دیني، سیرت او تاریخ

راځئ چې د واقعي او جعلي پيرانو تر مينځ توپير وکړو!

ليکوال: فضل شاه افضلي

د متشارع پير شرائط:

1. متشارع پير/مرشد به ظاهرا يې د شريعت مطابق وي، يعنې د ارشاد لپاره يې علم ظاهر پۀ مفروضه اندازه شرط دی، خو د ولايت لپاره شرط نۀ دی.

2. زړۀ به يې هر وخت د الله تعالی پۀ ذکر مصروف وي، يعنې مذمومه اخلاق به يې پۀ محموده اخلاقو بدل شوي وي.

3. د مشائخو سلسله به يې تر نبي کريم صلی الله عليه وسلم پورې رسيدلي وي.

4. ارشاد، يعنې د پير جوړیدلو اجازه به يې تر بل متشارع پير اخيستې وي.

5. د نفس او د زړۀ فناء به د انانيت او کومې شايبې پرته ورته حاصله وي.

6. کسب او سلوک به يې تر ولايت کبری پورې طی کړي وي.

7. چې يو مخلص مسلمان ورسره کيني، زړۀ ته به يې د الله تعالی جل جلاله مينه، ميل جذب او حضور حاصليږي.

8. د مريد روح به پۀ فناء في الله سره وژلی او پۀ بقاء بالله سره ژوندی کولی شي، يعنې متشارع پير بايد دا قوت ولري چې خپل مريد به پۀ فناء في الله او پۀ بقاء بالله سره مستعد کولی شي؛ ځکه د دې وظيفې پير کامل بإذن الله متکفل دی، چې خلق(مخلوق) وحق (خالق جل جلاله) ته وصل کړي.

9. کامل پير بايد د جذب او سلوک پر دولت استقلالا مشرف او دولتمن شوی وي او د فناء في الله او بقاء بالله سعادت څخه به برخمن وي.

10. د أهل السنة والجماعة پر عقيده به راسخ او محکم وي، د اهل بدعت او اهل هوا لۀ عقايدو به بيزاره وي او پۀ نادر او شار روايت به عمل نۀ کوي.
که پورته شرطونه پکې موجود نۀ وي، نو دې ته پير ناقص او غير متشارع وايي، چې د أهل الحق پۀ آند ترې ځان ساتل دومره ضروري دي لکه د يو وږي زمري څخه ځان ساتل چې ضروري دي.

اداب المخلصين(۶۰)

پۀ دې وروستيو څو ورځو کې پۀ ټولنيزو رسنيو کې د ځينو نام نهاده پيرانو ويډيوګانې ښکته او پورته کیږي، چې پۀ دې سره د واقعي او الهي مرشدينو نوم بد معرفي کيږي او خلک پۀ لوی لاس د لامذهبۍ او وهابيزم پۀ لمن کې لويږي، چې دا د اهل السنة والجماعة د عقيدې سره لويه جفا ده.

يادونه: د فقط نسبي پيرۍ او مريدۍپۀ باب به د عاجز بنده پۀ بله ليکنه کې وضاحت ورکول شي.
إن شاءالله تعالی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx