ادبي لیکني

ځانځاني ښامار ته یوه کتنه

مرسل امیري یم پښتو ادبياتو ماستره او پوهنتون استاده.

سید بهاوالدین مجروح:

پوهاند سید بهاوالدین مجروح چې افغان فیلسوف، شاعر، ادیب، دیپلومات، او سیاستپوه و.دغه سترشخصیت د سید شمس الدین مجروح زوی په (۱۳۰۶هـ ش) کال د کونړولایت د اسمار ولسوالۍ د شینکوړک په کلي کې زېږېدلی دی. لومړني زده کړې یې د کلي په جومات کې وکړې، له لومړنیو زده کړو وروسته له خپل پلار سره کابل ته راغی او رسمي زده کړې یې په (۱۳) کلنۍ کې له څلورم ټولګي څخه پيل کړې؛ په ( ۱۳۲۹ ل) کال کې له دغې لیسې څخه فارغ شو، په (۱۳۳۱ل) کال کې د لوړوزده کړو لپاره فرانسې ته ولېږل شو، ده تر ( ۱۳۳۷) کاله پورې د پاریس په سوربن او بیا د مونت پلیه په پوهنتونونو کې خپلې لوړې زده کړې د ارواپوهنې او فلسفې په څانګې کې د مافوق لیسانس تر درجې پورې سرته ورسولې، په همدې لړ کې یې الماني او انګریزي ابیات هم ولوستل. پوهاند مجروح په ( ۱۳۳۷ل ) کال کې هېواد ته راستون شو چې لومړی کابل پوهنتون ادبیاتو په پوهنځي کې استاد شو او ورسته د دغه پوهنځي ریس هم شو. مجروح صاحب په ( ۱۳۴۲ل) کال کې د کاپيسا والي په توګه یو کال دنده وکړه. په (۱۳۴۳ ل) کال په المان کې کلتوري نماینده وټاکل شو، چې ښاغلي مجروح د رسمي دندې ترڅنګ د المان په مونت پليه پوهنتون کې دکتورا پیلاو په ( ۱۳۴۷ل) کې دغه پوهنتون څخه د ادبیاتو او فلسفې په څانګې کې د دکتورا واخیستله.په ( ۱۳۴۷ل) کال کې بېرته هېواد ته راغی او خپل پخوانۍ دنده یې پیل کړه. استاد مجروح له ( ۱۳۵۱ ـ ۱۳۵۲ل) کې د افغانستان د تاریخ د ټولنې ریس و او ( ۱۳۵۲ ـ ۱۳۵۸ل) کلونو کې د ادبیاتو په پوهنځي کې د فلسفې استاد و. په همدغه کال کې کله چې روسان په هېواد راننوتل نو پوهاند مجروح پېښور ته کډه وکړه. هلته یې د ( افغان اطلاعتي مرکز) به نوم یو دفتر جوړ کړ او ددغه د فتر له لارې یې نړیوال د افغانستان له دننه حالاتو څخه خبرول.د افغانستان په اجتماعي حالاتو به یې تبصرې او تحلیلونه کول، په نړیوالو کنفرانسونو کې به یې خبرې کولې. پوهاند مجروح خپل ژوند د علم او پوهې په خدمت کې تېرکړ. کله چې ده په پېښورکې خپل فرهنګي کارونه په مخ بیول نو په دې وخت کې د سخت دریځو مجاهدینو او پاکستان د څارګرې ادارې ( آی اس آی) نظرورباندې و. د ده فرهنګي کارونه چې د کډوالو په منځ کې د ملي روحیې پياوړي کول و نو د پاکستان د استخباراتي کړیو په وړاندې یو لوی ګواښ و، چې هغوی هېڅکله د افغانانو ویښېدل نه غوښتل نو ځکه د نورو تروریستي کړیو سره یو لاس شول او کله چې مجروح صاحب له خپل دفتر څخه راووته نو په( ۱۳۶۷ل) کال کې د نامعلومو کسانو له خوا په شهادت ورسید.

د مجروح صاحب لیکل شوي اثار:

۱ـ اژدهای خودی

۲ـ ځانځاني ښامار

۳ـ د جبراو اختیار ډیالکټیک

۴ـ صوفي او نوې دنیا

۵ـ زردشت وویل داسې

۶ـ نا اشنا سندرې

۷ـ د ځان تربیه زموږ په روانشناسۍ کې

۸ـ بودا چنین ګفت

۹ـ دشمن را بشناسید

۱۰ـ منازل السایرین یا صدمیدان حکیم سنایی

۱۱ـ پیام صوفی بت شکن به بت پرستان قرن بیست

۱۲ـ سید جمال الدین و برخورد شرق و غرب

د ځانځاني ښامار سبک

سید بهاوالدین مجروح اصلي مسلک فلسفه و خو په ادبیاتو کې یې هم پوره لاس ګرځېده، چې له هغه جملې څخه یو هم ځانځاني ښامار دی، مجروح صاحب ته یې ډېر شهرت په برخه کړی ځکه د دغه اثر په لیکلو سره ادبیاتو کې هم په لومړي لیکه کې ودرېده. ځانځاني ښامارپه روحي مسایلو ولاړ دی، چې فلسفه سیاست او ادب هم ورسره ګډېږي اوداسې یواثررامنځ ته کېږي چې پخوا موداسې څه نه درلودل. دغه کیسه د ازاد شعر په قالب کې بیان شوې ده، چې د همدې کیسې لپاره مجروح یو نوی سبک رامنځ ته کړی دی نو ویلی شو چې په پښتو ادب کې د دې کیسې شکل او محتوا دواړه نوي دي. دلته د ښاغلي مجروج خپله وینا چې د دې اثرد سبک په اړه یې ویلي راوړل لازم ګڼم، مجروح صاحب وايي: د شکلیاتو له پلوه اژدهای خودي په دري کلاسیک نثر لیکل شوی دی او په پښتو کې د ښاماردمطالبو دبیان لپاره د پښتو ژبې د اصلي روحيې سره سم یو خاص قالب او نوی چوکاټ جوړ شوی دی. د ځانځاني ښامار ژبه نه نثر ده چې وزن ولري او نه نظم ده ځکه چې د قافیو او ردیفونو مراعات پکې نه دی شوی او نوی شعر ورته ویلای شو مګر دا چوکاټ د اوسني نوي شعرونو تقلید نه دی. بلکې د دې چوکاټ په جوړښت کې د پښتو د شفاهي ادب د ځينو اشکالو څخه او د پښتو د لیکلي ادب د ځينو زړونثرونو څخه الهام اخیستل شوی دی. په دې اساس ویلی شو، چې د ښامار سبک داسې یو سبک دی، چې د اوسنۍ نړۍ د نوي شعر بڼه لري او د پښتو ژبې په شفاهي او لیکلي ادب کې پخې ریښې لري؛ که څوک د ټکو خج او د عباراتو صحیح تلفظ ته دقت وکړي نو دا مجموعه به سرترپایه د یوساده روان او ازاد شعرپه شان ولوستلی شي ځکه هڅه شوې ده چې په عبارتونو کې یې هېڅ سکتګي نه وي او هره جمله په (۴) په (۸) ياپه (۱۲) اویاهم په (۱۶) سیلابونو درېږي د ښاما ر اصلي او بنیادي وزن څلور سیلابي موزونه جمله ده، چې بیا څلور سیلابه پرې اچول کېږي،چې کله ترې اته سیلابي، کله دولس او کله هم شپاړس سیلابي جملې ترې جوړيږي.

د ښامار کیسه

استاد مجروح ځانځاني ښامار په پرولوګ( لومړنۍ خبرې) پیل کړی، د یوه فیلسوف نظر راوړي، (ترکله چې دا ځمکه او اسمان وي ـ تل د هرانسان دوزخ به بل انسان وي). له فیلسوف څخه د استاد مجروح موخه ژان پل سارتر دی، چې هغه تل ویل انسان د انسان دوزخ دی. خو استاد مجروح دا نظر ځکه راوړي چې دی د دې نظریې خلاف دی او وايي چې د هر انسان دوزخ خپل نفس یې دی او خپلې خبرې له همدې ځای څخه پیلوي، او خپلې خبرې د لاروي له خولې چې د کیسې اصلي کرکټر دی داسې بیانوي، چې څنګه د ژوند د واقعي مانا موندلو لپاره د وجود له ښاره وځي له هغه ښاره چې لا ودان دی، د دښتواو بیابانونو خواته ځي، د انساني روح له راز راز پړاونو تېرېږي او په کیسه کې هغه را پېژني. له لومړي خبرو څخه وروسته لومړی څرخ پیلېږي چې لاروی لا هم د لاشعور د تورې سمڅې خولې ته ناست دی خو ګوري چې ښار نور په ویرانه بدله شوې، ښامار ( نفس، ایګو) راځي او په ښار خپل واکمني پيلوي؛ په اوله ورځ غرڅه د ټولو ښاریانو په وړاندې په غشي ولي او خپله ویره په زړونو کې کېنوي. ښامار حکم کوي چې د ده لمانځنې لپاره دې معبد جوړ شي، خلک د ده عبادت وکړي زوړ راهب په هرڅه پوهېږي، د ښامار اصلیت ورته معلوم دی؛ خو خپل ګټې لپاره څه نه وايي، د ښامار عبادت ته تبلیغ کوي او ښاریان د حاکم له قهره وېروي. ښار د حاکم د قهرجنې واکمنۍ له کبله ورو ورو شړېږي، خلک د نیکمرغه ژوند ورځې هېروي، ویره او ناهیلي خپرېږي.
د اول څرخ په دویم پړاو کې ښار له ښاریانو څخه تشېږي، د ښامار ناڅاپه پام کېږي چې د ښار په لویه او ښکلي ماڼۍ کې یوازې دی، ښاریان څه مړه دي څه د ده په لاس د ماڼۍ په زېرخانو کې بندیان دي او څه هم په نا معلومه لوري تللي دي. قهرجن حاکم په ماڼۍ کې یوازې پاتې دی وېرېږي نااشنا غږونه اوري، کله فکر کوي چې ځمکه رېږدي، قهرمان د ښار د ابادۍ وختونه ورپه یادوي او دهغه تیارې مغارې په اړه فکر کوي چې دی یې خولې ته ناست دی، کله کله د عشق او مینې ښاپېرۍ ورپه یادېږي، د هغې ښکلا او مستي او د هغې په قلمرو کې د ژوند نښې ده ته وریادېږي، چې څنګه یوه ورځ په توند سیلاواو باران کې چې سیند په څپوڅپو بهېده هر څه اوبو په سر اخیستي وو، د مارانو ستر واکمنه چې د ښېرازۍ، مینې او عشق ښآپېرۍ ده، د یوه ابي مار په څېر د ابو پرمخ له ملکه وځي، د دغې مارښاپېرۍ پرسر یو تاج دی او په تاج کې یو لال ځلېږي، خلک چې د هغې وتل ګوري خواشیني کېږي او همدا ورځ د خپل غمځپلي تاریخ مبدا ټاکي. لاروی په فکرونو کې ډوپ دی او دا هرڅه یادوي خو په دې وخت کې یوه بدرنګه مرموزه، سیاه پوشه بوډۍ د یوازې پاتې شوي قهرجن حاکم ماڼۍ ته ورځي، پرته له دې چې وروټکوي یا له چا پوښتنه وکړي مخامخ له دهلیزونو تېرېږي او دایګو قهرمان ملاقات ته ځان وررسوي، دغه بوډۍ د مرګ او فنا استازې ده.

د اول څرخ په درېیم پړاو کې پېښې د نفس د دوزخ له درشل څخه د اخوا پېښېږي، چې د شعور او عقل ساحه ده، په دې پړاو کې راوي یو ځل بیا د هغې زمانې کیسه کوي چې ښارد ابادۍ په جال کې و او د عشق او مینې الهې پرې حکومت کاوه هرڅه شنه زرغون وو، خو ناڅاپه پرهمدې ودان ښار ښامار ننوت او خلک یې د خپلې حکمرانۍ له پیل څخه خبر کړ او ځان یې ورمعرفي کړچې:

زه خو زه یم!

زه ایګو یم!

زه فاتح دلوی جنګونود جهان یم

قهرمان یم بې مثاله

ستاسو ښارزما تابع دی

تاسې ټول زما مریان یاست

دا ځل راوي د دغه قهرمان یوه بله ځانګړنه هم راپېژني چې د هغه ځانځاني او پرځان مینتوب دی.دغه پرځان مین ښامار په ټوله ماڼۍ کې پرهر څه خپل نوم لیکي او د خپل ژوند ځای له هنداروڅخه جوړوي چې هره شېبه ځان وویني، هرې خواته چې سترګې واړوي نو خپل ځان ولیدلای شي . قهرمان دومره په ځان کې ډوب شي چې ماضي، حال، او مستقبل ټول ترې ورک او هېرشي. دا ځل قهرمان د مرګ په اړه فکر کوي، که څه هم په دې اړه فکر کول یې نه خوښېږي خو غواړي چې له مرګ څخه د حلاصون او ابدي ژوند ته درسېدو لارومومي. مګريوازیتوب! یوازیتوب لوی درد دی، په یوازیتوب کې قهرمان یومرموزوېره په سراخلي، چې پخپله یې هم نه پېژني. قهرمان وېرېږي چې زمانه ونه درېږي، دی په خپل ځان کې ننوځي او سفر کوي، له ډېرو سختو لارو څخه تېرېږي دی ګوري چې ټولې لارې یې پخپله په لوی لاس ورانې کړي دي او ځکه خو له خپل یوازیتوب څخه هېڅ لوري ته تېښته نه شي کولای یو ځل یې خپکۍ( خپسکه) نیسي، فکرکوي نیمه تنه یې په ځمکه کې خښه شوې ده، بیا خپل سیوری ورڅخه ورکېږي او بل ځل د داسې تندې احساس کوي چې که د ځمکې ټول رودونه هم وڅښي نو تنده به یې ماته نه شي. قهرمان د ژوند په پوچۍ باور پیدا کوي او په همدې سرګردانیو کې را څرخي.
د اول څرخ څلورم پړاو هم قهرمان د دردونو، ویرې او اضطراب په تمثیل پیلېږي او راښيي چې قهرمان څه ډول خوبونه ویني، بلاخره خپل یوازیتوب مني او باور یي کېږي چې په فنا محکوم دی.

هغه شاته تمبول شوي عواطف چې قهرمان په زېرخانو کې زنداني کړي دي وخت نا وخت غږونه راپورته کوي او د خپلو زنځيرونو په شړنګولو سره ښامار ګواښي، یوپټ باطني توپان له قهرمان سره پيدا کېږي او ملامتوي يې اووایي ورته چې یوازې دوه غلامان تاته رښتني وو، یو عقل او بل فکر، دوی غوړه مال او ستا ستایونکي وو. خو د دوی ټول دلایل چې ستا ستاینې لپاره یې جوړول ناسم او فاني وختل، تا د خپل شاته تګ ټولې لارې وتړلې او بېړۍ دې چې تر شاو سیزلي او دا اضطراب دې رامنځ ته کړ. قهرمان په همدې کشمکش کې دی، چې د ترږمو پرښته ( د مرګ استازی) بوډۍ راځي چې هرڅه یې توردي، مخامخ ماڼۍ ته ورخېژي او پرته له دې چې وروټکوي ځان یوازې شوی قهرمان ته رسوي. بوډۍ خپل کوربه ته په مهربانۍ وايي چې د تلو وخت دی، قهرمان وېرېږي او وايي: زه خو لا د ژوند په خوند نه یم پوهېدلی او همدلته خوښ یم، خو بوډۍ ورته وايي نه اوس ډېرناوخته ده او باید ولاړ شوو، ښامار د مقاومت هڅه کوي خو چې ویني بې ګټې دی زړه او نا زړه ورسره روانېږي اود ماښام په خړه کې د یوه نامعلوم لوري ورک سفر پیلوي.

دویم څرخ: د ښامار دویمه برخه د اپلاتوني سمڅې په تمثیل پېلېږي اودمثل د نظریې پېژندنه کوي. د یونان نامتو فیلسوف اپلاتون په دې دنیا هرڅه د هغو داصل سیوری ګاڼه او د ژوند مثال یې په یوه سمڅې کې د هغو انسانانو حالت ته ورته ګاڼه چې مخونه یې د مغارې دېوال او څټونه یې د هغې خولې ته وي، دی وايي فکر وکړئ بهر اوربل دی او ترمخ یې ژوندي موجودات تېرېږي په مغاره کې تړلي خلک یوازې پرمخامخ دېوال دهغوی سیوری ویني او له دې نه دي خبراصل حقیقت څه دی. خو د ځانځاني ښامار راوي د اپلاتون دغه نظر نه مني، بلکې وايي چې که دغار زندانیان له غاره ووځي نو هرڅه به تیاره او خړ وویني، مجروح صاحب له همدې نظر څخه وروسته د نیمو شپو دلاروي د سفر کیسه پیلوي چې د ده د تمې پرخلاف هېڅوک په مخه نه ورځي، چې ښه راغلاست ورته ووايي یا یې له هغې شین کمیسې شالیلا سره ملاقات وشي چې د ژوند د ورک سمندر غاړې یې په سترګو کې پټې کړې دي. د لاروي هغه تېر وختونه په زړه ورګرځي چې څنګه یوځل شالیلا په زړو جامو کې مخې ته ورغلې وه او له خپل منګي څخه یې اوبه ورکړې وې، یو ځل لاروی له خپل نابلدملګري څخه یادونه کوي چې ده ته یې د بلدوالي لاپې کړې وې خو په نیمه لاره کې یې همداسې لارو کې پرېښود اومرسته یې ورسره نه وه کړې، د ده دغه دروغجن ملګری د ده ( زه) و. نو ده هم ورسره مخه ښه کړې وه او هغه یې خپلې ځانځانۍ ته پريښی و. لاروی
خپل سفر ته دوام ورکوي، ستړی دی، غمجن دی او حیران هم، ډول ډول پېښې او احساسات ورپيدا کېږي خو پر مخ ځي، لاروی د ژوند د ورک سمندر غاړې لټوي. خویوځل پر یوه توره مغاره ( د لاشعور ساحه) ورپېښېږينه پوهېږي چې څنګه، خو ور ننوزي هلته د ښامارانو ز
ېږنځای ویني چې څنګه په یو تور مردار ډنډ کې چینجي یوبل خوري او غټيږي بلاخره یو چینجی د نورو په خوراک دومره غټيږي چې ښامار ورڅخه جوړېږي او بیا دغه وېرونکی ځناور د لاروي د سترګو په وړاندې له مغارې څخه وځي، لاروی د دې پېښې په لیدو حیران دی، خپل مزل ته دوام ورکوي خو نه پوهېږي چې چېرې روان دی. ده ته اوس ماضي او راتلونکی ټول سره ګډ شوي او زمان خپل مفهوم له لاسه ورکړی دی په همدې بې مانا حالت کې یو لوی راز کشفوي او پر دې پوهېږي:

چې عالم او هستي دواړه

بې معنی دي بې مفهومه

لټول دکوم معنی اوکوم مفهوم هم

د دویم څرخ په شپږم پړاوکې لاروی د وجود ښار ته ورنږدې کېږي خو مخکې له دې چې ښار ته ورسېږي له ځان سره پرېکړه کوي، چې باید ځان په بېړه ښاره ته ورسوي اوخلک د ښامار له راتلو څخه خبر کړي، ځکه ده په مغاره کې د ښامار زېږېدل ولیدل اوپر دې پوه شو چې ښامار له مغارې څخه را ووت او ښايي د ښار په لوري را روان وي، د ښار په درشل کې په دښته کې د لارې پرسر خپله ورکه شالیلا ویني چې شلېدلی کمیس د یخو اوبو منګي ترڅنګ د ده په تمه ده، لاروی یې سترګو ته ځير کېږي او پوهيږي چې اوږد انتظار یې ایستلی دی ډېر اوږد ان د عالم له پيدایښته راهیسې. دغه پیغله نازنینه خپل ورک لاروي ته اوبه ورکوي او پرخپلې مینې یې ستړیا ورمینځي لاروی د دې تر کتنې وروسته ښار ته ننوځي که څه هم ګوري چې ښامار ترده وړاندې راغلی او د ښارپه ماڼۍ کې ناست دی او خلک یې خپل تر سختې واکمنۍ لاندې نیولي دي. لاروی چې د اوږد سفر له امله ببرشوی او لوڅ لپړدی خلکو ته د ښار د حقیقي څېرې په پېژندلو پیل کوي اوخلک د شالیلا له حضوره خبروي خو ښاریان یې چې څېرې او لغړوالي اونا اشنا خبروته ګوري دمجنون او لېونی نوم پرې ږدي او ورپورې خاندي مجنون لاروی ګوښه کېږي او د ښاریانو په اړه فکر کوي. یوه شپه یې د مستو خیالونواوغوښتنو پرپټ خرابات پېښېږي چې ګوري هلته ځوانان او پېغلې غاړه په غاړه په شراب، شباب او رباب وخت تېروي لیوني لاروي ته هرکلی وايي او دی هم هغوی ملامتوي چې په داسې پټه مستي به هېڅ هم تر لاسه نه کړي، مستې پيغلې او ځوانان ورڅخه پوښتي چې واقعي مستي او حقیقت څه دی. لاروی ورته ټول حقایق بیانوي او هغوی د هستۍ او مستۍ پر راز خبروي.

ها خوا لاروی پریوه مړي پېښېږي او خلک د ژوند او مرګ په رموزو پوهوي او دا ورته ثابتوي چې دوی پرژوندوني هم مړه دي ځکه د (زه) ښامار پرې حاکم دی. خلک ورپورې خاندي چې دا سړی په رښتیا مجنون دی.د ړندوپه دغه ښارکې لاروی او د هغه معشوقه ( شین کمیسې لیلا) په لېونتوب مشهورېږي او خلک یې خبرې جدي نه ګڼي خو دومره پوهېږي چې د هغوی خبرې عادي او بې مانا نه دي، شاته یې کوم څه شته خو د دوی سر پرې نه خلاصېږي، لاروی خلک د شالیلا لمانځنې ته رابولي او د ښامار له عبادته یې منع کوي.

یوازې بوډا راهب د ده په خبرو پوهېږي او حیران دی چې لاروی څنګه په ټولو پټو حقایقو خبردی؟ د لاروي خبرې د حاکم تر درباره هم رسېږي ښامار هغه جدي نه ګڼي خو یوه ورځ لاروی او شالیلا خپل دربار ته غواړي چې وګوري خبره څه ده، ښامار په تمسخر له لاروی څخه پوښتنه کوي چې ته او دا ګدایګره معشوقه دې څه غواړئ او ولې خلک له لارې باسئ نو دلته لاروی د خلکو د ناخبري او د ځانځاني ښامار د ظلم او ناروا کیسه ټوله ورته کوي او د ډېرو حقایقو له مخې پرده لرې کوي.ښامار په غوسه کېږي خو دوی ته څه نه وايي ځکه دوی لیوني بولي او وايي چې خلک د دوی خبرې نه مني، لاروی ښامار ته د هغه د مرګ او سقوط وړاندوینه هم کوي، ښاماردوی دواړه له دربار څخه شړي. مجنون لاروی د خپل یوازیتوب حالت ته ځي او شالیلا هم دښتې ته ځي چې له خپل ډګ منګي سره د حقیقت لارویو ته اوبه ورکړي خو ښامار چې نور په خپله ماڼۍ کې یوازې شوی دی،هره ورځ د خپل مرګ شېبې شماري زړه بوډۍ چې تورې جامې یې اغوستي له کومې خوا څخه ښارته راځي او مخامخ د ښامار ماڼۍ ته ځان رسوي پرته له دې چې ور وټکوي یا یې څوک مخه ونیسي د ښامار تر مخ درېږي او په مهربانۍ سره ورته وايي چې نور نو د تګ وخت دی. دښامار زړه نه کېږي چې له بوډۍ سره لاړ شي خو بله چاره نه شته او زړه نا زړه په بوډۍ پسې روانېږي او په یوه تیاره ماښام کې په نامعلومه لوري روانېږي.

لاروی یو ځل بیا سر راپورته کوي او ګوري چې هرې خواته ښېرازي ده. سیند بهیږي، چمنونه او ګلونه ښکلي دي ماشومان مستي کوي او نا اشنا پيغله هماغه زوړ کمیسې څیرې ګرېوانه شالیلا لکه غرڅنۍ ګرځي او بې پروا د مینې حکومت کوي، نو:
لاروی د نیمو شپو چې دا حال ولید

بې اختیاره په خندا شو

ځکه پوه شو

چې له سره بیا شروع شو یو ځل بیا بیا

زوړ داستان د قهرمان ستر پهلوان ستر

او د ښکلې رب النوعې الهې د عشق او مینې

یوځل بیا له سره پيل شوه

افسانه لویه اوږده د تور ښامار مار

دې داستان قهرمان د نیمو شپو لاروی دی، چې په تورو شپو کې مزل کوي، غواړي چې رڼا یانې انساني ژوند رښتینې مانا ته ځان ورسوي. دا حقیقي مانا هغه دریاب دی، چې غاړې یې له انسان څخه ورکې شوي دي، دغه ساحل ته رسېدل ډېر اوږده سخت مزلونه غواړي او له ډېرو پړاوونو څخه تېرېدل په کار دی.د دې مانا پیدا کولو لپاره لاروی په اول کې ګوښه کېږي، ښاري یانې ټولنيز ژوند څخه وځي، په دې موخه چې د ځان او جهان په مانا پوه شي په ځان کې ننوځي، ګوري چې په سپېرو دښتو او وچو بیابانونو کې مزلې کوي. دا وچ او اغزن ډاګونه د ده ذهني او روحي نړۍ ده.

دلته لاروی ته دا پوښتنه پیدا کېږي چې د دې افت علت به څه وي؟ بیا په هغه دښتې کې زړې، خرابې او کنډوالې ویني اوددغه وران شوي ښار له داستانه خبرېږي، د ده افت علت ورته معلومېږي او پوهېږي چې د انسان په فردي نفس او هم د ټولنې په نفس کې داسې یوه توره بلا راپورته کېږي، داسې یو ښامار پرې مسلط کېږي، چې د زړه او ذهن ابادۍ ړنګوي، د ژوندون چینه وچوي، د ژوند مانا ورکوي او په ټولنې کې ترې داسې استبداد راولاړېږي چې انساني ښېګڼې او ارزښتونه له منځه وړي.انسان خوري او ښار یانې ټولنه ورانوي، کنډوالې ترې جوړوي. دا بلا او افت د ځانځاني ښاماریانې په خپل ځان مین، خود پرسته شعور دی. لاروی د دې بلا تماشه کوي او ویني چې ښار څرنګه ورو ورو ړنګېږي او اخر د مرګ په خوب بیدېږي.

په دویم څرخ کې لاروي ته دا پوښتنه پیدا کېږي چې دا بلا یانې ځانځاني ښامار یا په ځان مین خود پرسته شعور څرنګه راولاړېږي او له کومه راځي؟ د دې علت د موندلو لپاره لاروی یو بل ګران سفر کوي او د لاشعور د سمڅې تل ته کوزېږي او ورته معلومېږي چې دا ځانځاني بلا د بل کوم ځایه نه راځي بلکې د انسان د خپل له لاشعور له ژوروڅخه را پورته کېږي او انسان یې په خپل لاس پرځان مسلطوي. کوم وخت چې لاروی د ژوند له دې لوی رمز څخه پرده پورته کوي، نو په دې نیت چې د ښار خلکو ته حقیقت بیان کړي او د ښامار د بیا راتلو څخه یې خبرکړي نو په بېړه بېړه ښار ته راځي کله چې ښارته رسېږي نو ګوري چې ناوخته شوې ده او ښامار د یو ظالم حاکم په څېر په ښار حکم چلوي او له ښاره یې يوه بدبخته ناانسانه ټولنه جوړه کړې ده. لاروی په خبرو پیل کوي او خلک له حقیقته خبروي خو خلک ورپورې خاندي او لېونی او مجنون ورته وايي، دی په ښار ګرځي ګوري چې ښار څنګه ورو ورو ړنګېږي. انسانان تباه کېږي او هر څه د مرګ په خوب بیدېږي. چې وروسته له دې څه کېږي هغه مو پورته شرح کړ.

په ځانځاني ښامار کې سمبولونه

په اروپا کې د نولسمې پېړۍ په وروستیو او د شلمې پېړۍ په لومړیو یو ادبي خوځښت تېر شوی چې سمبولیزم ورته وايي.سمبولیزم د ختیځ په تصوفي شاعرۍ کې له پخوا څخه دود و. خو په اروپا کې د نیچرلیزم، ریالیزم او رومانتسیزم پر ضد راپاڅېد. سمبولیستانو د انساني احساساتو پرځای کیفیتونه منل او هنر یې د درونيکیفیتونو انځورونه ګڼله. سمبولیستانوپه اند د علم کار له شعوراو د هنر کار له لاشعور سره وي. سمبولیستانو صراحت ته چندانې ارزښت نه ورکاوه او ویل یې چې صراحت سره، سر سري باد هم د هنر شمعه مړوي. ابهام یا ګنګوالی په یو اثر کې له سمبولونو څخه پيدا کېږي. ځکه دوی د سمبول په توګه د کلمو په کارونې کې چندانې پام ونه کړ، بې له مشابهت اومناسبته یې هره کلمه دهرشي لپاره وکاروچې دا په کلام کې د ابهام لامل شو. سمبولیستان وايي چې سمبول تکرار شي، په نښه یا ساین واوړي او د مانا درک یې لکه اوبه اسانه شي، بیا نو ورته سمبول نه وايي. سمبول هغه ده چې مانا پکې پټه وي، نو هغه وخت سمبول او رمز دی.

پوهنوال محمد رفیق رفیق په خپل کتاب (د ادبپوهنې بنسټونه ) کې سمبول په اړه داسې لیکلي دي: دغه ګړنه د سمبولیستانو مکتب ته منسوبه ده. د نښانې، رمزاو نمونې په مانا راغلې ده. په دې علامو او نښو سره په ادبي سبکونو کې یو شاعر، لیکوال او هنرمند د یو ټاکلي هدف د بیان ښودلواوڅرګندولو لپاره ځيني ستاینې او ځانګړې نښې ، علامې کاروي، خپله مطلوبه موخه او پیغام د هغو په وسیله نورو ته لېږدوي. د سمبولونو په واسطه مطالب افاده کوي، لکه: سرو د قد لپاره، ګل د ښایسته څېرې یا مخ لپاره، همدا ډول سپوږمۍ د مخ ښکلا لپاره راوړل د سمبول یوه بېلګه ده .

سمبول په اړه عبدالغفور لېوال داسې لیکي: د سمبول لغوي مانا نښه ده. ښکارندوی( مظهر) نماد یا رمز په مانا ده. په اصطلاح کې د یوې انتزاعي مفکورې عیني او محسوسه ښودنه ده. په بله ژبه سمبول د شیانو د مادي هیت او دهغو د فکري او انتزاعي ماهیت ترمنځ داسې استدراکي پول دی چې د یوې ذهني پروسې ( بهیر) په ترڅ کې رامنځ ته کيږي.

کارل ګوستاویونګ سمبول داسې راپېژني: هغه څه چې موږ سمبول بولو یوه اصطلاح یا نوم حتی یو تصویر چې کېدای شي زموږ په ورځني ژوند کې د یوه مانوس شي ښکارندوی وي خوله خپلې معمولي او ښکاره مانا څخه پرته یوه تلویحي ځانګړې مانا هم ولري.سمبول د یو مبهم، ناپېژندل شوي یا له موږ څخه د کوم پټ څه نښه ده … نو یوه کلمه یا شکل هغه مهال سمبولیک ګڼلای شو چې له خپلې ښکاره او مخامخ مانا څخه پرته په بل څه هم دلالت وکړي. سمبول ناخود اګاهي اړخونه لري چې هېڅکله په دقیقه توګه تعریف شوي نه دي.

د استاد بهاوالدین مجروح دغه اثر( ځانځاني ښامار) یو سمبولیک اثر دی چې هر سمبول یې فلسفي او رواني مانا لري. همدا وجه ده چې لوستونکي پرې ژر نه شي پوهېدای. موږ به دلته د دغه اثر یو شمېر سمبولونه معرفي کړو خو باید دا هم ووایو چې سمبولیک مفهوم څخه به د هر لوستونکي برداشت بېل وي او متفاوت مفهوم به ترې اخلي.

۱ـ ښار:ښارد یو شمېر داسې خلکو د اوسېدو ځای دی، چې د یوه اقتصادي سیاسي لامل لپاره سره ګډ ژوند ته اړ کېږي. ښار د طبقاتو بېلا بېلو قومونواو ټولنیزو متفاوتو ځانګړنو لرونکو خلکو استوګنځای دی. معمولآ د ښارخلک د یو خاص قوم یا کورنۍ خلک نه وي. له فلسفي پلوه ښارونه له بل فرد سره د ارتباط چاپېریال دی. قانونمندي اواقتصادي فعالیت دښارونو خاصه ده ښاري اوټولنیز ژوند او فعالیتونه یوشمېر مسولیتونه او محدودیتونه تحمیلوي نو ځکه د ښار ژوند د مقید ژوند نښه ده، په ځانځاني ښامار کې استاد مجروح د ښار لپاره لیکلي : « ښار یانې ګډ اجتماعي ژوند» په ښامار کې ښار د وجود د شعوري برخې سمبول دی، انسان دد وجود نښه ده، ځکه ښامار پر ښار واکمني کوي، استاد مجروح لیکي:

یوه ورځ د ورځ ماښام خړه تیاره وه

زه ووتم د ښار له شور ماشوره

دروازې د ښار شوې پورې

شوم د دښت په لوري

حال ویجاړی

لټولې مې د ورک سمندر غاړه

ښاردبوخت ژوند، اړیکو او له نورو سره د همېشني تماس سمبول دی. د استاد مجروح فرضیه دا ده، چې انسان هغه وخت ځان ته متوجه کېږي چې د ښار له شور ماشوره را ووځي، په چوپتیا او یوازیتوب کې د خپلو سوچونو په مرسته خپل لاشعور وپلټي هله به پوه شي چې پرنفس یې څومره لوی ښامار حاکم دی.

۲ـ بیابان: بیابان د ښاربرعکس د یوازیتوب، خپلواکۍ او له ځان سره د اوسېدو سمبول دی. پخوا به چې خلک له یو ښار څخه بل ته تلل نوله دښتو اوبیابانونوبه اوښتل، په بیابان کې سفرکول خلکو ته د فکرکولوموقع برابروي. بیابان د اشراق( روښانه کېدل، الهام اخیستل) او شهود لپاره ښه ځای دی. په بیابان کې انسان یوازې ځان ته متوجه کېږي او له بل سره یې اړیکه پرې کېږي. په بیابان کې انسان وېرېږي او خپلې کمزوري ته یې پام اوړي او په دې فکر کوي، چې یوازې هست شوی، یوازې ژوند کوي، یوازې مري په بیابان کې د فردیت احساس پرانساني اروا حاکمیت کوي. په ځانځاني ښامارکې لاروی هرکله چې غواړي د وجود پر حقایقو وپوهېږي یا تحت الشعور ته لاره پیدا کړي نو له ښاره وځي او بیابان په لوري مزل پیلوي، بیابان دلته زموږ د لاقیدي، خپلواکي او د ځان په لورد سفر سمبول دی.استاد مجروح داسې وايي:

بیابان و تروږمۍ وه توره شپه وه

خو له ما سره د ننه یوه ډیوه وه بلېدله

په دې شانې په هغې تورتم صحرا کې

پټه پته غلې غلې

یوه رڼا شان دنیا ګۍ مې وه ملګرې

د خپل خیال په لومه ګیروم

په خپل ځان باندې ګړۍ وړۍ چاپېروم

هې مزلې مې کولې

۳ـ د ورک سمندر غاړې: سمندرتل د خوځښت یا تحرک، ژوند، لویوالی اوپاکۍ سمبول دی. په لویدیځ ادبیاتو کې د حیرانتیا، ژورتفکر او فلسفي بحثونو لپاره هم کارول شوی دی. خوپه ځانځاني ښامار کې ( د ورک سمندر غاړې) ترکیب بیخي نوی دی استاد مجروح دغه ترکیب دومره مهم کړی چې لاروی په ټول اثر کې ورپسې ګرځي. په فارسي (اژدهای خودي) کې استاد مجروح د ورک سمندرغاړه داسې پېژني: « سواحل ګمشده، ایام طفولیت عشق های جوانی».ماشومتوب او دځوانۍ مینې پسې ګرځېدل. د ورک سمندر غاړې تر دې مفهوم نور مفاهیم هم لري، چې هغه د ژوند د اصلي ماهیت لټول دی.

دغو پښتنو ته چې موږ څوک یو؟ ولې راغلي یو؟ چېرته ځو؟ ځواب موندل دی. په ځانځاني ښامار کې لاروی ددغو پښتنو ځواب نه مومي نو د ورک سمندر غاړې همداسې ورک پاتې کېږي. د ورک سمندرغاړه هېڅکله لاروي، شالیلا او نه هم ښامار ومونده. دا د بشر هغه ورکه ده، چې هېڅکله نه موندل کېږي.
د تورتم او درڼا دې تلو راتلو

ځغلېدو را ځغلېدلو

لاروی لږ خبرولو

چې شپې ورځې دي روانې درومي درومي

خو خبر له دې نه، نه و

چې له کوم ځايه راځي دوی

په دې هسې بېړه بېړه

چېرته ځي د څه دپاره؟

بیاپه کله

یو احساس شبیه امید نژدې امید ته ته ورپیدا شو

نوخپل ځان ته به یې ووې

زه ګومان کړم چې اخربه

په دې سیمه څوک پېښ شي

په دې خوا به ګوزر وکړي

ښايي ښايي چې دورک سمندر

غاړونه خبروي

۴ـ لاروی: د نیمو شپو لاروی د داستان اصلي قهرمان دی. په حقیقت کې دا یو شخص نه دی، لاروی د حقیقت لټونې تلوسه ده، چې د انسانپه رواني رمز او رازونو کې سرګردانه ګرځي لاروی کله متکلم دی، کله مخاطب، کله راوي او کله پخپله شاعر، د راوي لید لوری څو ځله بدلېږي او لاروی هم لاد حقیقت پسې ستړی دی. لاروی یو پاک کرکټردی، شالیلا یوازې دی پېژني او ښامار ترې کرکه کوي، ماشومان او غرڅنۍ ورسره مینه لري. لاروی د حقیقت نښه ده او غواړي د وجود بې خبره اوسیدونکي د وجود له رازه خبر کړي. په ځانګړي بڼه ویلی شو چې کله کله په یوازیتوب کې پخپل دننه کې له کوم چا سره خبرې کوو، رومانتیکه زړه بولي، ارواپوهان ورته بې طرفه ضمیر وايي هغه څوک چې موږ ورسره خبرې کوو زموږ په خپګان یا خوشحالۍپسې نه ګرځي او ډېر ځله هغه څه وايي چې توقع یې نه لرو، زموږ په وجود کې همدغه څوک د حقیقت لاروی دی.

۵ـ ښامار: ښامار افسانوي ځانوردی د غټ مار مانا هم لري خو په دې توپیر چې څانګونه او پښې لري او له خولې څخه یې اور بادېږي. ښامار د ظلم، وحشت، زوراو حیوانیت سمبول دی. په ځيني چيناي روایاتواو افسانو کې ښامار د مثبت حیوان رول لري، بلکې په چين کې یو منل شوی ځواکمن سمبول هم دی. خوله لرغونې زمانې څخه ښامار په بېلا بېلو افسانو کې د وحشت د سمبول په توګه حضور لري. دغه ښامار صوفیانو د غرونو، دښتو او ځنګلونو څخه راایستلی دی او د انسان په روح کې یې ځای کړی، چې له پخوا څخه د انسان نفس له ښامار سره تشبه شوی دی. په ځانځاني ښامار کې ښامارعیني موجود نه دی، کاملآ یو سمبولیک حضور دی، ځکه چې د ښامار لپاره ځيني نور نومونه هم کارول شوي، لکه پهلوان، سترټولواک، قهرمان، زمامدار، واکدار، بادار،سردار، فرماندار، فرمانروا او تور. داستاد مجروح په کتاب کې ښامار د یو جابر انسان ځانګړنې لري، په ماڼۍ کې اوسېږي کله کله په آس سپور شي ځانګړي وسایل کاروي او انسانان خپل حضور ته مني . دا د سمبولیک اثارو ځانګړنه ده، چې یو کرکټردې په څو بڼو را څرګند شي.

۶ـ سمڅه: مغاره یا لوی غار په ځانځاني ښامار کې د لاروي د سفر یومهم منزل دی. استاد مجروح د کتاب په لمن لیک کې لیکلي: « یعنې لاشعور» نو له دې څخه پوهېږو چې سمڅه د تحت الشعوري دنیا لپاره یوسمبول دی. خو ولې سمڅه د خلوت، تفکر، شهود،الهام او حتی د وحي د راتلو لپاره مناسب ځای ګڼل شوی دی؟ دا ځکه چې پیامبرانو او د خدای (ج) ولیانو به ورځې شپې په سمڅو کې تېرولې اود عروج پړاوونه به یې وهل. په پخوانیو افسانو کې د مړو یا ارواحو دنیا ته د تلو لپاره افسانوي لارویانو د اوږدو تیارو سمڅو لار وهله. مغارې له بهرنۍ نړۍ سره د اړیکو پرېکولو مکانونه دي. هرڅوک چې غواړي په خپل ځان کې ننوځي، سمڅې ته به ننوځي. د ارواپوهنې له نظره تحت الشعور په ذهن کې د هغې تورې مغارې په څېر دی چې پای یې نه دی معلوم او خدای خبر ترکوم ځایه به رسېږي دا ټولې قرینې ښيي چې په لرغونو افسانو، عرفاني متونو او هم د ارواپوهنې په نظریو کې سمڅه د تحت الشعور لپاره سمبول ټاکل شوی دی. همدې لپاره د ځانځاني ښامار لاروی هرځل چې غواړي په ورکو حقایقو پسې لټون پیل کړي د یوې تورې سمڅې تر خولې ځان رسوي.

۷ـ غرڅنۍ: په ځانځاني ښامارکې غرڅنۍ د ازادۍ او محبت نښه ده. استاد مجروح په حاشیه کې لیکي: « غرڅنۍ: ازاده او بې ګناه مینه او محبت، د استبداد لوی دښمن،ازادي بې ګناهي او مینه ده». غرڅنۍ داسې یو ژوی دی، چې په دښتو، غرونو اوځنګلونو کې ژوند کوي د دې ترڅنګ چې ښکلې ده، معصومه او بې ګناه هم ده، ډېر ځله یوازې د ځان په ساتلو فکرکوي او دا یې په فطرت کې نشته چې چا یا څه ته زیان ورسوي. په ادبیاتو کې د ښکلا، بې ګناهي اومعصومیت په خاطر ستایل شوې ده. له خپلې آزادۍ سره مینه لري ځکه خو د آزادۍ د ښمنان ورته دامونه ږدي، پخوانیو پاچاهانو به د هوسیو اوغرڅنیو ښکار کاوه. ارواپوهان فکر کوي چې پخوانیو پاچاهانو غرڅنۍ هوسۍ یوازې د هغوی د خوږې غوښې لپاره نه ښکار کولې بلکې دا د ځواکمنو انسانانو په نهاد کې د هغې وحشي ځانګړنې تلوسه وه، چې د زور، قهارت او وینې بهونې لپاره یې لري. د یوه ازاد، بې غرضه او ښکلې موجود وژل ښايي همدغه رواني تنده خړوبوي. د ځانځاني ښامار قهرمان « خود پرسته شعور » چې ښار ته ننوزي نو لومړنی کار یې د غرڅنۍ وژل دی، ښامارغواړي په دې حرکت سره څو څېزونه وښيي:

۱ـ دی بشپړ واکمن دی او څه چې غواړي هغه کولای شي.

۲ـ آزادي ، ښکلا، معصومیت او مینه یې نه خوښېږي.

۳ـ خلک باید د هغه حکم ومني او که نه دی به یې په یوه غشي ووژنې.

۴ـ د غرڅنۍ په غوښې ځان مړوي.

دا په روان کې د ننه د خود پرسته شعور حاکمیت او قهار فطرت ته اشاره ده، چې د احساساتو، عواطفو او غرایزو مخه نیسي او د ازادي، مینې او ښکلا هر تمایل وژني:

پهلوان په لور د خلکو

اشاره د نیزې وکړه په درې وارې

بیا یې ووې

هغه څوک مې چې فرمان وړي په سر سترګو

هغه ټول به په امان وي

زه د دوی د سرو سیوری

ره د دوی د ژوند ساتونکی

په دې وخت کې نژدې هلته

غرڅنۍ وه ګرځېدله مسته مسته

ساده زړې، بې خبره، وه معصومه پاکه پاکه

قهرمان ژر په لینده کې غشی کېښود

يه یو کش غشی روان شو

غرڅنۍ زړګی شو څيرې

شوه خپره وره په خاورو

نو یې مخ کړلو د ښځو په طرف بیا

داسې ووې!

نن مې اوږد مزل کړی په دښتو کې

لږ ستومانه شانتې ښکارم

هم مې زړه کېږي خوراک ته

ورځئ لاړې شئ پالنګ راته تیار کړئ!

او دغه غرڅنۍ را وریته کړئ!

یو ځل لوی عظیم سکوت په هر خوا پلن شو

غرڅنۍ لاړې په تېښته

لویو غرو لرې دښتو ته

هم له دغه زمانې نه راپه دېخوا
لا تراوسه

غرڅنۍ بېرته ستنې نه شوې ښارو ته

ترېدلې رمېدلې له انسانه

۸ـ شالیلا: دا شالیلا څوک ده، هغه له خپل شین کمیس څيرې ګریوان اوله اوبو ډک منګي، موسکا پرشونډو او بې پروا حسن سره څو ځلېې را څرګندېږي او لوی رول لوبوي، د هغې په څېره او نقش کې هم لږ او ډېر بدلون راځي خو رواني کرکټر یې هماغه یو دی. استاد مجروح په اژدهای خودی کې د دغه کرکټر په اړه لیکلي: « الهه سبز پوش: غریزه جنسی امیخته با محبت عشق و زیبایی». شالیلا د جنسي غریزې، مینې او ښکلا سمبول ده او په کیسه کې مثبت نقش لري. شرقي عارفان فکر کوي چې له غریزې تمایل پرته هم مینه یو کامل مفهوم لري. دوی هغې مینې ته چې د جنسي غریزې پربنسټ بنا وي مجازي او که د یو عرفاني مقصد لپاره وي حقیقي عشق وايي.

د استاد مجروح شین کمیسې لیلا د دې دواړو مزاجونو ګډوله ده. دا د عشق او مینې سمبول ده خو د مینې لامل یې غریزوي او جنسي میلان دی. که داسې نه وای ولې شاعردهغې ښکلا تمثیلوي او ولې یې د نارینه اتل په وړاندې یوه ښکلې پېغله ټاکلې ده؟ که څه هم شالیلا د پاکۍ، سپيڅلتوب او ساده والي نښه ده رڼې اوبه « د ژوند روڼوالي او ښېرازۍ سمبول » ویشي او مساپران خړوبوي. شالیلا له لاروي سره مینه لري او کلونه کلونه یې په تمه ناسته وي.شالیلا له لاروي سره یو ځای دربار ته ځي او د حقیقت له ویلو وېره نه لري. شالیلا د ښکلا تر څنګ د معنوي ارزښتونو یوه نښه هم ده یا ویلو شو چې شالیلا د هغې معنوي مینې سمبول دی، چې د جنسي غریزې پربنسټ رامنځ ته کېږي او ورو ورو په انساني روح کې ریښې غځوي، یو وخت دومره پیاوړې شي چې د صوفیانو د معنوي معشوق ځای ونیسي له شالیلا سره مینه د انسان قدیمه تلوسه ده.

استاد مجروح وايي چې عشق غریزيي سرچینه لري خو معنوي مدارجو ته د وررسیدلو هغه ځواک دی چې که له لاروي سره مل نه وي هېڅ ځای ته به ونه رسېږي. په ښامار کې شالیلا همداسې یو سمبول دی.

په بیدیا کې، د هغې لارې په غاړه

هلته ناسته وه په خاورو

یوه پېغله نازنینه

زوړ کمیس یې اغوستلی شین بخن و

اوږدې زلفې پریشانې

نرمې نرمې د صحرا باد ښورولې

د غروب په سره رڼا کې یې د سرو زرو شغلې شغلې کولې

یومنګی ډک د اوبو یې خوا ته پروت و

۹ـ پرښته د تروږمو: په ځانځاني ښامار کې یوه زړه بوډۍ ده چې د تروږمو پرښته هم ګڼل شوې ده. دا مرګ نښه او سمبول ده، د فنا ورکېدو او له منځه تللو استازې ده خو دا عجیبه مرګ دی، زړه بوډۍ ناڅاپه وار نه کوي بلکې په ارامه او پسته ژبه له خپل قرباني سره خبرې کوي اومرګ ته یې وربولي، دا هم نه د دې لپاره چې پرهغه د مرګسختۍ اسانه کړي بلکې دا پخپله یوه شکنجه ده او غواړي ځانځاني ښامار قهرمان ( ښامار) په دې وپوهوي چې له ټول زوراوځواک سره بلاخره په فنا محکوم دی او مرګ باید د یوه واقیعت په توګه ومني.استاد مجروح زړه بوډۍ داسې انځوروي:
هم په دې ورځ چې ماښام شو توره خړه

راپیدا شوه له کوم ځایه

را روانه پټه پټه، غلې غلې

یوه ناشنا زړه بوډۍ وه
د ښار لويې دروازې ته ودرېدله

څېره بده، هم مرموزه
هيولا وه بد منظرې
تورکمیس توريې پرتوګ تور یې زړوکی د لوګي وو

بوډۍ هېڅوک نه شي ایسارولای ټولې دروازې پخپله ورته پرانیستل کېږي او مخامخ ځان خپل قرباني ته رسوي. دا مرموزه بوډۍ دچا نه خوښېږي خو داهرچا ته ځان رسوي، هغه ډېره ځواکمنه ده. ښامار، واکمن او اتل یوازې همدې ته د زاریو ګونډې وهي خو دا هر څه بې ګټې دي ځکه هر انسان په مرګ محکوم دی.

په ځانځاني ښامار کې دغه بوډۍ په انساني شعور کې هغه تریخ باوردی چې موږ یې د خپل مرګ په اړه لرو ټول پوهېږو چې مرواو خپل د فنا شاهدان یو حتی په ځان مین شعور هم په ځان باور لري چې مري. موږ له خپل دغه باور څخه ځورېږوهم، په تخیل کې ارمان کوو چې د تل پاتې ژوند پرچینه ورپېښ شو، زموږ د همدغه زړو او جمعي تخیل په نتیجه کې داسې افسانې لرو چې انسانانو د دغې چینې ناکامه لټې پیل کړي، خو نه یې دي موندلي او مرګ او بیا هم مرګ، پرمرګ تریخ باور زموږ په دننه کې پټ دی، زړه بوډۍ زموږ په نا خود اګاه کې ناسته ده.زړه بوډۍ یوازې د مرګ سمبول نه ده دا د مرګ د ترخه باور نښه هم ده او د هغې شکنجې رمز هم چې مرګ یې انسان ته د خپل حقیقیت په وریادولو ورکوي. مرګ را روان دی خو تر رارسېدلو مخکې یې خپل باور زموږ په ذهن کې کرلی دی، د دې بوډۍ غږ تل او هرځای کې اورېدل کېږي.
کرکټرونه:
په ځانځاني ښامار کې درې اصلي کرکټرونه دي، لکه: لاروی، ښامار( ټولواک) او شالیلا. د دوی ترڅنګ فرعي کرکټرونه هم شته، لکه: غرڅنۍ، ماشومان، راهب، د کلي خلک….
تنسیق الصفات
تنسیق الصفات په بدیع علم کې هغه صنعت دی چې په یوه جمله یا یوه مسره کې د موصوف لپاره څو پرلپسې صفتونه راوړل شي. استاد مجروح هم دغسې ډېرې بېلګې په خپل کتاب کې را اخیستي دي، لکه:
ښکارېدله کومه لویه حادثه وه را روانه
وحشتناکه، لړزونکې، ناخبره، ناببره، ناانسانه
او یا دا:
تږی وږی، شونډې وچې، پټ په دوړو
اخر ورسېد خپل ښار ته
***
نایابه، ورکه ورکه په ناشنا ناشنا تورتم کې
***
توره سمڅه هیبتناکه، نایابه
***
نورو سوړې لټولې، پټېدلې ، ترېدلې
***
نه دوستي وه، نه اخلاص و ، نه رښتیا رښتیا خبرې
صفت او موصوف
پښتو ژبې کې تل صفت د موصوف تابع وي خو په ځانځاني ښامار کې داسې بېلګې هم شته چې موصوف تر صفت څخه مخکې راغلی، لکه:
هغې ښکلې په هغې خړه تیاره کې د ماښام تور
او یا هم دا:
جوړاوه یې د ښار ګردچاپېر دېوال لوړ
***
بیابان و، تروږمۍ وه، توره شپه وه
خو له ماسره د ننه یوه ډیوه وه بلیدله
تکرار
د بدیع صنعت یو ډول دی چې استاد مجروح ترې ډېره ګټه اخیستې ده خو دغه کارونه بې ځایه نه دی ځکه د کلام اهنګ، خوند او رنګ یې لا پسې ډېر کړای دی،لکه:
رنګ یې تور و لکه زړه د تورې شپې تور
یا دا:
په بې لارو خطا لارو یم راغلی
دا نور بېلګې:
ځيني ځیني حقایق مې دي موندلي
څو رښتیا رښتیا خبرې مې راوړي
***
نا پایابه، ورکه ورکه په ناشنا ناشنا تورتم کې
***
ارمان ارمان افسوس افسوس!
***
پټه پټه غلې غلې راروانه
پخواني لغتونه
په ځانځاني ښامار کې مجروح صاحب داسې ځيني لغتونه کارولي چې په عامه ژبې کې نشته دي، د دغه لغتونه ګټه دا ده چې وييپانګه پرې بډایه کېږي او زاړه لغتونه ژوندي ساتل کېږي او تر نورو نسلونو رسول کېږي، لکه: منډږګي( د ونې کوچنی بېخ، د ونې کوچنی ښاخ)، ګوردمه()، شڼېدلې(رپېدل،خوځېدل، ښورېدل)، واحه( سمسورتیا)، بوګنېږې( بږنول، وېرل)، ترېدل( وېرېدل، ډارېدل)، کونګی( یوه مرغۍ ده چې په رڼا کې څه نه ویني)، جولان( تېزه منډه ، د اس منډه)، راکدې( بې حرکته، ارام، ولاړې، ثابت)، پېرړې( غټې غټې، پنډ)، سپرغۍ( د اور بڅرکی) داسې ډېر بېلګې په دغه کتاب کې شته دي خو دلته زه په همدومره بسنه کوم.
عربي لغات
مجروح صاحب په ځانځاني ښامارکې ځيني عربي لغتونو څخه هم ګټه اخیستی خو دومره ډېر نه چې د کتاب خوند او د پښتو رنګ پکې خراب کړي، لکه دغه بېلګې:متلاطم( په جوش کې، دسیند څپې، موج لرونکی)، حاذق( هوښيار، پوه)… .
د ځانځاني ښامار ژبه
لکه څنګه چې موږ مخکې وویل ځانځاني ښامار یو سمبولیک اثر دی نو واضع ده، چې ژبه یې هم عامه نه ده، سمبولونه پکې کارول شوي دي او دغه د سمبولونو پوهېدل د هرعام پښتون لپاره ستونزمنه خبره ده. د سمبولونو تر څنګ مجروح صاحب له پخواني او عربي کلمو څخه هم کار اخیستی چې د دغه کتاب پوهېدل یې لاګران کړای دی، ځکه زه هم همدې ستونزې سره مخ شومه په یوځل لوستلو سره یې هېڅ زما سر خلاص نه شو نو کله مې چې ګنګې برخې په ګوته کړې او دهغه په مانا مې ځان وپوه ونودویم ځل لوستلوسره ما ډېر څه ترې واخیستل چې فکر مې هم ورته نه کاوه.د ریښتینې ژوند حقیقت، د ځان د دننه نړۍ اسرارو پوهېدل. که مجروح صاحب دغه اثر په لیکلو کې له عامې ژبې ګټه اخیستی وای نو لکه د رحمان بابا دیوان به هر کور کې و او مشرانو به کشرانو ته د لوستلو امر کاوه تر څو د ژوند په حقیقت وپوهېږي. د نفس ښامار ته سر ټیټ نه کړي، چې په دې کار به مجروج صاحب دغه ویده پښتنو ته د ژوند د اسرارو په اړه ډېر څه ورښودلي وو. خو له بده مرغه چې دغه کار نه دی شوی او د دې کتاب په مانا او مفهوم ډېر لږخلک پوهېدلی شي.

د ځانځاني ښامار پیغام
لکه څنګه چې په ادبیاتو کې ادب د ژوند لپاره تله درنه ده او موخه یې دا ده چې ژوند وپېژنو او په اسراو یې وپوهېږو نو ځانځاني ښامار هم د همدې موخې لپاره لیکل شوی دی.انسان ژوند د تمرد(سرغړونې) او عصیان ډک دی، دا واقیعت درې اړخونه لري یو یې د نفس انفرادي اړخ دی، بل یې اجتماعي او سیاسي اړخ، درېیم یې د دېدواړو اړخونو ترکیب دی، چې دا د انسان د موجودیت د فلسفېپه مانا ده. دغه اثر کې ډېر په انساني غرور، ځان غوښتنې او پرځان مینتوب بحث کوي، چې څنګه باید مهار شي نو ځکه د دې کتاب په هر وار لوستلو سره د ژوند په اړه په ډېر څه پوهېږو. لکه چې ومو ویل دغه اثر رواني اړخ سره فلسفه، ادب او سیاست هم په ځان کې ځای کړي دي او موخه یې دا ده چې انسان باید ځان د نفس له ښامار( ایګو) څخه وژغوري، دا ښامار کنټرول کړي او پرې غالب شي. انسان باید خپل چاري( خپل خودي) را ایسار کړي یانې انسان د دروني ښامار څخه د ژغورنې لار دا ده چې انسان په خپل نفس مسلط شي، که نه نو د نفس له دې چینجیو څخه به ښامار جوړ شي، دانسان له ژوند څخه به راچاپېر شي او هغه به تباه کړي.
واحد فقیري په خپل یوې مقالې کې چې ( د مجروح ځانځاني ښامار ته یو سیاسي نظر) په نوم دی وايي چې ځانځاني ښامار پرته له دې چې رواني او فلسفي پيغام لري تر څنګ یې مجروح په ځانځاني ښامار کې د یو سیاسي انقلاب او بدلون لپاره هم کمپین کوي. دی زیاتوي چې مجروح صاحب د وخت د استبداد له امله نه شوای کولای چې خپل دغه انقلابي پیغام د یو سیاسي نثرپه شکل خپور کړي نو بنآ یې خپل دغه پیغام په یو نوي ادبي فورم کې بیان کړ.
اخځلیکونه
۱ـ باجوړی، بریالی.( ۱۳۹۷ل). د پښتو ادبیاتو معاصرتاریخ (د ویښتیا پړاو).کابل: جهان دانش خپرندویه ټولنه.
۲ـ رفیق، محمد رفیق.( ۱۳۹۵ل.ل). د ادبپوهنې بنسټونه. جلالکوټ: ختیځ خپرندویه ټولنه.
۳ـ سبا، نسیم. (؟). ځانځاني ښامار. څېړنیزه مقاله.
۴ـ ښکلی، اجمل. (۱۳۹۴ل.ل). نړۍ ادب. کابل: جهان دانش خپرندویه ټولنه.
۵ـ غضنفر، اسدالله .(؟) . پيغامونه پټ پراته په افسانو کې. څېړنیزه مقاله.
۶ـ فقیري، واحد.(؟). د مجروح ځانځاني ښامار ته یو سیاسي کتنه. څېړنيزه مقاله
۷ـ لېوال، عبدالغفور.( ۱۳۹۳ل.ل). اروايي ښامار. جلال اباد: مومند خپرندویه ټولنه.
۸ـ مجروح، سید بهاوالدین. ( ۱۳۹۵ل). ځانځاني ښامار. کابل: اسد دانش مطبعه.
۹ـمشواڼی،عبدالقیومزاهد.(۱۳۹۱هـ.ش).زاهد پښتو- پښتوسیند. (؟). دانش خپرندویه ټولنه.
۱۰ـ یون،ارین.( ۱۳۹۴ل). ځانځاني ښامار د هر چا په خپل ځان کې.کابل: د افغانستان ملي تحریک، فرهنګي څانګه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx