افغانستان

د تجارتي اړیکو لا پراختیا په خاطر د افغانستان یو هیئت ازبکستان ته ځي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، 6 چنګاښ، 1401 ل) د افغانستان اسلامي امارت د رئیس الوزراء معاون ملا برادر اخوند د تجارت وزیر نور الدین عزیزي ته هدایت کړی چې ازبکستان ته سفر وکړي.

د ملا صاحب برادر د دفتر څخه په خپره شوې خبرتیا کې ویل شوي چې د ازبکستان سره د تجارتي اړیکو د لا پراختیا په خاطر دغه ګام اخیستل شوی دی.

د نن ټکی اسیا د سرچینو د معلوماتو سره سم په دغه هیئت کې د افغانستان د تجارت وزارت، مالیې وزارت، بهرنیو چارو وزارت او خصوصي سکتور څخه په لسګونو کسان راتلونکې اونۍ روان دی، تر څو د ازبکستان سره د ارتزاقي موادو د تجارت په پراختیا کې او همداسي د ټرانزیټ په برخه کې د اسانتیاو غوښتلو په موخه پریکړې وکړي.

د معلوماتو سره سم د حکومت رسمي هیئت لس تنه دی، خو شل کسه افغان تاجران د افغانستان څخه دننه په خپل مصرف د هیئت سره ځي او همداسي د بهرنیو هیوادونو لکه متحده عرب امارات، ترکیه او نور هیوادونه، د هغو څخه شاوخوا ۴۰ کسان په خپل مصرف باندي د راتلونکي شنبې په ورځ ازبکستان ته سفر کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx