دیني، سیرت او تاریخ

د سيکولريزم (secularism) لنډه پېژنده  (۱) برخه

لیکوال : فاروق قريشي
– د سيکولريزم لنډ تاريخ:
په لنډه توګه ویلای شو چې سيکولريزم د فرانسې انقلاب نه وروسته په ( 17 ) اولسمه ميلادي پېړۍ
( 1789م کال )  کې را منځته شو .
 سيکولريزم  د ( 19 ) نولسمې ميلادي پېړۍ په اوائلو کې شرق ته په ځانګړې توګه مصر ، ايران ، ترکي، لبنان ، سوريه او تونس ته را انتقال شو.
د ( 19 ) نولسمې ميلادي  پېړې په اواخرو کې سيکولریزم عراق ته را ورسېده.
 او په ( 20 ) شلمه ميلادي پېړۍ کې يې نورې عربي نړۍ ته يې خوځښت وکړو.
– يادونه : په اوسني عصر کې سيکولريزم په ټوله اسلامي نړۍ کې موجود دی،
 البته د ټولې اسلامي نړۍ مسلمانان دغه مفکورهء نلري بلکې د اسلامي نړۍ په هر هېواد کې سيکولران شته
 په اوسني عصر کې د اسلامي نړۍ اکثره نظامونه په دغه  نظريۀ ( سيکولريزم ) ولاړ دي.
             د سيکولريزم تعريف
– د سيکولريزم لغوي تعريف:
د حکومت لرېوالی د دين او کليسا نه.
 – د سيکولريزم اصطلاحي تعريف:
په دين نه ولاړ نظام او ژوند ته سيکولريزم وايې.
– سیکولران د الله
ﷻ په اړه څه وايې ؟
سيکولران وايې: الله ﷻ په اسمان کې دی  د زمکې سره کار نلري نعوذ بالله من ذلک او انسانان دخپل ژوند او حکومتي چارو سمبالولو لپاره په قانون جوړونه کې ازاد دي
(  انسان بايد د خپل عقل او خواهشاتو مطابق قانون جوړ کړي ).
سيکولران وايې:  چې هغه چا سره به مقابله کوو او لمنځه به يې وړو کوم چې پر موږ کوم الهي دين په زور او جبر سره مني او تطبیق کوي .
 – سيکولران په څه فيصله کوي؟
 سيکولران په عقل فيصله کوي، يعنې عقل په تحليل او تحريم کې معيار ګڼي.
همدارنګه سيکولران  وايې:  وحیې راتللو ته ضرورت نشته بلکې د ښه او بد معیار او تله عقل او نفساني خواهشات دي.
نو اوس موږ کولای شو چې سيکولريزم داسې هم تعريف کړو:
(سيکولريزم هغه نظريۀ او مفکوره ده چې په وحيٙ  نوي ولاړه بلکې په عقل  او د انسان په مصالحو ولاړ وي).
يعنې انسان چې څه ښه ګڼي هغه ښه دی او کوم چې بد ګڼي هغه بد دي او الله جل جلاله په کې کار نلري نعوذ بالله من ذلک.
 سيکولران د الله ﷻ په وجود او د حاکميت اعلی په اړه څه وايې* ؟
ددې وینا په اړه سيکولران په درې ډلو وېشل شوي.
 1- لومړۍ ډله وايې:
الله ﷻ هېڅ وجود نلري او نشته ،
دا خبره دروغ ده چې الله ﷻ شته ،
نو چې الله ﷻ نشته موږ خپل ځانته په خپله قانون جوړوو يعنې حاکميت اعلی زمونږ حق دی.
نو که چېرې دغه ډله سيکولرانو نه پوښتنه وشي چې کله الله ﷻ نشته نو ځمکه ، اسمان او ټول کائنات چا پيدا کړي؟
نو دوﺉ په ځواب کې وايې:  دا ټول تصادفاٙٙ پيدا شوي دي او الله ﷻ ندي پيدا کړي په حقیقت کې  الله ﷻ هېڅ وجود نلري نعوذ بالله من ذلک.
–  يادونه: د پورتنۍ نظريۀ لرونکي سيکولران د روسيه او د روسيه اړوند هېوادونو پورې تړاو لري.
– تبصره : لمړۍ ډله سيکولران د الله ﷻ وجود او حاکميت اعلی نه انکار کوي.
 – 2 – دوهمه ډله وايې :
الله (ﷻ) شته خو اسمان کې دی ځمکې سره کار نلري .
يعنې الله ﷻ  انسانانو او ځمکې سره کار نلري موږ ( انسانان )  به خپل ځانته په خپله قانون جوړو.
 –  يادونه : دغه نظريه لرونکي سيکولرانو د غرب پورې تړاو لري.
– تبصره : دوهمه ډله سيکولران د الله ﷻ وجود نه انکار نکوي بلکې د الله ﷻد حاکميت نه انکار کوي.
 – 3 – دريمه ډله واي :
 الله ﷻ شته خو الله ﷻ سره به جوړجاړۍ وکړو او خپل ژوند او حکومتولۍ ځيني به د الله ﷻ ومنو ځيني به خپل .
يعنې نکاح , رضاع, جنازه او غيره کې به د الله ﷻ ومنو،
حکومت، نظام، سياست او ډيپلوماسي….. کې به خپل قانون ومنو.
 يادونه : دريمه ډله سيکولران متأسفانه د اسلامي نړۍ سيکولران دي چې ځانته مسلمانان هم وايې.
– تبصره : دريمه ډله سيکولران د الله ﷻ وجود نه انکار نکوي، همدارنګه د الله حاکميت نه هم  انکار نکوي، بلکې د الله (جل جلاله) سره حاکميت کې ځان شريک کوي، په داسې حالکې چې حاکميت اعلی د الله ﷻ ځانګړتيا ( خاصه)  ده.
د سیکولریزم او سیکولر نظریو رد په شرعي دلاﺉلو په دوهمه برخه کې .
دوام لرې………

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx