ټولنیزه برخه

پوهانو سره مشوره وکړئ

حامد افغان

علي رضي الله عنه وایي: رسول الله صلی الله علیه وسلم ته مې وویل: یا رسول الله! که داسې کار راپېښ شو چې هغه کې د شرعت له خوا د کولو او نه کولو څه نه یي، یعني په اړه یې شریعت چوپ پاتې یي؛ نو ته موږ ته څه امر کوې چې څه وکړو؟ هغه وفرمایل: له دینداره او نېکو پوهانو سره مشوره وکړئ او په خاص رایه مه ځئ.

عن علي رضي الله عنه قال: قلت يا رسول الله إن نزل بنا أمر ليس فيه بيان أمر ولا نهي، فما تأمرنا؟ قال: شاوروا الفقهاء والعابدين ولا تمضوا فيه خاصة. رواه الطبراني في الأوسط والهيثمي في مجمع الزوائد 178/ 10. وكنز العمال 4188، وقال عنه حسن صحيح

علامة السیوطي رحمه الله لیکي: د حدیث مطلب دا دی چې که له داسې کار او پېښو سره مخامخ شئ نو په دې باره کې د دیناره پوهانو او مسلمانانو شورا جوړه کړئ، او پرېکړي یې هغې شوری ته وسپارئ. او په محدودو رایو عمل مه کوئ. الدر المنثور للسیوطي 661/8

زموږ هیواد کې د پوهانو او مشرانو نن پیلیدونکې غونډه د دې حدیث ښه تمثیل کیدلی شي، د ااا مشران دې د زړه له کومې مهم او خاص موضوعات ورته وسپاري په ځانګړې توګه د نجونو د زده کړو اهمه موضوع او داراز نور مهم موضوعات، په دې توګه به دوی هم د (ولا تمضوا فيه خاصة) له مسؤلیته غاړه خلاصه کړې یي او د دومره سترې غونډې پرېکړي به هر چا ته د منلو وړ یي. کاش د غونډې کوم برخه وال کس دا مهم روایت په جرأت او وضاحت سره غونډه کې بیان کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx