افغانستان

د افغانستان او امریکا تر منځ د مرکزي بانک او اقتصاد په اړه مذاکرات کیږي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۸ چنګاښ، ۱۴۴۱ ل) نن د چهارشنبې په ورځ د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي په مشري یو هیئت قطر هیواد ته سفر وکړي، او هلته به د افغانستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي او امریکا د خزانې وزارت د چارواکو سره مذاکرات ولري.

د نن ټکي اسیا د سرچینو د معلوماتو سره سم د سیاسي موضوعاتو سربېره به دغه ناسته پر اقتصادي او بانکي برخه باندي ډیر تمرکز ولري او د همدې لپاره د افغانستان د مرکزي بانک مشر، معاون او د مالیه وزارت معین د هیئت غړي دي.

تر اوسه د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په دې څه نه دي ويلي.

باید وویل شي چې په دې وروستیو کې د امریکا له لوري داسي اشارې ورکول شوي چې غواړي د افغانستان د اقتصاد، تجارت او بانک په اړه ځیني بندیزونه پورته کړي او ځیني اسانتیاوي را منځته کړي تر څو ددغه هیواد اقتصاد پر پښو ودریږي او د فقر مخنیوی وسي.

په متحده عرب اماراتو کې د افغان تاجرانو د ټولنې مشر عبید الله صدرخیل رسنیو ته ویلي چې دوی په واشنګټن کې د ټام ویسټ سره د ملاقات پر مهال د افغانستان اقتصادي او تجارتي مشکلات شریک کړه او هغوی اطمینان ورکړ چې په ډیرو برخو کې له مخکې بندیزونه پورته شوي، خصوصا غذايي موادو، دواګانو او د سون توکو په راکړه ورکړه باندي امریکا پر هیڅ چا بندیز نه دی لګولی، افغان تاجران او همداسي نړیوال کولای شي چې په دې برخه کې سرمایه ګزاري وکړي.

د صدرخیل په وینا افغان تاجرانو د امریکا څخه وغوښتل چې د افغانستان د بانکي شتمنیو څخه هم باید بندیزونه لیري کړي او د افغانستان د بانکي سیسټم له لاري د نړۍ سره د پيسو راکړه ورکړه اسانه کړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي هم په دې وروستیو کې په یوه ټویټ کې ویلي وه: «په داسې وضعيت کې چې د افغانستان ولس سیلابونو او زلزلې ځپلی او بشري مرستو ته سخته اړتيا لري، له متحده ايالاتو يو ځل بيا غوښتنه کوو چې پر افغان بانکي سيسټم بنديزونه لرې کړي تر څو د بشري مرستو د لېږد پروسه چټکه او اسانه شي. همدارنګه د افغان بانکي شتمنیو کنګل هم نور ختم کړي».

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
سيسكو

ډېر ښه خبر دی! الله دې بری ورکړي

طوطی

پیامبر ص څخه پوښتنه وشوه چی قیامت څه وخت ویی ویل: کله چی امانت خیانت شی. بیا ور څخه پوښتنه وشوه چی امانت څنګه خیانت کیږی. ویی فرمایل: هر کله چی کار نا اهله خلکو ته وسپارل شی. ابوهیریره (رح) بخاری شریف.
اوس ګورو چی د انجنییر پر ځان هم ملا او د ډاکټرانو پر ځای هم ملایان مقرر شوی. افریقایی مشهور سیاستوال نلسن منډیلا وایی: که غواړی چی یو ملک تباه شی ورسره جنګ مکوی، مهمی چوکیانې یی نا اهله کسانو ته وسپاری هغه ملک به په خپله تباه کیږی. ####

طوطی

ما د حدیث شریف پر بنیاد دا تبصره وکړه چاچی ورته منفی لایک ورکړی وی د قیامت په ورځ به ورسره حساب کیږی. الله مو خوار کړه ملحدو.

حامد

https://pa.azadiradio.com/a/31921244.html

داسي خه خبرونه هم نشروي

او هم يي په وخت نشروي

نشرات مو زيات كمزوري شوي

Back to top button
4
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx