نظــر

په عامه او خصوصي سکتور کې د هېواد کاري ځواک ته د کار جواز د ورکړې ( توزیع ) تګلاره

دکتور عنایت الله عادل د بشري ځواک لوی رئیس

بسم الله الرحمن الرحیم

سريزه :

د افغانستان اسلامي امارت تل خلکو ته د اسانتياوو، سعادت، اقتصادي او ټولنيزې ودې د برابرولو په هڅه کې دی، ترڅو په دې برخه کې عملي ګامونه اوچت کړي.

د افغانستان اسلامي امارت په کاري برنامو کې د ټولو وزارتونو ، خپلواکو ادارو او خصوصي سکتور لپاره دندې ځانګړې شوې دي چې د کار اوټولنيزو چارو وزارت هم له همدغو وزارتونو څخه دي.

دکار او ټولنيزو چارو وزارت د اسلامي امارت د اهدافو د ترلاسه کولو لپاره تل هڅه کړي ده ، ترڅو په مختلفو برخو کې لکه د اړوندو قوانينو ، مقرراتو او پاليسيو په طرحه کولو سره د کارموندنې په برخه کې د اسانتياوو برابرولو ، د بشری سرچينو پراختيا، بهر ته د کارګرانو لېږلو، د کارموندنې د مرکزونو د ايجادولو ، د مهارتونو پراختيا په موخه د فني او حرفوي مرکزونو ايجادول او د کار د بازارد مطالعه کولو، همدا راز د متضررو کارګرانو لپاره د ټولنيز خوندیتوب د برابرولو او له حقوقو څخه يې د ملاتړ برابرولو په برخه کې کارکول دي.

دا چې د داخلي او خارجي اتباعو لپاره د کار جواز ورکول د بشري ځواک د لوی رياست له سترو دندو څخه ده او دغه سترې دندې ته په کتو سره د کار او ټولنيزو چارو وزارت د ټول کاري ځواک ، دولتي کارکونکو ، د خصوصي سکتور کارکونکو او هغو کسانو چې دندې لري او يا نوي ګمارل کيږي دغه طرحه د کار د قانون د ديارلسمې مادې د شپږمې فقرې سره سم ترتيب او عملي کيږي.

د کار او ټولنيزو چارو وزارت اهميت او مسؤليت :

دکار او ټولنيزو چارو وزارت د يو پاليسي جوړوونکي ، قانون جوړوونکي او د فعاليتونو د رهبری کوونکي بنسټ په توګه کار کوي ، ترڅو د هېواد ټولو ښځينه او نارينه وګړو ته د کار فرصتونه ، آسانتياوې او ټولنيزخونديتوب يا مصؤنيت برابرکړي.

د افغانستان د اسلامي امارت له هڅو سره سم د کاري فرصتونو او اسانتياوو برابرول ، دکار د بازار مطالعه کول ، د مهارتونو پراختيا ، بهر ته دکارګرانو ليږل، د کارموندنې د خدماتو وړاندي کول، په کاري شرايطو کې ښه والی راوستل ، د بي وزله اقشارو او وګړو لپاره په ځانګړي ډول د بي سرپرسته ښځو ، د بي سرپرسته ماشومانو د ټولنيز خونديتوب او همدارنګه د کارګرانو له حقوقو څخه دفاع د ياد وزارت له عمده فعاليتونه څخه شمېرل کېږي.

د کار او ټولنيزو چارو وزارت د لاندې موخو د تر لاسه کولو لپاه کارکوي.

1. د کار د بازار د پراختيا له لارې د خوښې وړ او خوندي کار ( شایسته کار) ترويج او وده .

2. د وزارت د پاليسيو او ستراتيژيو د پراختيا له لارې د بيکاری کمول.

3. د ټولنيزو حمايوي فعاليتونو له لارې د لوږې او ټولنيزې انزوا ( یواځیتوب) کمول.

4. د ټولنیز خوندیتوب د شبکې له لارې د ماشومانو ، نويو ځوانانو او لوړعمرلرونکو کسانو خونديتوب او په ټولنيزو چارو کې د هغوی ګډون .

5. د عامه پوهاوي له لارې د ټولنې د منزوي شويو اشخاصو په اړه د ټولنيز پوهاوي ورکول.

6. د ادارې د انکشاف ، د کار او ټولنيز مصونيت د ملي پاليسيو د تطبيق په موخه د وزارت د کار کونکو د وړتياوو لوړول .

7. داخلي او بهرنيو وګړو ته د کار جواز ورکول.

موخی:

 د استخدام ( ګمارنې) د پروسې قانوني کيدل.

 دوه ځايه کې د يو نفر د ګمارلو څخه مخنيوی.

 د ګمارل شويو کسانو د کره احصايې لاسته راوړل.

 د افغانستان د اسلامي امارت د عوايدو لوړول.

 د بهرنيو کارګرانو ثبتول د کارجواز ورکول.

 بلدد کار جوازد ویشلوپه پروسه کې د روڼتیا او اسانتیا راوستل.

عمومي معلومات:

د کار د قانون په اساس د کار او ټولنيزو چارو وزارت په ځانګړي توګه د بشري ځواک لوی رياست داخلي او خارجي اتباعو ته د کار جواز د توزيع مسؤليت لري له دې کبله تر اوسه یواځې ملکي دولتي ادارې او د خصوصي سکتور ډیرې کمې برخې د کار جواز د اخیستلو لپاره مراجعه کوي حال دا چې باید ټولې دولتي او خصوصي ادارې خپل ټول کارکوونکي د کار جواز د اخیستلو لپاره د کار او ټولنیزو چارو وزارت ته معرفي کړي او هغه ادارې چې کارکوونکي یی بايد د کار جواز تر لاسه کړي او يا هم خصوصي سکتور د کار جواز اخيستلو ته ليواله کړي په لاندې توګه تشريح کيږي.

د کار جواز د اخیستلو اړوند د دولتې او خصوصي ادارو مسؤلیتونه :

الف:- په خصوصي سکتور کې:

د کرهنې برخه : د کرهنې محترم وزارت اړوند موسسات ، شرکتونه ، حيواني او زراعتي فارمونه او نورې هغه ادارې چې د کرهنې او مالداری په برخه کي کار کوي خپل کارکونکي دې د کار جواز د اخيستلو لپاره په مرکز کې د کار او ټولنيزو چارو وزرات د بشري ځواک لوی رياست ته او په ولایتونو کې د کار او ټولنيزو چارو رياستونو ته ور وپېژني.

لکه (د شنو خونو فارمونه ، د مثمرو او زينتي ونو قوريي او د مالداري فارمونه).

د روغتیا برخه : د عامي روغتيا وزارت دې ټول خصوصي روغتونونه خصوصي کلينيکونه ، لابراتوارونه ، تشخيصيه مراکز، هغه شرکتونه او موسسات چې د روغتيا په برخه کې کار کوي همدا راز د فارمسي محترمه اداره دې ټول درملتونونه ، او هغه شرکتونه او موسسات چې د درمل جوړولو برخه کې کار کوي موظف کړي، ترڅو خپل کارکوونکي د کار جواز د اخيستلو لپاره په مرکز کې د کار او ټولنيزو چارو وزرات د بشري ځواک لوی رياست ته او په ولایتونو کې د کار او ټولنيزو چارو رياستونو ته وروپیژني.

اطلاعات او کلتور : د اطلاعاتو او کلتور محترم وزارت دي هغه موسساتو ، شرکتونو ، چاپي، انځوریزو، ږغیزو، رسنيو او هغه بنسټونو ته چې دې برخه کې کار کوي دنده ورکړي ترڅو خپل کارکوونکي د کار جواز د اخيستلو لپاره په مرکز کې د کار او ټولنيزو چارو وزرات د بشري ځواک لوی رياست ته او په ولایتونو کي د کار او ټولنيزو چارو رياستونو ته وروپیژني.

د لوړو زده کړو په برخه کې : دلوړو زده کړو وزارت دې ټولو خصوصي پوهنتونونو، د لوړو زدکړو خصوصي موسساتو ، اړونده شرکتونو ، او بنسټونو ته چې د لوړو زدکړو برخه کې فعاليت لري دنده ورکړي ترڅو خپل کارکوونکي د کار جوازد اخيستلو لپاره په مرکز کې د کار او ټولنيزو چارو وزرات د بشري ځواک لوی رياست ته او په ولاياتو کې د کار او ټولنيزو چارو رياستونو ته ور وپیژني.

د پوهني په برخه کی : د پوهني محترم وزارت دې ټول خصوصي انستيتونو ، موسساتو ، ديني مدارسو ، د ښوونکو د روزني خصوصي مراکزو، خصوصي ښونځيو او کورسونو او نور ټول هغو بنسټونو ته چې د پوهني برخه کې کار کوي دنده ورکړي چې خپل کارکونکي د کار جوازد اخيستلو لپاره په مرکز کې د کار او ټولنيزو چارو وزرات د بشري ځواک لوی رياست ته او په ولایتونو کې د کار او ټولنيزو چارو رياستونو ته ور وپیژني.

د کانونو او پطروليم په برخه کې :

د کانونو او پطروليم وزارت دې ټول د تيلو ټانکونه ، د سترو پروژو کارکوونکي ( لکه د مس عينک، د ډبرو د سکرو ، نفتو ) او ټول هغه شرکتونه او موسسات چې د کانونو د اکتشاف او استخراج په برخه کې کار کوي موظف کړي چې خپل کارکوونکي د کار جوازد اخيستلو لپاره په مرکز کې د کار او ټولنيزو چارو وزرات د بشري ځواک لوی رياست ته او په ولايتونو کې د کار او ټولنيزو چارو رياستونو ته معرفي کړي.
د صنعت او سوداګرۍ په برخه کې : د صنعت او سوداګرۍ وزارت دې ټول اړونده شرکتونو موسساتو، توليدي او صنعتي فابريکو ( لکه د وسپني ، ګاډرو ، فرنيچرو کارخوني او صنعتي پارکونه) او نورو ټولو هغو بنسټونو ته چې د صنعت او سوداګرۍ برخه کې کار کوي دنده ورکړي چي خپل کارکوونکي د کار جوازد اخيستلو لپاره په مرکز کې د کار او ټولنيزو چارو وزرات د بشري ځواک لوی رياست ته او په ولايتونو کې د کار او ټولنيزو چارو رياستونو ته ور وپیژني.
د ترانسپورت په برخه کې: د ترانسپورت وزارت دي ټول اړونده شرکتونو موسساتو او نورو ټولو هغو بنسټونو ته چې د هوايي او ځمکني ترانسپورت برخه کې کار کوې دنده ورکړي چې خپل کارکوونکي د کار جوازد اخيستلو لپاره په مرکز کې د کار او ټولنيزو چارو وزرات د بشري ځواک لوی رياست ته او په ولایتونو کې د کار او ټولنيزو چارو رياستونو ته وروپیژني.

د ښار جوړولو په برخه کې : د ښار جوړولو وزارت دي ټول اړونده خصوصي شرکتونو ، موسساتو او نورو ټولو هغو بنسټونو ته چې د رغونې او مهندسۍ په برخه کي کار کوي دنده ورکړي چې خپل کارکوونکي د کار جوازد اخيستلو لپاره په مرکز کې د کار او ټولنيزو چارو وزرات د بشري ځواک لوی رياست ته او په ولایتونو کې د کار او ټولنيزو چارو رياستونو ته ور وپیژني.

د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ برخه : د مخابراتو اومعلوماتي تکنالوژۍ وزارت دې ټولو اړوندو مخابراتي او تکنالوژيکي شرکتونو ، موسساتو او ټولو بنسټونوته لکه ( افغان بيسيم ، افغان ټليکام، اتصالات، سلام، روشن ، ام ټي ان او نور مخابراتي شرکتونه) چي د مخابراتو او تکنالوژۍ په برخه کې کار کوي، دنده ورکړي چې خپل کارکوونکي د کار جواز د اخيستلو لپاره په مرکز کې د کار او ټولنيزو چارو وزرات د بشري ځواک لوی رياست ته او په ولايتونو کې د کار او ټولنيزو چارو رياستونو ته ور وپیژني.

د ټول ګټو وزارت اړوند : د ټول ګټو وزارت دې ټولو اړوندو شرکتونو او موسساتو ته چې د سړکونو او لويو لارو په برخه کې کار کوي، دنده ورکړي چې خپل کارکوونکي د کار جوازد اخيستلو لپاره په مرکز کې د کار او ټولنيزو چارو وزرات د بشري ځواک لوی رياست ته او په ولايتونو کې د کار او ټولنيزو چارو رياستونو ته ور وپیژني.

دخصوصی شرکتونو او موسساتو برخه : د اقتصاد وزارت دې ټولو هغو خصوصی موسساتو او شرکتونو ته چې له یاد وزارت څخه د فعالیت جواز تر لاسه کوي او یا د فعالیت جواز تمدیدوي، موظف کړي چې خپل ټول کارکووونکي د کار جوازد اخیستلو لپاره په مرکز کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت د بشري ځواک لوی ریاست ته او په ولایتونو کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت اړونده ریاستونو ته وروپیژني.

کابل ښاروالي او د ولاياتو ښاروالي :کابل ښاروالۍ او د ولاياتو ښاروالۍ دې ټول هغه کسان چې له ښارواليو د فعاليت جواز ترلاسه کوي او د ښارواليو په مختلفو اصنافو کې فعاليت کوي لکه ( خياطان ، فلزکاران ، دوکانداران ، او ….) موظف کړي چې خپل کارکوونکي د کار جواز د اخيستلو لپاره په مرکز کې د کار او ټولنيزو چارو وزرات د بشري ځواک لوي رياست ته او په ولايتونو کې د کار او ټولنيزو چارو رياستونو ته ور وپیژني.

د افغانستان بانک : د افغانستان بانک دې ټول صرافان د صرافي شرکتونه خصوصي بانکونه او ټول هغه بنسټونه چې په بانکي سکتور کې کار کوي ( د شهزاده سراي صرافان ، نوي کابل بانک، عزيزي بانک اسلامي بانک، میوند بانک …) موظف کړي چې خپل کارکونکي د کار جوازد اخيستلو لپاره په مرکز کې د کار او ټولنيزو چارو وزرات د بشري ځواک لوی رياست ته او په ولايتونو کې د کار او ټولنيزو چارو رياستونو ته معرفي کړي.

د يادولو وړ ده تر ټولو اسانه لاره چې د پورتنيو کتګوريو اشخاص د کار جواز ترلاسه کړي دا ده چې کله نوموړو کتګوریو اشخاص د فعاليت د جواز تر لاسه کولو او تمديدولو لپاره وزارتونو او ادارو ته مراجعه کوي د کار جواز لپاره دې خپل کارکوونکي د کار او ټولنیزو چارو وزارت اړونده برخوته په مرکز او ولایتونو کي د مکتوب په ذریعه معرفي کړي .

ب: د عامه ادارو برخه :

د اسلامي امارت ټولې ملکي ادارې دې خپل رسمي او قرار دادي کارکوونکي د کار جوازد اخيستلو لپاره په مرکز کې د کار او ټولنيزو چارو وزرات د بشري ځواک لوی رياست ته او په ولايتونو کې د کار او ټولنيزو چارو رياستونو ته وروپیژني.
دا چې د کار جواز د ورکړي پروسه يوه رسمي او د استخدام د قانوني کيدو پروسه ده لازمه ده چې د نظامي ادارو ټول ملکي پرسونل هم د کار جواز د اخيستو لپاره معرفي شي .

د استخدام کوونکو ادارو مسؤليتونه او مکلفيتونه ( عامه او خصوصي سکتور)

د کارله قانون سره سم د استخدام کوونکو ادارو مکلفيتونه په لاندې ډول دي .

1. کار غوښتونکو کسانو ته د تعليمي او تحصيلي تصديق لپاره د کار موندنې د فورمونو توزيع کول.

2. د کورنيو چارو وزارت ته د له جنایي جرمونو څخه د عدم مسؤولیت د اطمينان په خاطر د مکتوبونو او استعلامونو صادرول.

3. د روغتیایي ډاډ په خاطر روغتیایي ارګانونو ته د مکتوبونو او استعلامونو صادرول خاصتا د ساری امراضو د نه اخته کیدو د اطمینان په خاطر.

4. د کار او ټولنيزو چارو وزارت ته د کار جواز د توزيع په خاطر د مکتوب صادرول.

5. د کار او ټولنيزو چارو وزارت د بشري ځواک لوی رياست ته د تقرر او عدم تقرر په اړه د اطمينانيه مکتوبونو صادرول او ليږل.

6. له قراردادي کارکوونکو سره د قرار داد لاسلیک کول.

