افغانستان

ناټو: ژر به د خپلو ټولو پوځیانو د ایستلو پرېکړه وکړو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، زمري ۲۰مه، ۱۳۹۳ل): د ناټو سر منشي وايي چې که په افغانستان کې ټاکنیزې ناندرۍ تمامې نه شي، دوی به د خپلو بشپړو وتلو پرېکړه وکړي.
د ناټو سرمنشي اندریس فوګ راسموسن له رویټرز خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي دي چې که د افغان ټاکنو ستونزه هواره نشي او راتلونکی ولسمشر د بهرنیانو د پاتې کېدو لپاره تړون لاسلیک نه کړي، دوی به د دې کال تر پایه ټول ووځي.
د راسموسن په قول که په افغانستان کې د ناټو د موجودیت لپاره قانوني حیثیت نه وي دوی به لاړ شي.
نوموړي له رویټرز سره په خبرو کې په ډاګه کړه چې د ناټو په راتلونکې سرمشریزه ناسته کې باید افغان لوری د ناټو د پاټې کېدو لپاره تړون لاسلیک کړي.
د افغانستان په باب د ناټو وروستۍ سرمشریزه ناسته به د سپټمبر په لومړۍ اوونۍ کې د بریتانیا په ویلز کې جوړه شي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او ارګ هم له دواړو نوماندانو غوښتي وو، چې د ناټو تر دې ناستې باید نوی ولسمشر د لوړې مراسم ترسره کړي او په دې ناسته کې باید نوی ولسمشر د افغانانو استازیتوب وکړي.
ټاکل شوې ده چې د رایو پایلې به د روانې میلادي میاشتې تر پایه اعلان شي.
له بله اړخه له ارګه خپره شوې خبرپاڼه وايي چې له بهرنیانو سره د تړون د نه لاسلیک اصلي علت د عامه تلفاتو ډېرښت و.
د جمهوري ریاست ویاند ایمل فیضي ویلي دي چې د ناټو ځواکونو له لوري د عامو وګړو وژنه د افغانستان او امریکا په اړیکو خورا اغیز کولای شي.
د بښنې د نړیوال سازمان په راپور کې ويل شوي دي چې بهرنیو ځواکونویواځې په تېرو پنځو کلونو کې زرګونه عام افغانان چې امیدوارې مېرمنې او ماشومان هم پکې شامل دي وژلي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x