افغانستان

په ختیځ کې د ناټو یو عسکر ووژل شو

نن ټکی اسیا(سه شنبه، زمري۲۱مه، ۱۳۹۳ل): په افغانستان کې مېشتو ناټو ځواکونو اعلان وکړ، چې د دوی یو عسکر نن د افغانستان په ختیځ کې د یوه برید په ترڅ کې وژل شوی دی.

د دوی په وینا، دا پېښه نن سه شنبه د افغانستان په ختیځ کې را منځته شوه.

د پېښي د نورو تلفاتو او ځای ځایګي په اړه نور جزییات تر دې دمه نه دي ورکول شوي.

سرچینې همداراز د وژل شوي عسکر د هویت په اړه څه نه دي ویلي؛ خو زیاتوي چې ښايي د وژل شوي عسکر هویت او نور معلومات د هغه د اړوند هېواد د رسمي سرچینو له خوا اعلان شي.

د ناټو له لورې د خپلو وژل شویو عسکرو په اړه د ورکول شویو شمېرو له مخې ، د دې عسکر په مرګ سره په روان کال کې په افغانستان کې د دوی د وژل شویو عسکرو ۱۵ تنو ته ورسېد.

ناټو ځواکونه اندیښنه لري، په داسې حال کې چې دوی له افغانستانه د وتلو په درشل کې دي ، پر دوی بیا هم بریدونه کم شوي نه دي او تر ټولو زیات سرخوږی ورته د نفوذي عسکرو له لورې تر سره کېدونکو بریدونو له امله پېښ شوی.

په روانه اونۍ کې پر بهرنیو ځواکونو دا دوهم برید دی، چې ترسره شو. دوې ورځې وړاندې د کابل ښار په علاالدین درې لارې کې د بهرنیانو د موټرو پر کتار سرتېری برید وشو.

همداراز تېره اونۍ په همدې ورځ د کابل په قرغې سېمه کې د افغان ځواکونو د روزنې په یوه مرکز کې د رفیق الله په نوم د یوه سرتېري له لورې د امریکا پر یوه تر ټولو لوړپوړي نظامي چارواکي او لسو نورو بهرنیانو برید وشو.

په دې برید کې امریکايي جنرال هارولډ ګرین ځای پر ځای ووژل شو او د یوه ایټالوي جنرال په شمول شاوخوا ۱۴ نور بهرني نظامیانو ته مرګ ژوبله واوښته.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x