانده دي او د حقيقت نه سترګي پټوي او د امارت نه د معجزي انتظار… نور لوستل »

مشوره

جنابه ته ولی په سترګو روند چی د اسلامی امارت مشکلات نه وینی؟ موژ یی شه ته شه او بد ته بد وایو ته ولی یوازی د نورو بد او اسلامی امارت شه ته باد ورکوی؟؟ تر ناموس به سه شی مهم وی؟ ###، انجینو د زده کری بی برخی دی، همدا اوس په دری زبانه علاقو کی انجینو ته نسبی اجازه شته خو په پشتنی علاقو کی مطلق بندیز، دا په کوم دین کی روا دی؟؟؟ مولوی او قاری د معدن وزارت کولای شی؟؟؟ صحت عامه وزارت کولای شی؟؟ د مالیه او فواید عامه وزارت کولای شی؟؟ د خدای… نور لوستل »

Back to top button
5
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx