افغانستان

هند په کابل کې خپل سفارت خلاص کړ

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲ چنګاښ ۱۴۰۱): د هند بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې په کابل کې یې خپل سفارت بیا پرانیستی دی.

د هند بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې له افغانستان سره تاریخي تمدني اړیکې لري او ددې لپاره چې ځینې مسایلو په اړه له نیږدې همغږي وکړي او له افغانانو سره تعامل ته دوام ورکړي کابل ته یې یو تخنیکي ټیم لیږلی دی.

د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې چې څه موده وړاندې یې یو امنیتي ټیم هم کابل ته سفر کړی و له افغان چارواکو سره یې کتلي وو او امنیتي وضعیت یې ارزولی و.

هند په افغانستان کې د سیاسي تحول وروسته په کابل کې خپل سفارت تړلی و.

له هغه وروسته د هند ځینو چارواکو په خپلو بیانیو کې ویل چې د افغانستان اسلامي امارت سره له تعامل پرته بل لاره نه لري.

په همدې موخه څه موده وړاندې د هند بهرنیو چارو وزارت معین کابل ته سفر وکړ او له افغان چارواکو سره یې وکتل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مشوره

د اسلامی امارت تر محترم مشرانو یی ورسوی. په تیر جمهوریت کی د نورو مشکلاتو او اشغال سره سره د حکومت د لندغرو مشکلاتو هم وه، که به کوم قومندان یا لندغر سه کول کولای یی شول. اوس په اسلامی امارت کی هم خلګ شکایت کوی چی بیله محاکمی زینی طالب مسولین خلګ په تنګ کوی کله یی د مکتب مدیر بی عزته کری وی کله یی د پوهنتون استاد، کله یو کله بل. خلګ ورز تر بلی د اسلامی امارت خخه فاصله نیسی. مشران باید خبر شی چی تاسو کی هم یو تعداد لندغر شته دی هیله ده توجه… نور لوستل »

طوطی

پدی کی شک نشته. د اسلحو قاچاق بیغیر لدی چی طالب ورسره شریک نوی د چا پلار یی نشی کولی. طالبان خو څه فرشتی ندی اکثر یی بیسواده دی تعلیم نلری ولی عقیده مند چی داسی کسان دین، هیواد او خلکو ته تر ټولو مضره تمامیدای شی. بلخوا ملی پولیسو ته ینیفورم ورکړل شو خو تر ډیره حده یی درک نه لګیږی فقط یو څو کسه هغه هم پخوانی پولسیو دریشی پر ځان کړی نو ټول د هماغسی د لندغرو په شان ښار کی ګرځی.

طوطی

اوس امارتوال باید جدی متوجه ووسی چی د آی اس آی کړی په کمین کی ورته ناست دی. هره لحظ امکان د دی شته چی آی اس آی لکه چی د هندوانو په درمسال یی کابل کی حمله وکړه په سفارت یی هم وکړی تر څو د امارتوالو روابط له هند سره خراب کړی او هم نړی ته وښیی چی دوی هر وخت د افغانستان په هر سیمه کی عملیات کولی شی. یاخی: استخبارات ضرور.

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx