
د ګوانتانامو افغان زنداني «اسدالله هارون» له زندان څخه راخوشې شو
نن ټکی اسیا (جمعه، ۳ چنګاښ ۱۴۰۱): په ګوانتانامو زندان کې پاتې افغان زنداني د اسلامي امارت په هڅو له پنځلس کلن زندان وروسته راخوشې او د اسلامي امارت مسوولينو سره يو ځای شو.
د اسلامي امارت وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې اسلامي امارت په نورو هېوادونو کې د زنداني افغانانو راخوشي کول او د هغوی پوښتنه کول خپله وجیبه ګڼي او هڅه کوي چې هیڅ افغان هم په نورو هېوادونو کې د مظلومیت په حال کې پاتې نشي.
ښاغلي مجاهد ويلي چې حکومت همدا اوس له ځینو هغو هېوادونو سره په تماس کې دی چې هلته افغانان په مختلفو عنوانو بندیان شوي او د ژر را خلاصیدو هلې ځلې یې روانې دي.
په ورته وخت کې نوموړي له قطر هيواد څخه هم مننه کړې چې د اسدالله هارون په خلاصون کې يې اسانتياوې برابرې کړي دي.
اسدالله هارون چې ۴۰ کاله عمر لري د ۲۰۰۷ راهیسې په ګوانتنامو کې د «خطرناکو ترهګرو» په تور بندي و.
فرانس پریس خبري اژانس د تېر کال په اکتوبر کې د ګوانتنامو دوراني بیاکتنې بورد په حواله ویلي وو چې محکمې د ۲۰۲۱ په اکتوبر کې د اسدالله هارون د خلاصون منظوري ورکړې وه.
اسد الله هارون د ننګرهار د شیرزادو ولسوالۍ اوسیدونکی دی. هغه د ۲۰۰۷ز کال د ننګرهار په مرکز جلال اباد کانال په ۱۱مه ویاله کې ونیول شو او باګرام ته انتقال شو.
د هارون کورنۍ وايي چې هارون ۴ میاشتې په باګرام کې بندي و او له هغه وروسته ګوانتنامو ته انتقال شوی و.
نوموړی په قطر کې د اسلامي امارت سياسي دفتر سره يو ځای شوی او تمه ده چې سبا هيواد ته راستون شي.
MUBARAK SHAH