نظــر

د امت لورگانې او د هغوی حقونه

ليکنه: محمد يعقوب نائل

که د اسلامي تاريخ پاڼې واړوو، نو موږ به ووينو چې د جنگ په ميدان کې يې د مجاهدينو سره اوږه په اوږه مرسته کړې، زخميانو ته يې پټۍ کړي، هغوی ته يې اوبه ورکړي.

هغوی تجارت هم کړی، مشري يې هم کړې، کورونه يې هم ساتلي، په علم او ادب کې يې لوړ مقام هم حاصل کړی.

دوی هغه مسلمانې خويندې وې چې د مظلوميت په زنځيرونه کې تړل شوي نه وې، بلکې خپل ژوند يې د نورو لپاره نمونه گرځولی وو، الله تعالی د انسانيت پيدا کولو/ تخليق لپاره د ښځې انتخاب کړی، د پوهانو او علماوو فريضه ده چې ډېر زر ښځې هغه مقام ته ورسوي چې دين ورکړی، ددې لپاره چې په ټولنه کې د بې اتفاقی ټغر ټول او يوه افغانه خور خپل منصب او مقام وويني.

په اسلام کې ښځه مختلف حالتونه لري، کله مور وي، کله خور، کله لور وي او کله مېرمن، شپه او ورځ په ژوند کې خپله دنده ترسره کوي، کله د کور په انگڼ کې کار کوي، کله د کورنۍ لپاره د روزی گټلو په خاطر له کوره بهر وځي.

په ټولنه کې نارينه او ښځه د يو موټر دوه پايې دي، خو ددې ټولو حقيقتونو باوجود د ظلم ښکار وي، حال دا چې اسلام دوی ته ټول حقونه ورکړي، په ميراث کې يې دوی ته برخه ورکړې چې ادا کول يې فرض دي، د تعليم او پوهې حق يې ورکړی تر څو ددې له برکته ټولنه هوښيار بچيان وزېږي، ښه پالنه يې وکړي، انسانيت ورزده کړي، رسول الله -صلّی الله عليه وسلّم- واضح اعلان کړی چې: “جنت د مور تر پښو لاندې دی”، تردې پورې چې د قيامت په ورځ به د مړو راپورته کولو لپاره د مور په نوم اواز کېږي.

خو نن د امت همدا لورگانې، خورگانې او مورگانې د محرومی او نا اميدی ښکار دي، بيخي د حيرانتيا خبره ده چې زموږ په ټولنه کې د ښځينه تعليم فيصدي ټيټه ده.

هيله ده چې په ټولنه کې ښځه نور ځان مظلومه ونه ويني.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx