نظــر

راتلونکې لويه جرګه يا د افغانانو لويه ملي مجمع

د،ب،هيښ

په دې ورځو کې ځنې کونګوسې او اوازې دي ، چې لويه جرګه به مليړدايريږي او په څنګ کې ئې د بهر نه د تښتېدليو او يا پخوا په بهر کې مقيم افغانانو د راتګ د پاره کميسون مؤظف او ټاکل شوئ ، څو هغوی د وطن د خدمت د پاره وهڅول شي او د دوی د وړتيا او مهارت نه ګټه پورته شي .
په جرګه کې به احتمالاا د راتلونکي داخلي او خارجي سياست او نظام د تګلارو د پاره بحثونه کيږي ، تر څو شريک تصميم او پرېکړه وشي چې په افغانستان کې راتلونکي سياسي ژوند ته معيارونه او نورمونه وټاکي .

زه دقيقاا په دې هکله معلومات نه لرم ، لاکن الله پاک دې وکړي چې د جرګې د دایرېدو اوازه په واقعيت بدله شي او ددې اولس د عظيمو مشکلاتو د حل د پاره افغانان اخلاصمندانه سره را ټول شي ،کار وکړي او د حل لاري را وباسي .

په افغانستان کې د سولې – ثبات د ټينګېدو ، ټولنيز عدالت د پياده کېدو , د خپلواکۍ -ازادۍ د دفاع او ديني -ملي اقتدار د نهادینه کېدو د پاره هره خبره ، جلسه ، میټېنګ ، کنفرانس ، غونډه ، جرګه او لويه جرګه چې صداقت په کې وي ،قابل د قدر ، منلو او احترام ده او په همدې لاره تګ کې د افغانستان ګټه ، خير او صلاح نغښتي دي . هيله ده چې دا شان طرز العملونه متواتر ، قوي ، پراخه او هر اړخيزه شي .

بله موضوع په بهر کې د مېشتو افغانان د راتګ ده . دا هم ډېره ښه خبره ده چې زموږ مجرب ، متخصص او پوه افغانان بېرته وطن ته راشي او د وطن په ابادي او خدمت کې خپل سهم ادا کړي .
افغانستان د ټولو افغانانو مشترک کور دئ او د ااا په راتګ سره الحمدلله خپلواکي حاصله شوې ، سراسري امنيت ټينګ شوئ، شر -فساد ختم شوئ او د اشغال او اشرارو د وحشت او بربریت نه په ویرانه بدل شوي زموږ شريک کور افغانستان د بيا جوړولو او ودانولو د پاره زمينه مساعده شوې ده . نو همدا وخت او امتحان دئ د ټولو افغانانو د پاره چې خپله وطندوستي ، اولس دوستي او انساندوستي د ادعا او خبرو د ستيج نه د عمل په ډګر کې پياده او ثابته کړي او خپل ديني -مسؤليت اداکړي ، څو نور دا وطن او اوسيدونکي ئې د جهان د نورو اولسونو په شان د ترقۍ او رفاه څښتنان او د نورو د احتياج او خيرات نه خلاص شي . زه باور لرم چې دين -وطن -اولس- او ملي ارزښتونو ته معتقد او مخلص بهرميشتي افغانان به د ااا دعوت او بلنې ته بې له کومې پلمې مثبت ځواب ووايي او د وطن د ابادۍ او خدمت په جهاد کې به په ډېر شوق او شور سره ونډه واخلي .

خو که د ااا او د دعوت کميسيون هدف پخوانيو غلو ، غاصبانو ، وطنفروشانو ، جاسوسانو ، د اولس قاتلانو ، اشرارو ، فسادګرو او ملي خايينانو ته په جرګو ، سياسي قدرت او يا په لويو ملي مسايلو کې د ګډون دعوت او برخه ورکول وي ، بيانو دا ددې مظلوم اولس په ژورو او پلنو زخمونو د مالګې دوړول او پرهارونه يې په ناسور بدلول دي .
د معلومالحاله خايينانو او اشراري باڼډونو سره هره معامله ، مصالحه ، جوړجاړی او توافق د افغان اولس سره د دوښمنۍ او جفا اعلان دئ ، چې د ااا بايد خپل ګټلی موقف ، محبوبيت او مقبوليت په داسې اقداماتو خراب او خدشه دار نه کړي .
د ااا په قدرت راتلل د افغان اولس د هغه مبارزې ثمره ده چې د شر -فساد ، جنايت او خيانت د عاملينو او مسببينو سره ئې د ااا تر قيادت لاندې کړې ده او دې قيادت ته ئې ديني او ملي مشروعيت ورکړئ دئ.
که د ااا د اولس د غوښتنو او پرېکړې ( د اشرارو ، جنګي مجرمينو ، وطنفروشانو او ملي خايينانو سره نه پخلا کېدونکې مبارزه ، د هغوی د ناوړه او غدارانه عملونو سره محاسبه او محکمې ته راکش کول ) خلاف عمل کوي ، بيانو يې ديني -ملي مشروعيت تر سوال لاندې راځي او ملت به حتمي دا سوال ځنې کوي چې :
که د اشرارو او فسادګرو او خايينانو سره جوړ جاړي کې کوم خير او ملي مصلحت وي ، بيا مو دا شل کاله مخکې دا کار ولې نه کاوه ؟
هم به په لکهاوو ځوانان نه شهيدانېدل او هم به د بمونو او توپونو له لاسه د خلکو کورونه ، عيالونه او مالومه نه تباه کېدل .
ولې هغه وخت ناجايز او حرام و او اوس جايز او حلال ؟
ښايي داسې استدلال وشي ، چې هغه وخت افغانستان اشغال و او مبارزه د اشغالګرو په مقابل کې وه ، نو ايا د اشغال د پياده عسکرو او د افغان اولس د قتلعام د بشري ناورين مديريت بې له دې خايينو عناصرو او بانډونو يې بل چا کوله ؟
بل تر ټولو مهمه دا چې ايا دا عناصر او باڼډونه په خپل خيانت او جنايت اقرار کوي ؟
ايا د هغه وحشتونو او غدر له کبله چې د افغان اولس په مقابل کې يې کړي دي پښېمانه او د افغان اولس نه د بښنې غوښتلو هوډ لري ؟
ايا دوی دې ته حاضر دي چې د خپلو شومو اعمالو حساب ورسره وشي ؟

د هر سياسي قدرت مشروعيت ، مقبوليت او دوام يوازې د اولس سره د تفاهم ، د اولس د حمايت ، تائيد، تصميم او پرېکړې په ميزان تلل کيږي .
د ااا د شل کلن اشغال او شر-فساد په مقابل کې د افسانوي مبارزې او معجزه اسا کاميابۍ راز او حکمت بې د الله پاک د مرستې او د افغان اولس د بې سرحده ملاتړ نه بل څه کېدائ شي ؟
نو د افغان اولس قهرماناته ، قاطعانه ، برخليک ټاکونکی او حياتي رول د افغانستان په ملي مسايلو کې چې په عيني او تاريخي اسنادو ثابت دئ ، بايد د هر نظام او چلوونکو له لوري هېر او له پامه ونه غورځول شي او همېشه يې غوښتنو ، نظر ، مشورو او تصميم ته اولويت ور کړل شي .

لويه جرګه زموږ په وطن کې د ملي او بين المللی بحرانونو ، معضلو او پرابلمونو د حل يوه معتبره ، درنه او مهمه دستوره او ادرس و او په اينده کې به هم وي او ددې وطن د بقا او حفاظت د پاره معقوله ، موثره ، ارزښتناکه او د افغاني کلتور يو غير قابل انکاره وسيله او نعمت دئ ، چې په دایرېدو او فيصلو ئې زموږ د ژوند سختې او مغلقې سياسي -اجتماعي-امنيتي غوټې خلاصې شوې دي او د غټو او مهلکو خطرونو مخه نيول شوې ده . مګر بد بختانه د افغانستان د وروستيو څو لسيزو په جريان کې د وارداتي اډيولوژيګانو او د يو شمېر مسخ شويو ، انفغالي او د پرديو اجيرو عناصرو او بانډونو د ضد ديني او ضد ملي هدفونو د پياده کېدو د پاره لکه زموږ د وطن د نورو ارزښتونو( اسلامي عقيده ، ملي مقدسات ، ملي تاريخ ، ملي افتخارات ، ملي ثقافت او …‌) په شان په لويه جرګه او ارزښت يې ملنډې ووهل شوې اود يوې نمايشي او آرايشي نندارې په شکل ورنه سؤاستفاده وشوه او د جرګې اصل( جرګه کوونکي به د افغان اولس اصلي ، صادق او ديني -ملي ارزښتونو ته متعهد شخصيتونه وي) سره په تضاد کې يو شمېر نا اهله ، بیګانه پرسته ، غلام طبيعته ، غله ، بد ماشه ، بې ارادې ، جاسوس ، د ديني -ملي عقايدو نه خالي او خايين عناصر به د اشغالګرو په مديريت او مصرف را غونډ کړل شول تر څو د وطن خرڅولو د ملي خيانت قباله ( د کرزي او غني لويې نامنهاده لويې جرګې او دغلامۍ ستراتيژيک او امنيتي تړونونه ) پرې تصويب او امضاء کړي او د موږ د تاريخي لويو جرګو خلاف اولس او وطن ته د افتخار او کاميابۍ په ځای د وطنفروشۍ او ملي خيانت، ذليل توب او بېعزتي تور داغ د افغان اولس په ټنډه شي .

بناا که لويه جرګه يا ملي غونډه جوړيږي ،د اولس د ټولو پرګنو ، اقشارو ، کارګرانو ، بزګرانو ، اصنافو ، محصلانو ، روحانيونو ، استادانو ، منورينو او کسبه کارانو ( نارينه او ښځينه ) نماينده ګان بايد په‌کې حضور ولري ( بې له جنګي جنايتکارانو ، وطنفروشانو ، د اشغالګرو اجرتي قاتلانو ، د بيت المال د چپاولګرانو او غاصبانو ) . څو د ديني -ملي ارزښتونو او منافعو د بقا ، ودې او دفاع د پاره يې نظريات او وړانديزونه په دقت و کتل شي او د ملي تفاهم په اساس د يوه ملي وفاق د پاره ورنه کار واخستل شي او د نظام د سياسي واک چلونې د پاره داسې پرېکړې وشي ، چې د زورواکۍ ، تشدد ، کودتا ، شر-فساد واکۍ دولتي او سازماني ترور ، د پرديو د نظامي مداخلو او نورو جرمي او نامشروع لارو سياسي واک ته ځان رسول په کې د ابد د پاره منتفي او مردود شي .

پخوانيو نامشروع دودونو ته چې سياسي واکمني د يوه فرد ، کورنۍ ، ډلې او ګوند انحصاري او ميراثي برخه ګرزېدلې وه ، د تل د پاره د پای ټکی کيښودل شي . بلکې په دې حقيقت اقرار ، تاکيد او توافق وشي چې د سياسي قدرت اصلي منبع او مالک اولس دئ او ددې قدرت چلول او اجرايي اقدامات يو ماموريت دئ او مسؤليت دئ د اولس د خدمت او چوپړ د پاره ، نه د امتياز ، شخصي او سازماني اهدافو او امتيازاتو د حاصلولو هدف . ددې ماموريت د اجرا دپاره صلاحيت او پرېکړه د ملت ده چې چاته ، تر کومو شرايطو لاندې او د څومره مودې دپاره دا ماموريت سپاري .

د افغانستان د سياسي -اجتماعي – اقتصادي -ثقافتي ژوند اصلي خط مشې ، مسير او اساسي بنسټونه افغان مسلمان اولس تعين کړی دي چې د اسلاميت او افغانيت ( ديني -ملي ) په ستنو به ولاړ وي او په دې برخه کې بحث ته حاجت نشته.
اوس يوازې ددې خط مشې د اجرايي ، مديريتي او اداري چارو مخته بيولو موضوع مطرح ده چې په کوم طرزالعمل او ميکانيزم بايد سرته ورسيږي .

په افغانستان کې د تاريخي مصيبتونو تسلسل او دوام ، د اولياوو امورو له لوري د ملت سره د دوکې ، فاصلې او تضادي سياست له کبله وو ، نه د تفاهم ، مشورو او توافق په بنا .
همدا وجهه وه ، چې د سياسي حاکميتونو نه ملت متنفر شوئ ، د منلو او حمايت نه ئې لاس اخستئ او همدغه د اولس نه حمايت د حاکميتونو د قدرت پايې لړزانده او بلاخره د ابدي سقوط سره مخامخ او تاريخ کندې ته غوځار شوي دي .
که د ملت سره د تضاد او تقابل سياست د ملت سره د تفاهم او توافق په کړنلاره بدل نه شي ، مصیبتونه به کمافي السابق دوام لري .

د افغانستان په سياسي واکمنۍ کې د اولس ټول افراد ، اقشار ، اصناف ، اقوام ،مذاهب ، ژبو والا او د وطن د هر کونج نه ، د اشتراک او ګډون مساوي او بې له امتيازه حقوق لري او حق اوليت به يوازې د تقوا ( سياسي -اقتصادي -ثقافتي – علمي ) او اهليت ( تخصص ، تجربه ، تدبر ، مهارت ) لرونکو وي .
موږ الحمدلله د افغانستان په قومي -ژبني – مذهبي جوړښت کې په کافي اندازه اهل ، پاک او ديني -ملي ارزښتونو ته مخلص خلک لرو ، چې د ملک د سياسي ، اجتماعي ،امنيتي ، اقتصادي او ثقافتي ستونزو د حل د پاره د هغوی مشوره ، نظريات او عملي اقدامات برخليک ټاکونکی او ګټور رول لوبوي . خو هغه عناصر او عمال چې د اولس په وينو يې لاسونه سره او ذهنونه يې د شر – فساد په زهرو لړلي دي قطعاا د بښلو نه دي ، بايد د صورت نيولو لړزوونکو وحشتونو حساب ورسره وشي ، نه داچې په يوه اوبله پلمه تبرئه او ونازول شي .

عدالت بايد د مصلحت قرباني نه شي او عدالت هغه وخت پياده کيږي چې سياسي واکمني د ټولنې د افرادو سره د هريوه د اعمالو په بنا بې له تبعيضه د مجازات او مکافات د اصل په بنسټ برخورد او سلوک وکړي .
افغانان اولس د عدالت په انتظار او عدالت د ااا په انتظار

#دابادۍ او خدمت جهاد

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx