
اولس له نظامه څه غواړي؟
لیکنه : عبدالجبار وحدت
د مقدمې په ډول باید يادونه وکړم، چې د کعبې په رب لوړه کوم ، چې زړه مې درد کوي، نه پیغور ورکوم، نه شخصي خصومت یا مخاطب لرم ، بلکې اسلامي، وطني، ټولنیز او وجدانی پور یې ګڼم.
دا چې د مسلمانانو د ملک ټولې چارې( اقتصادي، سیاسي، ټولنیزې) د منظمېدو او منسجمېدو په پار د منظم اسلامي ، ژمن او تخصصي نظام ایجاب کوي، له نېکه مرغه چې د هېواد په سراسر کې د امن ټغر غوړېدلی دی ، د شرعي حدودو تطبیق، پانګونه او د ملک په سطحې ټولیزې چارې تر بل هر وخته په ښه ډول تر سره کېدی شي،ممکن د نظام چارواکې تر موږ په دې مسائیلو ښه پوه شي، مګر د حسن نیت په پار موږ دا ورته په ګوته کوو ، چې ولس له نظام څخه څه غوښتنې لري؟ تر څو د ولس د رضایت سبب وګرځي ،که دا هرڅه په شرعي ډول تر سره شي، په نهایت کې د اولسونو او د رب تعالی د رضا باعث کېږي.
راځم اصل موضوع ته چې ولس څه غواړي؟
1. د ټولو شرعي حدودو بشپړ تطبیق پرته له استثنا
2. په استخدام، قضا ، مالیاتو او بالاخر په هره برخه کې د عدالت پلي کول.
3. د بهرنیو د هر ډول ( سیاسي ، اقتصادي،فکري) استعمار ، استثمار او استحمارولوڅخه خلاصون
4. سراسري امنیت تامینول
5. عمري عدالت پلی کول
6. زورواکې او دیکتاتوران مهارول
7. ګاونډیو هیوادونو سره د سیال په حیث برخورد کول
8. د هېواد د ټولو بېخبیناوو له سره رغول
9. د ولس اواز اورېدل
10. د هیواد له سرحداتو څخه په مېړانه دفاع کول
11. د ډیورنډ په شان فرضي کرښو په سر د هیڅ ډول معملې نه کول
12. په ټولو مالي چارو کې بشپړه روڼتیا او ولس ته حساب ورکول
13. د ولس د ستونزو په چټک ډول حلول
14. په ادارو کې د مراجعینو سره نېک او ښه برخورد کول
15. د محرومې او ناهیلې طبقې چې په تېرو نظامونو کې یې هیچا پوښتنه نده کړي ، لاسنیوی کول.
16. پرته له تفکیکه ( تېر نطام او او سني نظام)د دوی د یتیمانو او بې سرپنا کونډو ، رنډو او په ملا کړوپو سپین سرو او سپین ږیرو پوښتنه او پالنه کول
17. د ولس مشورې ته غوږ نیول ، او د اهمو برخو تطبیق
18. د ولس د لوېدلي مورال را پورته کول
19. د دوی د حیا ، پت او عزت پوره ډاډ ورکول او ساتل ( الحمدلله)
20. لومړیتوبونه مشخصول او تر لاسه کول
21. اقتصادي وده او غربت په کلي ډول ختمول
22. متوازن اقتصادي انکشاف رامنځته کول
23. بهرنۍ تجارتي اړیکې له سره رغول ، تر څو یو ځل بیا د هیواد کارګره قوه په اعظمي ډول په کار بوخته شي.
24. د هېواد په داخل کې کارځایونه جوړول او پراخ استخدام رامنځته کول
25. د هیواد د دفاع په پار د منظم ځواک رامنځته کول.
26. د ولس بچیانو( نارینه او ښځینه) ته د شریعت په چوکاټ کې د هېواد په سراسر کې دیني او عصري علم،تعلیم او تحصیل زمینه سازي کول.
درنښت