
يو بل بريتانوي وزير هم له خپلې دندې استعفا ورکړه
نن ټکی اسیا (سه شنبه، زمري ۲۱مه، ۱۳۹۳ل): د يوې اوونۍ په ترڅ کې د بريتانيا د وزيرانو شورا يو بل وزير هم د حکومتي پاليسيو پر ضد له خپلې دندې استعفا ورکړه.
د بريتانيا د بهرنيو چارو وزارت کې د بهر ميشتو بريتانويانو د څار او خدمت وزير مارک سيمنډ هم د خپل حکومت د پاليسۍ پر ضد له خپلې دندې استعفا ورکړه.
څو ورځې مخکې د بريتانيا يوې بلې وزيرې سعيده وارثي هم د غزې په اړه د حکومت د پاليسۍ پر ضد استعفا ورکړې وه.
آغلې سعيدې وراثي ويلي و، چې د بريتانيا حکومت د فلسطيني ماشومانو د وژلو لپاره اسراييلو ته وسلې ورکوي.
وارثي وړاندوينه کړې وه، چې ډېر ژر به د وزيرانو شورا يو بل وزير هم له خپلې دندې استعفا ورکړي، مګر هغه مهال يې د مارک سيمنډ نوم نه و ياد کړی.
د بريتانيا د لومړي وزير ډيويډ کيمرون له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې مارک سيمنډ د يو شمېر عذرونو له امله له خپلې دندې استعفا ورکړې ده، خو د نوموړي استعفا د سعيدې وراثي استعفا سره هيڅ اړيکه نه لري.