شعـــــرونه

شتمني

دادمحمد ناوک
پلارمې سوری سوری
شلیدلی واسکټ
نن بیا د مور مخې ته وغورځاوه
ـ هن! ها پخوانی پیوند يې بیا وشلید،
نن بیا څېرې شو
کشری ورور مې
خپلو همځولو کې
سپوڼ نه شي کوای
خور مې په هر واده کې
له خپلو ښکلو سینګاري همځولو
پټه ګرځي
د مور پیوند ـ پیوند ټکری
زما د خورکۍ
زره په ښه نه ورځي
د ادې چاودې چاودې لاس
د خان د ستړې مزدورۍ نښې دي
زه مې د پلار د اولادو مشر یم
سبا ته
د پوهنتون
په اول ساعت کې
سمینار لرمه
چې باید وغږېږم
په دغه لاندې موضوع:
«علم ستره شتمني ده!»

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x