شعـــــرونه

هسې د غټې کیسې مه کړه بازاري زلمیه – غزل

هسې د غټې کیسې مه کړه بازاري زلمیه
زه خو دې پیژانم چې نه یې سنګري زلمیه

زه خو دې پیژانم زما خو کلیوال یې کنه
لږ یې سړه خوره دومره مه ځه هوايي زلمیه

چیرته وې هلته چې بمبار وو او چاپې وې ګرانه
نه يې طالب او نه دې کړي طالبي زلمیه

په کوم کمین تُرور، تعروض کې دې شرکت کړی ده؟
دا کــړه ثابــته بیا مــنم دې بهادري زلمیه

د بل په توره او په ننګ باندې کیسې مه کوه
ځار دې د تور ایمپور څښتنه سیاسي زلمیه

همدومره بس ده چې ازاد پکې سرې سترګې ګرځې
نوره تیز مه ځئ بس ځانونه کړئ سړي زلمیه

ته خوپرون مونږ ته جهاد خلاف وصیت کولو
نن دې دي بډې پورته کړي کړې شیخي زلمیه

دتور لوګي چې یې اوباسی له شنې سپینې رینجر
دادي د خــوار ملت اهــونه د زړګي زلمیه

ته یې هغه اوکنه زه یم تیر وتلی اشنا
چې د هلال ته کړو نسبت د لیواني زلمیه

هلال مهاجر

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx