افغانستان

د بهرنیو چارو وزارت د امریکا سره د مذاکراتو معلومات نشر کړل

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ٨ چنګاښ ١٤٠١): د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر خپل ټویټر پاڼه د امریکا سره د وروستیو مذاکراتو معلومات نشر کړل.

د نوموړي په وینا د امریکا سره دوه ورځې پر لپسې ناستې وسوې چې د افغانستان لخوا د بهرنیو چارو وزارت، مالیه وزارت او افغانستان بانک مسؤولینو په کښي ګډون درلود، او د امریکا لخوا د امریکا ځانګړي استازی ټام ویسټ، د سپيني ماڼۍ، خزانې وزارت، یوسیډ او ځینو نورو اداراتو مسؤولینو ګډون کړی وو.

د موضوعاتو په اړه نوموړي ویلي چې پر ګڼو مهمو سیاسي، اقتصادي او بشري موضوعاتو باندي خبرې وشوې.

باید وویل شي چې د تیري چهارشنبې په ورځ د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر د قطر پر لور سفر وکړ او هغه ویل کیدل چې د مذاکراتو تمرکز به د افغانستان بانک او نورو بانکي تعاملاتو باندي وي.

د بهرنیو چارو وزارت بشپړه اعلامیه:

د بهرنیو چارو د وزیر مولوي امیر خان متقي په مشرۍ لوړ رتبه هیئت د امریکا د ځانګړي استازي ټام ویسټ او پلاوي سره چې په ترکیب کې یې د سپنې ماڼۍ، خزانې وزارت، USAID او یو شمیر نورو ادارو لوړ پوړي استازي وو د قطر په مرکز دوحه کې دوه ورځنۍ ناسته تر سره کړه.

په دغه ناسته کې چې د افغانستان بانګ او ماليې وزارت لوړ رتبه مسؤلین شامل وو له امریکايي لوري سره پر ګڼو مهمو سیاسي، اقتصادي او بشري موضوعاتو خبرې وشوې.

د بهرنیو چارو وزیر امریکايي پلاوي ته په خپلو خبرو کې په افغانستان کې د نوي حکومت په راتګ سره د مثبتو تحولاتو په تړاو معلومات وړاندي کړل او د افغانستان وضعیت یې د امنیتي پلوه فوق العاده ښه او مثالي وباله. محترم متقي صاحب د امریکا له وروستۍ ۵۵ میلونه بشري مرستې چې له زلزله ځپلو سره یې اعلان کړې مننه وکړه او یو ځل بیا یې ټینګار وکړ چې د افغانستان کنګل شوې شتمني دې ازاده کړل شي او پر افغانستان لګېدلي بندیزونه دې لیري کړل شي.

د بهرنیو چارو وزیر وویل؛ د افغانستان له نوي اسلامي حکومت سره دې د فشار پر ځای د همکارۍ او مثبت تعامل لار غوره شي تر څو وکولای شو پرمختګونه ولرو.

محترم مقتي صاحب د دوحې تړون ته په اشارې سره وویل چې نوی حکومت پر کړو ژمنو ولاړ دی او هیڅ چاته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د ګاونډیو او د نړۍ د هیوادونو په ضرر استعمال کړي، متقي صاحب د افغانستان سرحدات د حکومت په کنټرول کې او خوندي وبلل.

د امریکا ځانګړي استازي ټام ویسټ په خپلو خبرو کې څرګنده کړه چې غواړي د تعامل لار خپله کړي او په افغانستان کې د ثبات غوښتونکي دي. ښاغلي ویسټ په افغانستان کې د بشري مرستو د رسونې او شفافې توزیع ستاینه وکړه او یو مثبت پرمختګ یې وباله،امریکايي استازې همدا رنګه وویل چي په افغانستان کې د مسلح مخالفت ملاتړ نه کوي او مخالفت یې د افغانستان په زیان وباله.

دغه زار په ناسته کې د امریکا د خزانې وزارت استازې د افغانستان د کنګل شوې شتمني په تړاو د خپل حکومت د عدليې وزارت او قانون پوهانو سره د کړو خبرو اترو یادونه وکړه.

باید وویل شي چې د ترسره شویو دوه ورځنیو ناستو په ترڅ کې د مخدره موادو د مخنیوي، بدیل معشیت، او معتادینو د درملنې په تړاو هم مثبتې او مفصلې خبرې وشوې، د وروستۍ ناستې په پای کې ښکېلو اړخونو له مجلس څخه خوښي وښوده او په راتلونکي کی یې د دغه ډول ناستو په تداوم هوکړه وکړه.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx