ټولنیزه برخه

اشر

د،ب،هيښ

هره ټولنه کې ځنې دودونه او رواجونه شته چې دوام ، تقويه او وده ورکول يې د ټولنې او بشريت د پاره ګټور او په ټولنه کې د انساني روابطو د محکم کولو او د ټولنې د افرادو تر منځ د مينې ، احترام او ګډ احساس د منځته راتلو سبب کيږي .
هوښيار او بیدار ملتونه او زعامتونه يې د خپلې ټولنې ګټور-ملي دودونه تشخيصوي او د روزنې ، پالنې او پراختيا د پاره يې جدي توجه او کار کوي ، څو د دغه ارزښتناکه دودونو په مرسته داسې کارونه سرته ورسوي چې د ګټې نه ئې ټوله ټولنه مستفيده شي .

افغاني ټولنې هم پخوا ځينې ښه او ګټور دودونه لرل چې منفعت ئې ټولنې او چاپيريال ته رسېده . مګر بدبختانه چې د نورو نه د تقليدي او تحميلي کلتور په منلو زموږ د ډېرو قیمتی او ګټورو دودونو رول يا پيکه او يا بالکل نابود شو .

پخوانيو مطلقه ، پرازيتي او اولس ضد نظامونو زموږ ټولنه په ځان غوښتنې او د راکړه،لټۍ، تيار خوړلو او سوال ( دروېزې ) کولو په مرض اخته کړی ده . ټول د الف نه تر يا پورې يوازې د نورو نه د سخاوت ،خيرات او مادي امتياز په غوښتلو، اخستلو او تمه عادت شوي دي او د ورکړې ، مرستې او بې مزده ټولنيز خدمت کولو احساس په‌ کې کم شوي يا خنثا شوئ دئ .
زموږ په ځان د اتکا ، ابتکار او خلاقيت ذهنيت د استعماري -استثماري قدرتونو پراخه تبليغاتو او د هغوی د اجنټانو تحميلي سلطې سخت زيانمن او ضعيف کړئ دئ .

سوال کول او خيرات غوښتل زموږ په کلتور کې ستر عيب او بې همتي وه او دهر يوه سره دا فکر وو چې. :

د منت خواړه که مړ شم نه يې غواړم
که علاج لره مې راشي مسيحا هم

مګر د امريکايي اشغال سره د افغانانو دا غيرتي دود د دروېزې او فقر کولو په سياست او کلتور بدل او اوج ته ورسېد .

رقابت ، جنګ ، سيالي او تلاش فقط د اشغالګرو د کاسو په څټلو کې شول . نتيجه يې دا ده په سترګو عملاا وينو چې لوږه ، فقر ، بېکاري ، بې کسبي ، بیسوادی ، بېعلمي ، روحي او بدني مريضي او د جهان د ترقۍ او تمدن د کاروان نه وروسته پاته کېدل دي .

زموږ د ښو او انساني ارزښتونو نه ډکو دودونو نه يو هم اشر و .

اشر به د يوه خير د کار د پاره بې له اجورې او مزده په ګډه د ځوانانو ، مشرانو ،حتا ماشومانو او عامو-خاصو له لوري په ګډه د يوي اضطراري – ضروري ستونزې د حل کولو د پاره اجرا کېده . ملاصاحب يا د کلي مشر – ملک به مخته وو او مقتديان او کليوال به پسې وو .

مثلاا که په ژمي کې به د واورو له وجهې لويې لارې بندې شوې د محل او منطقې خلک به ټول د هغې د خلاصولو د پاره لاس په کار شول او دغه مشکل به يې په ګډه حل کړ . همداسې د سيلابونو له کبله به چې ويالې د خټو ډکې شوې په ګډه به ئې پاکې کړې او بندونه چې وران شوي وو بيا به ئې د تړلو بندوبست وکړ .

د لارو ، پلونو ، جوماتونو ، مدرسو او مکتبونو په جوړولو کې هم اشر مؤثر او غټ رول درلود .

په کلي کې به کومې کورنۍ چې بالغ او د ګټې نارينه نه درلود ، نو کليوالو به د هغې کورنۍ د خسو، بوټيو او سون موادو مشکل په اشر کولو سره رفع کړ او د لوونو او درمند په راټولو کې به ئې اشري مرسته ور سره کوله .

مانا اشر د عام المنفعه ، ثوابي او خيراتي خدماتي او عمراني کارونو د کولو د پاره يو ښه ژونددود ( کلتور ) او لاره وه .

دا ژونددود او دستور بايد را ژوندی شي ، تنظيم او پراخه شي او د عامه ګټورو کارونو په کولو سره د ټولنې د ځينو ستونزو د حل د پاره ورنه په محلي ښاري او ملي کچه استفاده وشي .

زموږ په ټولنه کې نمايشي او تقليدي کارونه ښه په شوق او جوش روان دي ، لکه مشاعرې جوړول ، جلسې دايرول ، مېټينګونه او مناظرې ترتيبول. رنګين او ځلوونکي ستيجونه ودرول شي . د ډېر ليرې ځايونو نه شوقيان او صوفيان ورته را روان وي ، مصارف هم وکړي او بس د څو شعرونو ويلو او غوړو – جذابو بيانونو په ورکولو شور او جوش جوړ کړي .لاکن څو ساعته وروسته شور په خاموشۍ بدل او ستيجونه ړنګ شي . تر بل کاله بيا د نارنج ، منې او بادام د ګل په تمه منتظر وي .

زه ددې کارونو مخالف نه يم ، ښه دي ، خو عملي ګټه يې نه محسوسيږي . هسې د تبليغاتي -احساساتي هياهوی او بیروبار ننداره وي د څو ساعتو د پاره ، چې د نمايش د اختتام سره کيسه هم ختمه او اثر يې هم ورک شي .

مګر اشر د عام المنفعه ، ثوابي او خيراتي خدماتي او عمراني کارونو د کولو د پاره يو ښه ژونددود ( کلتور ) او لاره ده ، چې هم مادي ګټه لري او هم معنوي .

د اشر د ژونددود د بيا رواجولو د پاره په اوسني وضعيت کې چې ټولنه د فقر سره مخامخ ده او د خدماتي او عمراني کارونو د پاره دولت او اورګانونه ئې پوره امکانات په لاس کې نه لري اشد ضرورت دئ ، څو ديوه لوري نه د دولت د اوږو مصرفي بار يوه اندازه سپک شي او د بل لوري نه د ټولنې ډ افرادو سره د عامه خدماتو د کولو مفکوره ژوندی او تقويه شي .

د اشر د جوړولو او په کار اچولو د پاره ترټولو زيات د روحانيونو ، مشاهيرو، استادانو ، دولتي عالي رتبه مامورينو ، اخلاصمنو ځوانانو او خويندو رول ډېر مؤثر او اغيز لرونکی دئ ،څو د‌عمل ډګر ته راووزي او د نورو د انسجام او هڅولو د پاره اقدام وکړي او د عامو خلکو په منځ کې د يوه عام المنفعه کار د کولو د پاره حضور پيدا کړي . په دې کار سره به د دوی رابطه د خلکو سره نوره هم قوي شي او د واقعي اعتبار او احترام وړ به هم و ګرزي ، همدا شان به د اشر نور ګډون کوونکو سره هم دا انګېزه او احساس پيداشي ، چې مشران ،امامان او لوړ منصب والا شخصيتونه د خير کار بې له مزده ، د ثواب او عامه ګټې د پاره کوي ، نو موږ ولې دا ثواب و نه ګټو او دا عام المنفعه کار کې برخه وانخلو .

د يوه عام المنفعه کار د کولو د پاره اشر جوړول او ترتيبول ډېر ساده دي او هیڅ مصرف نه لري . يوازې که د کلي ملا صاحب ، د ولسوالۍ ولسوال صاحب ، قومندان او قاضي صاحب ، د ښار ښاروال ، همداشان وزير صاحب ، رييس الوزرا او اميرالمؤمنين مټې راو نغاړي او اقدام وکړي ، نور خلک به په ډېر شوق او شور د دوی دغه اقدام بدرګه او برخه به په کې واخلي .

دولت بايد يوه ورځ په کال کې د اشر ډ ورځې په نامه اعلان کړي او د ښه اشر د پاره پوره تبليغات ورته وکړي ، د خير ، ثواب او ګټو په هکله يې د خلکو ذهنونه د وسيع شرکت او موثريت د پاره اماده کړي .

يوه ساده محاسبه ښيي چې د افغانستان د نفوس ( تخميناا ۳۵ ميليونه ) نه که ۲۵ ميليونه چې کاري وړتيا لري يوه ورځ په کال کې بې له اجورې د عامه ګټې په خاطر کار وکړي ، د معنوي ګټې ( خير ، ثواب او په ځان اتکا ) تر څنګ به ( ۲۵۰۰۰۰۰۰۰×۳۰۰=۷۵۰۰۰۰۰۰۰۰) افغاني يعنې ۷,۵ ميليارده مادي ګټه او پانګونه وشي . دا ډېر لوی رقم دئ د افغانستان غوندې يوه فقير هېواد دپاره او که په کال کې څو واره تکرار شي دا رقم به څو چنده شي ‌ .

په دې وروستيو کې يو شمېر بنسټونه د خيريه مرستو په نامه فعاليت کوي . د دوی کار هم د خيراتونو اوصډقو راټولول او بيا په مستحقينو ویشل دي . که دا کار په هر نيت کوي ، بد نه دئ ، خو دا کار د ټولنې په ګټه نه ، بلکې په تاوان دئ او تر کومه وخته به يې کوي ؟

بې وزلي او فقر په خيراتونو نه ورکيږي ، بلکې يو لوی تاوان يې هم ټولنې ته رسيږي چې خلک د تحرک ، ابتکار او کوښښ په ځای په خيرات خوړلو معتاد کوي .

موږ بايد نور د پرازيتي او طفيلي ژوند نه د کار او فعاليت په وسيله د خپلو مصارفو د پوره کولو فکر په ځان او ټولنه کې خلق کړو . دا منم چې د تېرو نظامونو او بې فکره ،بې احساسه ، ځانغوښتونکو او نفسپر سته تش په نامه مشرانو د غفلت او خيانت له وجهې وروسته پاته يو ، نه عصري ماشينري لرو او نه لکه د عربو د تېلو چينې . خو موږ بشري فزيکي او فکري استعدادونه لرو چې په کار اچولو او په ځان د اتکا په باور کولئ شو چې د وړو وړو کارونو په کولو د لويو کارونو د پياده کولو جوګه شو او په تدريج سره د خوارۍ او احتياج نه خپل ملک اباد کړو او د يوه طفيلي او مصرفي حالت نه په توليدي ، خلاقه او مرفه ټولنه ځانونه بدل او د نړیوالو سره د سيالۍ په کتار کې ودرېږو .

امېد دئ چې د اشر د ژونددود ( کلتور ) د رواجولو او ژوندي کولو د پاره افغانان څه فردي او څه ټولنيز او دولتي سطحه توجه وکړي او د دغه قیمتي او بې مصرفه افغاني او انساني ارزښت نه ګټه پورته کړي .

والسلام

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx