ټولنیزه برخه

په تعليمي بنسټونو کې د تدريس ميتودونه او مؤثرې طريقې

مؤلف: صديق الله «حبيبي» د ښوونيز نصاب ديني علومو څانګې علمي او مسلکي غړی.

ميتود: يوه لاتيني کلمه ده، چې په فارسي او پښتو قاموسونو کې د روش، طريقې، لارې، دود، طرز او اسلوب په معنا راغلی دی. په ټوليز ډول د هر کار د ترسره کولول لارې ته ميتود ويل کيږي د تدريس میتود د درس وړاندې کولو لپاره له منظمې، با قاعده او منطقي لارې او اسلوب څخه عبارت دي.

تدريس: تدريس (Teaching)پوهولو،درس ورکولو، درس وړاندې کولو او د ځانګړې ښوونيزې محتوا او برنامې په معنا دي، چې له هغه څخه هدف په درسي ټولګي کې د زده کولو لپاره هڅونه، لارښوونه او د لازمو شرايطو او امکاناتو برابرول دي، تدريس د تعلیم او او تربيې د يو رکن په توګه د زده کوونکو او زده کړه ورکوونکو متقابل تعامل رانغاړي، چې د ښوونې او روزنې په پروسه کې له ځانګړي مقام څخه برخمن دي.

هر علم یو ځانګړی جوړښت او فني ژبه لري چې هغه د نورو علومو څخه بيلوی او تربيتي علوم هم له دې قاعدې څخه مستثنی (بيل) نه دي، که څه هم ځينې مفاهيم لکه پالنه، روزنه، تدريس او کسب زده کول یو د بل سره معادل ګڼل شوي خو دا مفاهیم په پوره معنا نه دي. د پالنې یا تربيت مفهوم د زده کړې او تدريس په پرتله یو عام او کلی مفهوم دی اما پالنه او تربیت د انسان د هدايت لپاره يو هميشنی نشان دی حال دا چې زده کړه او تدريس یو نظام نهدی بلکې یو هدف لرونکی فعالیت دی چې د پالنې د نظام په داخل کې د موخود تحقق لپاره را منځ ته کيږي چې د معلم په حضور کې په ټولګي کې صورت نيسی حال دا چې زده کړه عام مفهوم لري کيدای شي له نورو لارو څخه تر لاسه شي لکه: تلويزيون، راډيو او داسې نور. لنډه دا چې هر تدریس یو ډول زده کړه ده اما هره زده کړه تدريس نشي کیدای. بلکې په تدريس کې د ښوونکی او زده کوونکو شتون شرط ده.

د تدريس په هکله د زده کړې په شان مختلفې نظريې وړاندې شوې دي او دا نظريې کولای شو «د تدريس په یوه واحده نظريه» ونوموو چې هغه معمولاً په دوه اړخيزه طرح توصيف او تحليل کړو چې افقي او عمودي اړخونه دي، په افقي اړخ کې درې ډوله مطالعات شتون لري لکه: توصيفي، تجويزي او معياري او په عمودي اړخ کې د ټيلر له تیوري سره سم اوه پوښتنې دي یعنی څوک تدريس وکړي؟ څه باید تدريس شي؟ او داسې نور او څرنګه تدريس شي؟ چې اوله په محتوا او دويم د تدريس په کړنلاره پورې اړيکې لري. د ښوونې اوروزنې په باره کې تدريس هميشه دوه کارونه مخکې بيايي داخلي او بيروني.

ښکاره خبره ده چې د تعليم او تربيې په سیستم کې تدريس مهم رول لري د څو لسييزو په اواخرو کې ځنې د پام وړ تحقيقات د تدريس په اړه ترسره شوي دي. غوره ده چې په دې ځای کې د ځينې متخصصینو او نظريه ورکوونکو چې څيړنې يې کړي دي یادونه وکړو. د تدريس مؤثرو لاملونو په هکله مختلفې نظريې وړاندې کړې دي: شعبانې د تدريس په اړه وايي: تدريس د ښوونيزو فعاليتونو هغې برخې ته ويل کيږي چې په ټولګي کې د ښوونکي په شتون سره پيښيږي. تدريس د ښوونې يوه برخه ده او د ښوونې په څير يو لړ منظم، هدفمن او له مخکې ټاکل شوي فعاليتونه په بر کې نيسي، چې موخه يې د ښوونکي له لوري د زده کړې د مطلوبو شرايطو رامنځته کول دي. د شعباني له تعريف څخه د تدريس لپاره څلور ځانګړتياوې باید تر سره شي:

الف: د ښوونکي او زده کوونکو تر منځ د تعامل شتون.

ب ـ د ټاکلو او له مخکې د غوره شوو موخو پر بنسټ فعاليت.

ج ـ موقعيت او امکاناتو ته په پام سره منظم پلان.

د ـ د فرصت رامنځته کول او د زده کړې اسانول. ( )

په تعلیمي بنسټونو کې د تدریس اغیزمني طریقي

که څه هم د افغانستان کې په زیاترو تعلیمي بنسټونو لکه: مدارسو، پوهنتونونو، انستیټوټونو او ښوونځيو کې د استادانو او ښوونکو له لورې د تدریس له همغو پخوانیو دودیزو طریقو څخه کار اخيستل کېږي کومي چې له تېرو درې څلور لسیزو څخه مروجي دي، په دغو پخوانیو طریقو کې هم ښوونکي ستومانه کېږي او هم زده کوونکي په ټولګي ورڅخه تنګېږي، نو د ښه درس د یادولو لپاره لاندې څو طریقي بنسټېزي لاري چاري دي

د عملي کار میتود

له عملي ميتودونو څخه هدف هغه تګلارې دي، چې په هغه کې د عملي کارنو په عملي کولو او تر سره کولو باندې زیات تأکيد او تکيه کيږي، په دغو ميتودونو کې زده کوونکي او ښوونکی دواړه فعاله ونډه لري، لکه څرنګه چې ويل کيږي: د ښوونې او روزنې مهمې موخې د پوهې له انتقالولو، د وړتياوو له پرمختيا او په زده کوونکو کې د سلوک له بدلون څخه عبارت دي، د روزنيزو عملي تګلارو په کار اچولو سره د ښوونې او روزنې درې واړه موخې (پوهه، مهارت او ذهنیت) نندارې ته د وړاندې کيدو په ډول عملي کيږي. په اسلامي ښوونه او روزنه کې عملي ميتودونو يا تګلارو ته زيات ارزښت ورکړل شوی دی، هغه هم د اسلامي شريعت له ټوليزو او بنسټيزو اوامرو سره سم، چې وروسته عمل مطلوب دی، نه يوازې عمل مطلوب دی؛ بلکې له ترسره کوونکی او ګومارل شوی کس څخه نيک عمل يا غوره عمل غوښتل شوی دي، هغه کسان چې د اهليت او د کار ترسره کولو د مکلفيت له پيداکولو وروسته هغه ترسره نه کړي، تر ملامتيا لاندې راځي لکه څرنګه چې الله تعالی فرمايلي دي:

ژباړه: (اې مسلمانانو ولې هغه څه وايئ، چې پر هغه عمل نه کوئ، د الله په وړاندې د ملامتيا او عذاب له پلوه ستر دی، چې وايي او عمل نه کوي)( ).
عملي کار هم په څو طریقو ترسره کیدای شي چې مهم او د پام وړ يې را اخلو

۱ـ عملي ډله يیز کار: پدې میتود کې زده کونکي په کوچنیو ډلو ویشل کېږي او په عملي توګه د درس موضوع باندې کار کوي. په دې طر یقه کې ښوونکی زده کوونکي داسې تقسیم بندي کوي چې د بیلابیلو علمي سویو لرونکو زده کوونکي په مختلفو ګروپونو باندي ویشي. چې هغوي هلته خپلی تجربې له یو بل سره شریکوي ترڅو د حل یو کړنلاره پیدا کړي.دا د زده کونکو ټولنیز مهارتونه هم لوړوي.

۲ـ ټولیزعملي کار: پدې میتود کې ښوونکي ټولو زده کونکو ته دنده ورکوي او د دوی سره په اړیکه کې وي ترڅو د غلطۍ په حالت کې له دوی سره مرسته وکړي یا د ستونزې په حالت کې لارښوونه ورته وکړي. پدې توګه، د زده کونکو ټولیز چلند هم وده کوي. لکه بحث اوریدل ، بحث کول او پای ته رسیدل.

د زده کونکو راجلبولو وړتیا

د ډاکټر سیف په وینا ، د مؤثرو ښوونکو یوه ځانګړتیا دا ده چې زده کونکي د ټولګیو غونډو ته راجلبوي او په زده کړې فعالیتونو کې د دوی ګډون تامینوي، اغیزمن ښوونکي د دې توان لري چې هغه څه ورسوي چې د دوی زده کونکي ورته اړتیا لري چې زده يې کړي.

دوی ډیر منظم دي او زده کونکي په کلکه دا ښيي ترڅو زده کونکي يې پوه شي چې څه وکړي.

زده کوونکو ته د لوست د هدف رسولو وړتيا د زده کوونکو چمتو والي، په ټولګي کې يې کار کول او هغه چې زده کوونکي ورته اړتيا لري زياته اغيزه لري، نو ښوونکي په پوره اندازه پوهه لري چې د هر زده کونکي لپاره چیرته پیل وکړي ، او چیرې مناسب وي ، انفرادي زده کړې ته لاړ شئ او د زده کړې پرمختګ سره سم د لارښوونې تعدیل تنظیم کړئ ، نو ټول زده کونکي ، د دوی مختلف مهارتونه د دوی د فعالیت سره مل دي.

یادونه او ارزونه یې

د اغیزمن ښوونکي نورې ځانګړتیاوې د زده کونکو علمي لاسته راوړنې او د دوی زده کړې ارزونې ته پاملرنه دي. د هغه څه په وینا چې ښه درس په دقت سره ارزول کیږي ، پدې ډول چې بدلونونه په دوامداره ډول رامینځته کیدی شي، پدې حالت کې ، زده کونکي به د دوی د زده کړې لپاره د پام وړ غبرګون ترلاسه کړي.

د ټولګي ازموینې ، د کور کار ټاکل او کتل ، د څیړنې پروژې او معیاري ازموینې. د غوره وسیلو او وسیلو څخه معلومات د ښوونکو سره مرسته کوي د دوی تدریسي میتودونو تنظیم کړي.

دوامداره زده کړه

داسې ښکاري چې غوره ښوونکي هغه څوک دي چې خپل وخت په زده کړه مصرفوي. له بده مرغه داسې بریښي چې ځینې ښوونکي زده کړې بندوي او یوازې هغه مواد او يا چپټرونه مطالعه کوي،چې په مخکې کلونو کې يې تيار کړي ويد بيا ځل لپاره ځانونه نه تکليفوي. له همدې امله بدلیدونکی نړۍ د دوی لخوا تیریږي او ژر تر ژره یې په داسې یو حالت کې ځای په ځای کوي چیرې چې دوی نور د اغیزمنې ښوونې لپاره چمتو ندي. یو مؤثر ښوونکی معمولاً د هغې په انضباط کې پرمختګونه تعقیبوي او په دوامداره توګه هغو مهارتونو ته وده ورکوي. دوی تل زده کړه کوي. یا په بل عبارت ، دوی په دوامداره توګه د زده کولو حالت کې وي.

د ټولګي اداره

اغیزمن ښوونکي معمولاً مطلوبه همغږي او تولیدی ټولګی لري. اغیزمن ښوونکي د هغه څه په اړه خورا حساس دي چې د دوی په ټولګي کې پیښیږي او د ستونزو حل کولو توان يې لري. دوی ښه، راحته او د باور وړ ښوونکي دي. دوی صبر ، زغم او د دوی د رول لپاره عالي رول ماډل دي. دوی د زده کونکو حالت ته پاملرنه کوي د زده کونکو لید منعکس کوي او له زده کونکو سره مرسته کوي چې څنګه د خوښۍ او مرستې په حالت کې د ګډ کار کولو څرنګوالی زده کړي. دوی د ساتیرۍ چاپیریال رامینځته کوي. دوی یو خوندور چاپیریال رامینځته کوي چیرې چې ګډې ټوکې او ساتیري د ښوونکي او ټولګي تر مینځ حدود کموي او له ټولګي سره مرسته کوي ترڅو ښوونکی د یو ملګري په توګه تصور کړي که چیرې ډیر ناوړه ګټه ونه کړي. په ورته ډول ، په ټولګي کې د ملګرو سره همکارۍ ته رضایت ډیر شوی، پدې سره د پیښو شمیر کم شوی چې په ټولګي کې ستونزې رامینځته کوي.

د ځینې ښوونکو چلند او د دوی د زده کونکو علمي لاسته راوړنو ترمنځ د پام وړ تړاو شتون لري.

د ښوونکي توب درنښت

ښوونکي توب سپيڅلې او ارزښتناکه دنده ده، ښوونکی د ټولنې د سترګې او څراغ په کچه دي، ښووکي د دندې له پلوه له پيغمبرانو سره شريک دي او د انسانيت معنوي او مادي رهبران دي. عالمان د الله تعالی په وړاندې لوړ مقام لري، له حضرت ابي امامه باهلي رضی الله عنه څخه روايت دي، د پيغمبر ﷺ په وړاندې د دوو کسانو يادونه وشوه، چې يو عابد او بل عالم وو. پیغمبر ﷺ وفرمايل: ژباړه: «د عالم فضيلت پر عابد باندې لکه زما فضيلت ستاسو پر ادنی باندې، وروسته يې وفرمايل: په يقين سره الله تعالی او د هغه ملائکې، د ځمکې او اسمانونو اوسيدونکي، آن ميږی په خپل ميږتون کې او کب په اوبو کې د هغه چا لپاره چې خلکو ته د نيکۍ ښوونه کوي، دوعا کوي»( )

بل ځای نبي کريم ﷺ فرمايلي دي: «غوره صدقه دا ده، چې مسلمان انسان علم زده کړي او خپل مسلمان ورور ته يې ور وښيي»( )

په لنډه توګه ، موږ کولی شو د اغیز لرونکي ښوونکي ځانګړتیاوو يادونه وکړو: (علمي او مسلکي وړتيا، تواضع او فروتني، د نفس عزت، لارښوونه، سختي نه کول، نرمي او ملايمت، په دنده کې اخلاص، په خپل علم باید عمل ولري، د زده کوونکو په وړاندې د مسؤوليت احساس، د فردي تفاوتونو په نظر کې نيول، له همکارانو سره مرسته او ملګرتيا، صداقت او ريښتينولي،صبر او استقامت، د زده کوونکو تر منځ د عدالت رعايتول او تل باید د زده کوونکو د ښوونې لپاره چمتو وي)چې پورته يادې شوې ځانګړنې هر يو ځانته پوره تفصيل لري

د تدريس د چارې اصلي عناصر : د تدريس پلان، د تدريس تر سره کول، د تدريس د پروسې ارزونه.

پلان د دغې پروسې اصلي بنسټ او ستن ده، چې دوه نور کارونه یعني تر سره کول او ارزونه پر هغه ولاړه ده او د هغو مطلوبه لاسته راوړنو د ښوونيز پلان له څرنګوالی سره تړلې ده.

د تدريس پلان د زده کوونکو ځانګړتیاوو ته په پام سره د شته موخو، محتوا او امکاناتو پر بنسټ د ښوونيزو پيښو له پيش بينۍ او تنظيم څخه عبارت دی د تدريس پلان که يوې پوره ښوونيزې دورې يا يوې پوره ښوونيزې ناستې ته اړوند وي، له ځانګړي ارزښت څخه برخمن دي. د هغه په تنظيم کې پاملرنه او غور کولای شي، د تدريس د ګټورتوب او اغيزمنتوب سبب وګرځي. د د تدريس پلان ښايي په دوه ډوله کوچنی او لوی سره تر سره شي. پلان په لوړه سويه کې د درسي پروګرام جوړونکو او د ښوونيزو متخصيصينو په شورا پورې تړاو لري؛ مګر په کوچنۍ سویه کې پلان د ښوونکی پر غاړه دي.
د تدريس له پلان څخه موخه د زده کړې د امکاناتو برابرول دي، ځکه د اغيزمنې او مناسبې زده کړې د فعاليتونو غوره کول د يو درس د پلان په پروسه کې مهم عامل ګڼل کيږي. د تدريس له پیلولو څخه مخکې ښوونکی باید ټول شيان پيش بيني او چمتو کړي او خپل پروګرام وليکي، دې ته په پام سره چې د تدريس پروسه هيڅکله نه شي کيدای، چې پوره وي، پلان شوې برنامې باید اوښتون منونکې ترتيب شي. يوه ښه ښوونيزه برنامه باید داسې وليکل شي، چې د پام وړ وړتيا او صلاحيت لاسته راوړنه تضمين کړي.

د تدريس د پلان په پروسه کې د لاندې ټکو په پام کې نيول حتمي او اړين ښکاري:

د ښوونيزو موخو تنظیم.

د تدريس د محتوا او روش يا تګلارې ټاکل. د محتوا او د تدريس شوو موادو د ارزونې نظام ټاکل.

د ديني علومو له ښوونکو څخه د هېواد د ښوونيز نظام تمې

الف: عمومي صلاحيتونه: په شرعي علومو کې ليسانس يا لږ تر لږه بکلوريا لري، له هغه مضمون سر بلدتيا چې درس يې ورکوي، د زده کوونکو له عمري او ذهني ځانګړنو سره بلدتيا، د معلمۍ له شغل سره د ليوالو زده کوونکو د معلوماتو د ارزونې د طريقو او د تدريس له روشونو سره بلدتيا، د اخلاقي صلاحيت لرل.

ب: ځانګړي صلاحيتونه

۱ـ د اسلامي علومو د مختلفو درسونو له درسي برنامو او د تدريس له طريقو سره بلدتيا.

۲ـ د مختلفو درسونو لپاره د زده کړې د پلان د جوړولو توانايي.

د درسي ټولګي د اداره کولو توانايي او له ښوونيزو مرستندويه وسايلو څخه د ګټې اخيستو توانايي. ( )

مأخذ

۱ـ سورت صف، آیت ۲ـ ۳.

۲ـ شعباني، ص ۹، ۱۳۸۲.
۳ـ الطبراني، سلیمان بن ایوب، (۱۹۸۳)، المعجم الکبير، الموصل، مکتبة العلوم والحکم، الطبعة الثانية ، ج۸، ص ۲۳۴.
۴ـ الهندي، علاء الدين علي بن حسام الدين، (۱۹۸۱)، کنز العمال فی سنن الاقوال والافعال، مؤسسة الرسالة، الطبعة الخامسة، ج۶،ص۴۲۱.
۵ـ د ښوونکو لارښود، اسلامي ښوونه او روزنه، اتم ټولګی، ښوونيز نصاب او د تأليف رياست. ص ۱۳، کال ۱۳۸۹.
۶ـ د ليکوال مطالعې او څيړنې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx