افغانستان

د بښنې نړیوال سازمان: بهرنیو ځواکونو زرګونه ملکي افغانان وژلي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، زمري ۲۰مه ۱۳۹۳ل): د بښنې نړیوال سازمان (ایمنسټي انټرنیشنل) وايي چې په تېر څو کلونو کې د امریکايي او ناټو ځواکونو په هوايي او ځکمني بریدونو کې زرګونو ملکي افغانان وژل شوي دي.

د بښنې نړیوال سازمان ویلي چې د ملکي وګړو د وژنې عاملین لا هم د قانون منګولو ته نه دي سپارل شوي.

د بښنې نړیوال سازمان نن په یوه خبري ناسته کې خبریالانو ته وویل چې له ۲۰۰۹ څخه تر ۲۰۱۳ز کال پورې د بهرنیو ځواکونو په بریدونو کې ۱۱۰۰ ماشومان، ښځې او نور ملکي افغانان وژل شوي.

ددغه سازمان د اسیا د څانګې مشر نیکولا ورت په نني خبري ناسته کې په کابل کې وویل چې په ۱۰ پېښو کې چې دوی يې په اړه څېړنه کړې ۱۴۰ ملکي وګړي د بهرنیو ځواکونو لخوا وژل شوي چې په دغو کې ۵۰ ماشومان او حامله ښځې هم دي.

نوموړي زیاته کړه چې دوی د ۱۲۵ کسانو سره چې د وژل شو کسانو د کورنۍ غړي دي مرکې کړي.

د نیکولا ورت په وینا دوی د امریکايي ځواکونو د جنایاتو په اړه سلګونو شواهد ترلاسه کړي خو تر دې مهاله د پېښو عاملینو ته هیڅ سزا نه ده ورکړل شوې.

د بښنې نړیوال سازمان د لسګونو زرو بې ګناه بندیانو لمنځه یو افغان بندي څخه چې امریکايي ځواکونو لخوا نیول شوی و، مرکه کړې.

دغه بندي قنداغا نومېږي او په نني خبري ناسته کې هم ناست و. نوموړي ویلي چې امریکايي ځواکونو له کوم دلیل پرته د دوی په کور واوښتل او دی يې له کوم دلیل او سند پرته ونیولو او سخت یې شکنجه کړ.

قند اغا زیاته کړې چې امریکايي ځواکونو څو ځل نوموړي ته برقي شاټونه ورکړي. دی وايي چې نوموړي په خپلو سترګو ۸ بندیان لیدلي چې د امریکايي شکنجې لاندې مړه شوي.

شننونکي وايي چې شاید دغه هغه رسمي شمېرې وي چې د امریکايانو په خوښه د رسنیو سره شریکې شوي، ولې حقیقت کې د امریکایي ځواکونو په برید کې د وژل شوو ملکي وګړو د وژل شوو کسانو شمېر تر دې څو چنده زیات دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x