
افغانستان
كابل ښار ټولو پولیسو ته ځانګړي يونيفورمونه ورکړل شول
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ٨ چنګاښ ١٤٠١) د يونيفورم د ویش لړۍ چې څو ورځې مخکې پیل شوې ده، په ترڅ کې یې نن ورځ د کابل قومندانۍ اړوند ټولو پولیسو ته یونفورمونه ورسېدل.
ياد خبر د کابل امینه قومندانۍ ویاند خالد ځدران په خپل ټویټر نشر کړی دی او زیاته کړې یې ده، چې له دې وروسته هیڅ پولیس حق نه لري چې له ځانګړي شوي یونیفورم پرته په چک پواینټونو ودریږي او تلاشي واخلي.
نوموړي ويلي، که څوک سرغړونه وکړي قانوني چلند به ورسره کيږي.
د کورنیو چارو وزارت په دې کړنې سره، د پولیسو منظمولو کې یو ګام پورته کړ او هم يې د ملت دې غوښتنې ته مثبت ځواب ورکړ چې پولیس دې منظم یونیفورم ولري.
ښه خبر دی، مبارک دی وی. اوس دی دا پولیس ټول سره لږ ځانونه هم برابر کړی، سڼی، بیځایه ویښتان، جړه ږیره دا دی اصلاح کړی. پاک او منظم دی خپلی مقدسی وظیفې ته راشی او حلاله روزی ګرچه لږ ده پیدا دی کړی.
اوه، طوطي صاحب ډيره مننه، چه خلکو ته دمور او پلار په قيسم نصيحت کوي او راتلونکي لوي اختر د هم مبارک شه!
کاروان