افغانستان

مجاهد: د ولس د هیلو پر اساس د علماو او قومي مخورو ستره غونډه جوړیږي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، 6 چنګاښ، 1401 ل) د افغانستان اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد نن د دوشنبې په ورځ په یوه ټویټ کې خبر ورکړ چې په راتلونکو څو ورځو کې به د افغانستان د علماو کرامو او قومي مخورو یوه ستره غونډه جوړه شي.

نوموړي د غونډې د جوړېدو نیټه نه ده په ډاګه کړې خو دا یې ویلي چې غونډې جوړېدو اصرار د علماو کرامو لخوا شوی او د اسلامي امارت مشرتابه دا غوښتنه منلې ده.

د مجاهد د معلوماتو پر اساس غونډه د افغان ولس د هیلو او غوښتنو پر اساس جوړیږي او د ټول هیواد د ولایتونو او ولسوالیو څخه په کښي علماء کرام او قومي مخور ګډون کوي.

تر اوسه معلومه نه ده چې ددغې غونډي اجنډا څه ده خو په کابل کې د لویې جرګې تالار په شاوخوا کې د افغان چارواکو ګڼه ګوڼه لیدل کیږي او همداسي د لویې جرګې تالار ته ټولې لاري تر کلکو امنیتي تدابیرو لاندي نیول شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد

دا کارونه او کوښښونه د ستاینې وړ دي خو د جنرال مبین په وینا داسې رشوتونه اخستل کېږي چې ساری یې پخوا نه وو لیدل شوی او دا چارې د اسلامي امارت د پلویانو لپاره د پېغور سبب ګرځي. د مبین دغې ادعا ته چې سخت رشوتونه اخستل کېږي، څه ځواب لرئ، د دې خبرې غم وخورئ که نه ډېر ژر به مو ټغر ټول شي او خاینان به وپېژندلای شئ. مننه

طوطی

د غونډی احندا تر اوسه معلومه نده نه چی د نجونو د مکتبونو په شان دا اجندا هم تر یو کاله پوری وځنډیږی. د پخوانیو مجاهدین په وخت کی هم داسی یوه غونډه په نوم د شورای حل و عقد را وغوښتل شوه چی نتیجه هیڅ وه. کچیری دی شورا کی واقعآ ولسی او قومی خلک، د ښځو استازې موجود نوی نه چی مثبته پایله به ونلری بلکی نوې مشکلات به هم را برسیره کړی.

طوطی

دا غونډه به فرمایشی او قلابی غونډه وی بدون له شکه. پدی غونډه کی به امارتوال کوشش کوی چی خپل مشروعیت په ولس وتپی. خلک به فکر کوی چی ممکن دی غونډه کی به د نجونو د مکتبونو، د ملی بیرغ، ملی سرود، لوږه، اقتصاد، بیا رغونه، صحت او سلامتی په رابط خبری وشی خو هسی نده. دا غونډه صرف په خاطر د مشروعیت اخیستلو را بلل شوی او ټول ګډون کونکی یی له پخوا ټاکل شوی البته ټول د امارتوالو په خوښه. زما تبصره نشر کړی کچیری همداسی نوه بیا زه ملامت.

طوطی

نن چی یوه هفته د دی غونډی تیره شوه ټولو هیواد والو ولیدل چی دی غونډی د کوم یتیم، کونډې وطنوال اوښکی پاکی کړې. زما خبری باندی خو ډیرو منفی لایکونه ورکول څنګه خبره می ریښتیا نشوه؟ که ولی نه یم خالی هم نه یم. مونږه د افغانستان خلک دا دیرشو کالو جنګونو ټول په سیاست پوهولی وه خو امارتوال فکر کوی چی خلک د دوی په شان نا پوهه او له هر څه ناخبره دی. الله مو وساته اختر مو مبارک شه.

Back to top button
4
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx