شعـــــرونه

د عشق سفر

راشد کامران

سفر د عشق پيل شو، په کفن کې له ميقاته

ببر سر مینان دي له حرم تر عرفاته!

زما د فکر ټاله! يو دې وړم کومې دنیا ته

را ياد دې لسم کال کړ، ای شیرینه التفاته

له هرې هسکې، ټيټې د تکبير، تسبيح غږونه

قرآن په زمزمو دی له انفاله تر براته

بیا عرش، د رب د سټړيو ميلمنو په ننداره دی

سلګۍ دې یو تر بلې وړاندې کیږي، ځي سما ته

حج څه دی؟ د خليل او د زبيح د وفا نوم دی

ملت ته تر قیامته ادا ګانې دي ور پاته

حج څه دی؟ د خليل بابا اعلان ته اجابت دی

پښې هم په هغه لور ځي چې نصیب وي کومې خوا ته

اولاد د اسماعیل یې دی د مینې پوروړی

پیغام د هاجرې وايه، صفا ته او مروا ته

خلاصه د کائناتو او زبده د مخلوقاتو

کعبې د فضیلت تاج ور په سر کړلو صحرا ته

هر دم په عقیدت او هر قدم په احترام

درودونه، سلامونه د حسن، حسین بابا ته

راشده! د دیدن تنده دې ماته په زمزم شه

رنځور ارمان دې ورسېږه کلي د شفا ته

۱۹ ذي القعده ۱۴۴۴

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx