ټولنیزه برخه

ځيني زدکونکي ولي زدکړو ته شا کړي؟

حسان مجاهد

نن اکثره زدکونکي تر ډيره زدکړې وکړي، د زدکړي لپاره خورا ښه لګښت هم وکړي، خو له څو مودې وروسته خپلو زدکړو ته شا کړي او په دنياوي چارو بوخت شې او دعلم/کمال هغه ستره تمه چې دی او قریبان يې ثمرې ته انتظار وي يوازي په حسرت بدله شي. زما په نظر له علم څخه دزدکونکي دشاتګ درې عمده عوامل دي.

۱_ علمي ذوق نه لرل:

د زدکونکو په زړونو کې دعلم اهميت خاص قدر نه لري، دوي ته دنیوي چارې او سبقونه ويل يو برابر دي، نو که يوه ته درسیدا په موخه بل پاتې شي، څه پروانلري. اسلاف دعلم په ارزښت ښه پوه و، هغوي به دلږ اندازې علم پسې تر غرونو او دريابونو اوښتل، جابر بن عبدالله( رضی الله عنه )له عبد الله بن انيس( رضی الله عنه)څخه ديو حديث دزدکړي لپاره يوه مياشت پياده مزل وکړ، ابو ايوب انصاري (رضی الله عنه) له مدينې څخه مصر ته سفر ځکه وکړ؛ چې له عقبه بن عامر (رضی الله عنه)څخه يو حديث وپوښتي. نو هغوي علمي ذوق او جذبې دې ته رسولي و، چې دعلم په لاره کې يې موانع او تکاليف په هيڅ بلل او له دې لارې څخه چا نشو زړه توري کولای، نو که نن زدکونکي هغه شان علمي ذوق او جذبه ولري او دزدکړي په فائدو او قدر اګاه شي، بيا به هيڅ کله زدکړي ته شا نکړي.

۲_ دعلم لپاره يوازي ذهانت معيار بلل:

ځينې کمزوري او غبیان زدکونکي وروسته له دې چې خپله ذهني کمزوري درک کړي او دهم صنفيانو ملګرو او کورنۍ غړو له لوري ورته دټمبلي، کم ذهني اوپاتې والي تانې(پیغورونه) ورکول کيږي، نو دوي له زدکړي زړه ماتي شي، خو الله تعالی چې وغواړي، چاته علم ورکړي؛ بیا د سړي ذهانت او قابليت ته نه ګوري، بلکه په هغه انسان کې دعلم دحصول پوره صلاحيت پيدا کوي. خو له دې وروسته چې بنده به خپل ټول وس دعلم په طلب کې صرفوي، هدف ته درسیدو به پوره ليوالتيا او حرص لري، مايوسي او بې همتي به نلري بيا که سړی هر څومره غبي او کمزوری وي، الله تعالی يې په خپل ځانګړي فضل سره تر يو ځايه رسوي؛ ځکه يوازې ذهانت نه، بلکه دالله تعالی فضل هم دعلم ستر معيار ده. ګڼ شمېر اسلاف داسې و، چې په ابتدا کې ډېر کم ذهنه او غبیان و، خو وروستو کې يې دخپلو کوښښونو او علمي ذوق او شوق په نتيجه کې ددين د اشاعت، دعوت او دفاع په لاره کې داسې حيرت انګيزه کارنامې وکړي، چې هميشه به اسلامي امت ورباندې وياړي‌، دا ځکه چې يوخوا هغوي دالله تعالی له فضله نه و مايوسه او بل يې هدف ته درسیدا لپاره خپل ټول وس او وسايل کار کړي و.

امام ابو يوسف رح غوندي شخص ته امام ابو حنیفه رح وايي: « ته ډير کم ذهنه وې، خو خپل کوښښ دې ځای ته راورسولې!» (تعليم المتعلم)

امام طحاوي رح په ابتدا کې دخپل ماما امام مزني رح (چې دامام شافعي ممتاز شاګرد او دفقه شافعي له بانيونو څخه ده) درس ته کېناستل، يوه ورځ يې په درس کې په يوه مسأله دپوهې لپاره بار بار وپوښتل، خو بيا هم پوه نه شو، امام مزني رح ور ته کړه: په الله قسم ستا به هيڅ نه شې زده! امام طحاوي رح له دې واقعې دمتأثرکیدا هم مهاله دمزني رح درس پرېښودل او د حنفي عالم ابو جعفر ابن ابي عمران درس ته کيناستل، امام طحاوي رح ته رب په خپل محنت سره په فقه کې ستر مهارت نصیب کړ او تر خپلو هم عصرو يې سبقت وکړ، يوه ورځ دامام مزني رح په قبر تيريدو او ويې ویل: الله تعالی دي په ده ورحمیږي، نن که ژوندی وای دخپل قسم کفاره به يې ادا کړې وای. (تذکرة المحدثېن)

علامه سعدالدين تفتازاني رح هم په ابتدا کې ډیر کم ذهن انسان وو خو …… وروسته دخپل کوښښ او علمي ذوق په نتیجه کې الله تعالی لوی علم ورکړ.( اسلاف کے طالب العلمانہ زندگی)

دعلم نحو ستر امام يحیی نحوي لومړی يو کښتۍ وان و، خو کله چې علمي شوق ورسره مل شو، نو له دې سره چې دکښتۍ چلولو نه بغير يې بل څه نه و زده او عمر يې له څلویښتو کلونو اوښتی و؛ دعلم په طلب کې يې خپل محنت ټول صرف کړ، تر دې چې په نحو کې يې د امامت درجه ترلاسه کړه.

۳_ دريم عامل دشروطو نه مراعاتول:
داچې بعضو زدکونکو دعلم شروط او آداب نه وي لحاظ کړي نو ځکه يې الله تعالی له خپل لوی فضل (علم) څخه بې برخې کړي، دعلم په شروطو کې درې مهم شرطونه لومړی داستاد احترام، دوهم ادب او دريم پوره تقوا اختيارول دي، چې ډير وخت ددې دريو په نه مراعاتولو سره زدکونکی له علم نه محرومه پاتې شي.

اللهم انا نسألک علما نافعا وعملا متقبلا. امين يارب العلمين

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx