افغانستان

ایمل فیضي: د ملکي تلفاتو په خاطر مو امریکا سره تړون لاسلیک نه کړ

نن ټکی اسیا (سه شنبه، زمري ۲۱مه، ۱۳۹۳ل): د ولسمشر حامد کرزي ویاند ایمل فیضي وايي چې دوی د عامو افغانانو د وژنې په خاطر له امریکا سره امنیتي تړون د لاسلیک نه ډډه وکړه.
ایمل فیضي دغه څرګندونې وروسته له هغه وکړي چې د بښنې نړیوال سازمان په خپل راپور کې په تېرو پنځو کلونو کې امریکایان د زرګونو عامو افغانانو قاتلین وبلل.
له ارګه خپره شوې خبرپاڼه د ایمل فیضي له خولې لیکي، چې د امریکايي ځواکونو له لوري په عملیاتو کې د عامو وګړو وژنه د امریکا او افغانستان په اړیکو زیات اغېز کړی دی.
د بښنې د نړیوال سازمان په خپاره شوي راپور کې ویل شوي دي. چې په تېرو پنځو کلونو د زرګونو عامو افغانانو په منځ کې تر پنځوسو ډېر ماشومان او امیدوارې مېرمنې شاملې دي.
له بله اړخه د ایساف ځواکونو دغه راپور په غبرګون کې په خپره کړې اعلامیه کې ادعا کړې ده، چې دوی هڅه کوي چې عامو افغانانو ته تاوان ونه رسېږي. د دوی په خبره د دوی له اړخه په عامه تلفاتو کې اووه اویا سلنه کمښت راغلی.
په ورته وخت یوازې په تېره اونۍ کې د امریکايي بې پیلوټه الوتکو په بریدونو کې د نورستان د کامدېش په کشتوز سیمه کې پنځوس تنه ملکي وګړي شهیدان او سلګونه نورټپیان شوي دي.چې سیمه یېز چارواکو یې هم پخلی کړی.
یاده دې وي چې د امریکا او افغانستان ترمنځ امنیتي تړون ته عام افغانان په ښه سترګه نه ګوري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد

دا درواغ دی تاسو خپله د ملت مخور ، پوهان او مجاهدین ددوی په لاسو یا نورو دسیسو وژنۍ تاسو ته نور ستاسو بادار چوکۍ نه درکوله که نه ملت به مو ورته قربان کړۍ وای لعنت الله علی المنافقین

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x