د کار جواز د توزيع عملي طريقه

استخدام کوونکي ادارې مکلفيت لري چې نوي ګماريدونکي کسان تر ګمارلو مخته د کار جواز د اخيستلو په موخه د رسمي مکتوبونو له لارې په مرکز کې د کار او ټولنيزو چارو وزارت د بشري ځواک لوی رياست او په ولایتونو کي د کار او ټولنیزو چارو ریاستونو ته ور وپیژنی.
د کار جوازد توزيع تګلاره په لاندې ډول تشريح کيږي.

هغه کسان چې د کار جوازد تر لاسه کولو لپاره دکار او ټولنيزو چارو وزارت ته مراجعه کوي لاندي اسناد بايد له ځان سره ولري.

1- د معرفي کوونکي ادارې اصل مکتوب

2- تشخيصيه فورم ( TIN )

3- د کار موندنې اصلي فورم له رنګه کاپي سره چې په هغه کي د ذيصلاح مراجعو لخوا د تعليمي او تحصيلي سويي تصديق شوی وي.

4- روغتیایي استعلام

5- جنايي استعلام

6- د تذکرې اصلي او کاپي

که کارکوونکي مخکي بلي اداري ته معرفي شوي وي او د کار جواز يي ترلاسه کړي وي له مخکني اداري بايد د منفکي مکتوب ځان سره ولري.
کله چی کارکوونکي د بشري ځواک لوی رياست ته او يا هم په ولاياتو کې د کار او ټولنيزو چارو وزارت ریاستونو ته د معرفي مکتوب تسليم کړي لاندې چارې ترسره کيږي.

1- د رياست له مقام څخه د احکامو تر لاسه کول.

2- له ارشيف څخه د نظر اخيستل.

3- د بانکي تعرفې اخيستل.

4- د افغانستان بانک څانګې ته د تعرفي تسليميدل .

5- د تعرفې مديريت ته د بانکي آويز اصل له دوه کاپيو سره تسليمول .

6- د کار جوازچاپيدل.

7- په سيستم کې د کارغوښتوونکي د کار جوازد ځانګړتیاوو ثبتول.

8- د مکتوب صادرول.

ټول پورتني مراحل په ډير کم وخت کې ترسره کيږي.

پنځه ډوله جوازونه د قيمت په مقابل کې توزيع کيږي.

1- د لوړو زدکړفارغانو يا لسانس ته د کار جواز.

2- دمسلکي تعليماتو فارغانو ( له بکلوريا پورته ) د کار جواز.

3- د دولسم صنف فارغانو ( بکلوريا ) د کار جواز .

4- خدماتي کارکوونکي ته د کار جواز.

5- د مؤسساتو او قراردادي کارکوونکو د کار جواز.

د کار جواز د ورکيدو يا سوځيدلو په حالت کې د پورتنيو پنځه ډوله جوازونو مثنی هم د قيمت په مقابل کې توزيع کيږي .

په مرکزکې د کار جواز په الکترونيکي شکل ( استخواني کارت ) توزيع کيږي.

په ولایتونو کې د کار جواز په پخواني شکل کاغذي کارت توزيع کيږي.

عمده ستونزې:

1- د بشري ځواک لوی رياست او په ولايتونو کې د کار او ټولنيزو چارو رياستونه دکار جواز په برخه کې تشکیل کم ده او کفايت نه کوي.

2- اساسي او لازم دفتري تجهيزات کم دي او کفايت نه کوي. ( لکه کمپيوتر پرنتر…) همدا راز کاري ساحه او دفاتر مناسب ندي.

3- په ولایتونو کې د کارجواز په الکترونيکي شکل نه توزيع کيږي.

4- د کار جوازد توزيع سيستم له ولاياتو سره وصل شوي نه دی .

5- د کار د مفتشينو لخوا د کارپه بازار کې له خصوصي سکتور څخه لازم نظارت شتون نه لري ترڅو هغه کسان چې په خصوصي سکتور کې کار کوي او د

کار جوازاخيستلو ته مجبور شي.

وړانديزونه:

• که پورتنۍ طرحه عملي شي د کار جوازد غوښتوونکو شمير به زيات سي نو لازمه ده چې کافي تشکيل په نظر کې و نيول شي.

• د دفتر د ضرورت وړ اساسي تجهيزات دې برابر شي ترڅو په کم وخت کې د کار جوازونه توزيع شي

• په ولايتونو کي دې د کار جوازتوزيع په الکترونيکي شکل تبديل شي .

• د مرکز او ولايتونو د کار جوازد توزيع سيستم د انلاين وصل شي .

• دا چې د کار جواز دخصوصي سکتور په ټولو کارکوونکو الزامي ده نو لازمه ده چې د کارمفتشين دې په مرکز او ولايتونو کې په خصوصي سکتور کې هر

اړخيز تفتيش ترسره کړي .

پايله :

د کار جوازتوزيع کول په ټولو هيوادونو کي يو منل شوی او ضروري امر ده چي له نيکه مرغه د افغانستان د کار قانون هم په دې اړه واضح صراحت لري.
له بده مرغه د کار جوازتوزيع ټولې برخې تر پوښښ لاندي نه دي راوستلي، يواځي د اسلامي امارت ملکي ادارې او دخصوصي سکتور يوه وړه برخه د کار جواز ترلاسه کوي، د دي لپاره د چې د کار قانون تطبيق شوي وي او ټول دولتي او د خصوصي سکتور کارکوونکي د کار جواز تر لاسه کړي دغه طرحه ترتيب شوي ده .

دا چي د کار جوازتوزيع يوه ستره او هر اړخيزه پروسه ده او ټولي دولتي او خصوصي ادارې د دغې پروسې د تطبيق مسؤليت لري نو اړینه ده چې د کار او ټولنيزو چارو وزارت او نورو ټولو ادارو وزارتونو او خصوصي سکتور ترمنځ لازمه همغږي رامنځته شي او د يو اصل په توګه ومنل شي او ټولې ادارې خپل مسؤليت و پيژني او ادايې کړي .

دا چې د بيکارۍ او کم کاري کچه لوړه شوي ده لازمه ده چې په دوه يا څو ځايونو کي يو تن استخدام نشي او له داسې استخدام څخه مخنيوی شوی وي لازمه ده دهيواد ټول کاري ځواک ته چې مخکي استخدام شوي او يا هم نوي استخداميږي د کار جوازکارت توزيع شي ترڅو نورو ډيرو اشخاصو ته د کارزمينه مساعده شي او همدا رازد استخدام شويو اشخاصو دقيقه احصايه په آسانۍ تر لاسه کيدلی شي او د عوايدو کچه هم لوړيږي .
او له بلي خوا په دولتي او خصوصي سکتور کې د کارکوونکو استخدام هم قانوني کيږي .

داخلي او بهرنيو وګړو ته د کار جوازورکړه ځانګړی ارزښت لري چې په لاندې توګه لڼډه اشاره کوو.

د تقاعد د سوق کيدلو په وخت کي کارکوونکي سره مرسته کوي .

د کار کوونکي د کار او تجربي تصديق کوي.

دخصوصي سکتور کارکوونکي اکثراً د سوانحو دفترونه نه لري د کار دجواز په توزيع کولو سره خصوصي سکتور مکلفيت پيدا کوي چې کارکوونکو ته د سوانحو دفاتر جوړ کړي او که کومې بلې مرجع کې دنده اخلي کولای شي خپل د سوانحو دفاتر هم انتقال کړي او د کارکوونکي کاري تجربه محفوظه پاته شي.
پورتنيو موضوعاتو په کتوسره دغه طرحه ترتيب او د ورستیو کړنو لپاره ستاسو محترم مقام ته وړاندي کيږي.

والسلام

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
هيښ ويښ

د کارکولو ، کارورکولو او مسلکي پوهې لاسته راوستل د هر افغان چې عمر يې قانوناا کم نه وي طبيعي او ملي حق ډئ. په دې برخه کې نه جواز ته حاجت شته او بيروکراسۍ او نه کاغذپرانۍ ته ضرورت . د کار او ټولنيزو وزارت فقط د کار قانوني چوکاټ ورته تنظيم کړي ، تر څو د کارګرانو او مامورينو حقوق ، امتيازات او نزايا په کې ثبت شي او د کار ورکوونکي له لوري ورسره غير قانوني چلند و نه شي . د کار جواز بهرني کارګرانو د پاره لازمي او واجبي ډئ ، هغه هم په هغه… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx