ټولنیزه برخه

د ژوند الف با تا

ضیاء الحق ظهیر

انسان الله جل جلاله په ټولو مخلوقاتو کی اشرف المخلوقات پیداکړی دی په دی مانا چی هم یی عقل ورکړی او هم شعور په دی سربیره یی ښه ونه ورکړی چی په ټولو مخلوقاتو باندی غوره دی، د پیدایښت نه وړاندی یی ورته د ځمکی د خلافت ورکولو ویلی وو خو ملائکه وو ویلی وو چی دا مخلوق به په ځمکه کی فساد وکړی او وینه به توی کړی خو د الله جل جلاله فیصلی بیلی دی. زمونږ د خوږ پیغمبر محمد صلی الله علیه و سلم له رویه یی ځمکه، آسمانونه او ځه چی پکی دی پیدا کړل، آدم علیه السلام او بی بی حوا یی پیدا کړل او په ټولو شیونو یی ورته علم ورکړ، په جنت کی یی ځای ورکړ او د خپل امر د منلو یی ورته سپارښتنه وکړه خو دا چی د شیطان لعین د درواغجنو وعدو ښکار شو او په سهواً ورنه د غنم دانه وخوړلی شوه د الله جل جلاله په امر ځمکی ته راکوز کړلی شول.

کله چی زمونږ خوږ نبی محمد رسول الله صلی الله علیه وسلم په پیغمبرۍ مبعوث شو نو لومړی هدایت یی اقراء ( ولوله ) وو او آسمانی کتاب قرآنکریم زمونږ د ژوند تیرولو لپاره یو ټولیز قانون دی چی د ژوند په ټولو چارو کی یی د عملی کولو امر شوی تر ټولو ښه یی دا چی په دی احکامو باندی عمل کوونکی به جنت ته داخلیږی هغه ځای چی تر اوسه د انسان پنځه ګونی حواس د هغه د خوندونو څکلو په اړه هیڅ نه شی حس کولای او نه عمل کوونکی بیا داسی ویروونکی ځای ته تلونکی دی چی تکلیفونه یی هغه شان دی چی انسان یی د برداشت وس نلری.

انسان د پیدایښت سره سم په ترتیب سره C’B’A زده کوی. دا چی C’B’A په څه مانا لاندی به یی ولولو:

 Attitute=A ( برخورد ) ( عکس العمل )

 Beheviore=B ( روش ) ( تګلاره ) ( طریقه )

 Culture=C ( فرهنګ ) ( رواج ) ( دود )

انسان هغه که نارینه وی یا ښځینه په لومړی کی د خپلی کورنۍ د غړو او نورو اطرافیانو برخورد د ځان او نورو په مقابل کی وینی او همدا برخورد بیا په عمل ( کور، کلی او اطراف ) کی د موجوده څیزونو په مقابل کی کاروی او دا عمل کرار، کرار په فرهنګ اوړی. اولین ټکی برخورد دی چی د شخړی( منازعی ) مخه نیسی او شخړه منځ ته راوړی.

افسانه:

د تیرو پیړیو یوه افسانه ده وایی د یوی منطقی خلکو به خپل زاړه پلرونه د لوړ غره څخه لاندی راغورځول چی دا کړنه تر پیړیو پیړیو په دی خلکو کی همداسی پاتی شوه او په یو فرهنګ بدل شو په دی وخت کی یو ځوان خپل عمر خوړلی پلار په شا تر هغه غره پوری ویوړ چیرته چی د غورځولو ځای وو، په همدی وخت کی د زاړه پلار له سترګو اوښکی روانی شوی چی په لیدو ورنه خپل زوی پوښتنه وکړه چی ولی ژاړی. پلار یی ورته وویل زما ښه یاد دی ما خپل پلار له دی ځای ښکته ګوزار کړی او یو وخت به راشی چی تا به خپل اولادونه له دی ځایه غورځوی. په همدی خبره یی زوی خپل پلار له ځانه سره کورته راوړ کله چی خلک خبر شول نو هغه یی یو بی غیرته او د خپل فرهنګ څخه ګرځیدونکی وباله خو هغه ځوان قناعت ورکړ او دا ټولنه یی له دی بد فرهنګ څخه وژغورله.

دا افسانه د ژوندانه په CBA پوری ښه پرځای بحث دی.

تنکی ماشومان هغه څه چی اوری، ګوری هغه د خپل ځان لپاره الګو نیسی، د یوی سالمی او اسلامی ټولنی تنکی ځوانان د اسلامی برخورد، روش او فرهنګ مدعیان باید وروزل شی د غرب او سیکولر نړۍ هغه هځی چی د اسلامی اساساتو خلاف یی کوی، پالی او پلی کوی کولای شو د همدی لاری ورته نه ووایو او په مخ کی یی خنډ شو تر څو د بی دینیو څخه پاک او سوچه فرهنګ ولرو.

مننه

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
شفیق الله

باالکل ښکلی لیکنه اوښکلی معلومات :
موږبایدخپل نوی نسل اوخپل اولادونه په دینی روحیه سمبال کړو،ترڅودغربیانودشومودسیسوڅخه په امن کی واوسو………

حامدالله

په زړه پوری معلومات الله ج د اجر درکړی په ګوتو مو برکت شه قلم مو وځلیږه

Hijratullahkhaksar

بلکل ظهیرورورالله ج انسانان په خپل قدرت سره پیداکړی
آیت قرآنی دی چی ویلی یی دی پکی مانه نه دی پداکړی انسانان او پیریان مګرپیداکړی می دی دعبادت لپاره نو موږته لازمه ده چی څه رقم لازمه ده هغسی دلوی مهربانه ذات عبادت وکړو

محمدعثمان الماس

د ګران ظهیر صیب د دغه ژورې او په ځای لیکنې په لوستلو سره مې بدني شوک وخوړلو او په چاپیریال کې د عمل او عکس العمل په رابطه د دریو په زړه پورې معقولو چې A. B. C ئې په یوه مفهوم سره د پیل توري تشکیلوي په رابطه د لمړي ځل لپاره و پوهیدلم. په ځای هڅه ئې کړې وه او د خپل معرفت په قوت ئې ښه استدلال زمونږ او ستاسو ټولو مخې ته اېښودی دی چې ډیر څه ترې زده کیږي. رښتیا ده که زموږ برخورد، روش او فرهنګ زمونږ په روح او روان کې داسې… نور لوستل »

Back to top button
4
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx