افغانستان

نږدې راتلونکې کې به د افغانستان د ګنګل شوو پیسو یوه برخه ازاده شي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ٨ چنګاښ، ١٤٠١) د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې پر وینا؛ د امریکا او افغان دولتونو تر منځ په یوه داسې طرحه کار روان دی چې له مخې یې به یې افغانستان خپلو کنګل شوو پیسو یوې برخې  ته لاسرسی پیدا کوي.

په همدې حال کې د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست په مشري یو هیئت چې پکې د مالیې وزارت او مرکزي بانک استازې ګډون لري دوحې ته سفر وکړ او هلته به د امریکا له ځانګړي استازي توماس ویست سره وګوري، تمې شته چې افغانستان به د کنګل شوو پیسو یوې برخې ته ژر لاسرسی پیدا کړي.

یاده دې وي، چې د افغانستان شاوخوا ٩ میلیارده ډالر د امریکا له لورې کنګل شوي چې د خلکو او دولت شتمنۍ پکې شاملې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx