نظــر

اسلامي امارت او سیاست یې

جواد مجاهد

شر او فساد رېښې غزولې وې، د افغان خاورې د ملوک الطوایفو تر واکمنۍ لاندې تر ټولو زهرجنې او ترخې شیبې تیرولې. د ولي الله ملا محمد عمر مجاهد په نوم یو طالب العلم راپورته او په محض توکل سره یې یو تاریخي او تل پاتې سیاست بیا راژوندی کړ. کندهار فتحه شو. د همدې فتحې دروازې د کابل تر شماله ورسېدې. اسلامي امارت تأسیس او شریعت نافذ شو. بیا د سترې آزموینې دوره راورسیده، هغه دوره چې ألله تعالی خپلو نازولو بندګانو ته پکې فرصت ورکړ تر څو وکولای شي چې د یو ډیر ستر مسئولیت لپاره یو ځل بیا تیاري ونیسي.

د اسلامي امارت د رهبرۍ شورا تشکیل شوه او أمیرالمؤمنین مرحوم ملاصیب وتوانید تر څو د تر ټولو پیچیده امنیتي ملحوظاتو په پام کې نیولو سره د نوشاخ له لوړې څوکې د مارکو تر دښتو پورې ټول افغانستان په تر ټولو غوره او خارق العاده توګه رهبري کړي. لوایح او طرزالعملونه د شریعت په رڼا کې رامنځته او د اسلامي امارت له رسمي آدرس څخه خپاره شول. په همدې لایحو او کړنلارو باندې عمل وشو او تر ډیرو زیاتو قربانیو وروسته د ألله تعالی په ځانګړي نصرت سره ټول افغانستان فتحه کړل شو.

ناڅاپي پیښې رامنځته شوې او ډیرې زیاتې ازموینې تیرې شوې خو دا هر څه له اسلامي شریعت څخه د استنباط شوي یوه قوي سیاست په رڼا کې په پوره مهارت سره مهار شول. د خلافت تر سقوط وروسته په تیره څه باندې یوه پیړۍ کې د ټولو جهادي خوځښتونو تر منځ یوازې اسلامي امارت وتوانید تر څو له افراط او تفریط څخه پرته یاد سیاست ته د عمل جامه ور واغوندي.

اسلامي امارت او سیاست یې له بل هیڅ نظام او سیاست سره د پرتلې وړ ندی. رهبري وتوانیده تر څو د تیر شل کلن جهاد هر ډګر د اسلامي شریعت په حدودو کې کنټرول او وګټي.
د بیلګې په توګه یې لیکم:
استخباراتي ادارې په نړیواله کچه ترټولو بدنامې او منفورې ادارې دي. پخپله خوښه اصول ټاکي او په باطلو لارو خپلو اهدافو ته د رسیدو کوښښ کوي. خو زما ښه یاد دي چې اسلامي امارت په یاده برخه کې یوازې د قرآنکریم په صریحو آیتونو، د رسول الله – صلی الله علیه وآله وسلم – په سیرت او د راشده خلفاؤ په تاریخ باندې اکتفاء وکړه او د خپل شرعي سیاست په رڼا کې یې داسې استخباراتي نظام رامنخته کړ چې دښمن یې وننګاوه او پخپلو موخو کې په تر ټولو غوره ډول بریالی شو.

لنډه دا چې د اسلامي امارت سیاست په غراء شریعت بناء او همدا یې د هر أمر مأخذ دی. د اسلامي امارت په رهبرۍ کې د تکړه علماؤ او فقهاؤ له شتون او په استخباراتي او جګړه اییز ډګر کې نړیوالو ته له ماتې ورکولو څخه د یاد سیاست وضاحت له ورایه ښکاري.

خاطره:
څلور کاله وړاندې چې د افغانستان اسلامي امارت د نړیوالو تر ډیر زیات فشار لاندې وو، زه د اسلامي امارت د رهبرۍ شورا له یوه غړي سره په مجلس بوخت وم. نوموړي په داسې حال کې چې د دوحې مذاکرات اوج ته رسېدلي ول، وویل:( همدا سپین سپېڅلی جهاد زما لپاره هر څه دی. زه د جهاد په لاره کې له هیڅ ډول ناروا سیاست څځه ګټه نه اخلم. نړیوال به مونږ تنازل ته اړ باسي تر څو پخپل سیاست او دیپلوماسۍ کې بدلون راولو، خو تاسې یاد لرئ چې دا به د دوی لپاره یوازې یو خیال پاتې شي.)

پای

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx