نظــر

د ټولو اتباعو لپاره د تعليم او تربيې اړتيا او د نظام مسؤليت

ډاکټر منصوري

زموږ هېواد چې له لسيزو بحران څخه تازه راوتلی نو هيله ده چې د تعيلم د اړتيا په اړه دغه لاندې مسايل او توجيهات به د علماو په روانه غونډه کې په نظر کې ونيول شي. د تعليمي اسانتياوو، په خاصه د اناثو د تعليم لپاره د ملت د غوښتنو په توګه بايد امير المؤمنين ته هم وړاندې شي. پدې توګه به له نظام سره د ولس حمايه هم تقويه شي او هم به ملت د خوشالۍ احساس وکړي.

تعليم د يوه اسلامي اصل او حق په توګه:
باور لرو چې د افغانستان اسلامي امارت تعليم او تربيه د ماشوم حق او د کامل مسلمان د جوړيدو لپاره يې هر چاته لازم بولي. اسلامي تعليم خو د ټولو علماوو له نظره په نر او ښځې فرض بلل کيږي، خو په يوه اسلامي ټولنه کې نور بشري علوم هم د فرد او ټولنې د پرمختګ او هوساينې لپاره يو لازمي امر دی، د اسلام د مقدس دين د تعليم او تربيې د نظريې له مخې تعليم د معرفت او د حق پيژندلو لپاره يوه فريضه ده. همدا راز تعليم او تربيه د کامل انسان د جوړيدو لپاره د بشري قواوو د سالمې ودې په منظور يو حتمي امر بلل کيږي. په يوه اسلامي ټولنه کې تعليم د «تاديب» او تربيه د «مرغوب کيدو او قيمتي کيدو » په معنی او مفهوم فردي او ټولنيز حق او مسؤليت بلل کيږي. په ټولنيزو اړتياوو او مادي ګټو برسيره په اسلامي ټولنه کې تعليم په خپل ذات کې يوه ښيګڼه او يو ارزښت بلل کيږي.

د سالمې او صالحې اسلامي ټولنې د جوړيدو لپاره د ټولو اتباعو او په خاصه د ښځو تعليم چې په کورنۍ کې تر ډيره حده د اولادونو د روزنې مسؤليت ور په غاړه وي، يوه لزومه ده. تعليم يافته افراد، په خاصه ميندې نه يوازې د کورنۍ بلکه د ټولنې د سالمې تربيې، له فقر څه د خلاصون او د يوې مرفه اسلامې ټولنې د ايجاد او تداوم لپاره لازم دي.

الحمدلله چې موږ بې يو بې مثاله اسلامي ملت يو او د ژوند د ټولو امورو، په خاصه د تعليم او تربيې لپاره اسلامي ماحول مو يو متفق عليه غوښتنه ده. افراد، کورنۍ او اسلامي نظام ټول د اولادونو د تعليم لپاره د اسلامي ماحول د جوړيدو په اړه مسؤليت لرو. لدغه ځايه څخه د ښځو د تعليم لپاره د اسلامي ماحول را منځته کول د اتباعو او هم اسلامي امارت مسؤليت دی، خو د ښځو د تعليم په مخکې بايد بهانه او خنډ نه شي.

تقريباً ټول والدين، ټول شاګردان او هم له مکتب څخه محروم ماشومان د جنکيانو په شمول د ټولو لپاره د تعليم او تربيې اسانتياوي غواړي او يوه ملي غوښتنه ده چې د افغانستان د اسلامي امارت او د معارف د وزارت له محترمو مقاماتو څخه د مثبت ځواب هيله لري.

زموږ په جګړه ځپلي هيواد کې تعليم او تربيه د ټولو لپاره، په خاصه د مکتب د نجونو لپاره کيدای شي يوازينۍ خوشالي وي چې د راتلونکي په لور د خير پيلامه و ګرځي.

په ټولنه کې د تعليم يافته ښځينه پرسونل اړتيا:
برسيره پر دې چې تعليم يوه اسلامي فريضه ده چې فردي او ټولنيزي ګټي لري، خو په معاصرو ټولنو کې د نظام د چلولو او ټولنيزو خدماتو د وړاندې کولو لپاره په مجموع کې تعليم يافته افرادو او په يو شمير ټولنيزو سکتورونو کې په خاصه د ښځينه تعليم يافته افرادو ته اړتيا وي، چې بې له تعليم يافته او مسلکي پرسونل څخه د ټولنيزو خدماتو وړاندې کول ناممکن دي.

د مثال په ډول دروغتيايي خدماتو په ساحه کې:
د نړۍ په سطحه د هرو 1000 تنو اوسيدونکو لپاره په اوسط ډول لس نرسان، د اسيا په سطحه بيا د هرو زرو تنو لپاره په اوسط ډول 5 تنه نرسان موجود دي. د اسيا په سطحه هند د خپل نفوس د هرو زرو تنو لپاره د نرسانو تر ټولو کم حد لري چې دوه تنه دي. د روغتيا نړيوال سازمان لږ تر لږه د هرو زرو تنو لپاره د دريو تنو نرسانو سپارښتنه کوي.

د روغتايي سکتور ځينې برخې، مثلاً ولادي او نسايي يا هم د دايو برخه، بيا يوازې ښځينه پرسونل ايجابوي، چې د اسلام له مباديو سره سم بايد ښځينه پرسونل وي.

د دغو معيارونو او لزوماتو له مخې زموږ په هيواد کې لږ تر لږه 105000 نرسان لازم دي تر څو د صحي خدماتو ټيټ حد وړاندې کړای شي. که ښځينه نرسانې يوازې د اناثو لپاره وګمارل شي نو لږ تر لږه  55000 نرساني او تر 55000 زياتي دايي بايد ولرو. له دي ځايه لږ تر لږه د لومړنيو روغتيايي خدماتو د وړاندي کولو لپاره له ډاکترانو او متخصصيونو ور هاخوا بايد 110000 ښخينه صحي پرسونل ولرو.

په تعليمي چارو کې د ښځينه معلمانو رول بيا تر دې هم زيات مهم ده. لږ تر لږه د کورنيو د اقتصادي ودې او د ماشومانو د سالمې ودې او تربيې لپاره به ښځينه معلمانې ډيرې ګټورې وي. ښه به وای که تر شپږم صنف پورې په ټولو تعليمي نهادونو کي ښځينه معلمانې ګمارل شوې وای. د دغه اصل له مخې بيا په هيواد کې تر شپږم ټولګي پورې د باکيفيته تعليم د وړاندې کولو لپاره لږ تر لږه 000 400 َښځينه معلمانو ته اړتيا شته. له شپږم ټولګې څخه پورته (د ليسي دورې) لپاره يوازې د نجونو د تعليم لپاره 000 200 ښځينه معلمانې لازمې وي. پدې لحاظ په هيواد کې يوازې د تدريس د مسلک لپاره 000 600 ښځينه معلمانو ته اړتيا ليدل کيږي.

برسيره پر دې په توليدي، اداري، امينتي، کورنيو تشبثاتو او نورو سکتورونو کې هم ښځينه مسلکي پرسونل ته اړتيا شته.
دغه ټول پورته ذکر شوي وظايف (يوازې په روغتيايي او تعليمي سکتورونو کې) لږ تر لږه دولس کاله اساسي تعليم او تربيې ته اړتيا لري، يعنې د ابتدايي دورې يوه معلمه، دايه او يا هم يوه نرسه لږ تر لږه بايد دولس کلن اساسي تعليم ولري، تر څو دغه وظايف په نسبي توګه سم تر سره کړای شي.

په دغو اړتياوو برسيره په هيواد کې د کليوالي او ښاري سيمو تر منځ د تعليمي او روغتيايي خدماتو د وړاندې کولو او کيفيت تر منځ تفاوتونه يو بل اړخ دی چې د ښځينه مسلکي پرسونل د روزلو او استخدامولو لپاره لږ ترلږه د نجونو د دولس کلن تعليم اړتيا او غوښتنه نوره هم تقويه کوي.

د ښځو په شمول د ټولو لپاره تعليم او تربيه د اسلامي نظام د تقويې، حيثيت لوړولو او د ملت او امت د ارمانونو د پوره کولو لپاره يو لازمي امر دی. الحمدلله اوس چې له لسيزو جګړو وروسته په هيواد کې يو نسبي امنيت راغلی او هيوادوال مو د ارامۍ ساه باسي، نو لږ تر لږه د مکتب دروازې بايد د ټولو په مخ خلاصې وي.

و من الله التوفق

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
خوګياڼي

که د اسلامي امارت روحاني مشر او نور مشران او کشران يې په رښتیا د يو اسلامي نظام جوړول غواړي نو ژر تر ژره دې د اسلام او شرعي چوکاټ کې د ننه د تعلیم دروازې د اناثو په شمول خلاصې کړي، ځکه چې بغیر د علمه يوه ټولنه په تمامه معنا د دينى او عصري پوهې څخه په تپه تياره کې ساتل کېږي. علم او پوهه بايد جبري شي هم په ښځو او نارينه وو.

مولوی نجیب الله زاهد

د نن ټکۍ آسیا د ویب سایټ درنو مسؤولینو نن وخت رارسېدلی چې د عبدالوحید وحید هغه لیکه خپره کړی چې کابل ته له ننوتلو څخه مخکې طالبانو ته یې کړې وې ځکه همدایې وخت دی هغه خبرې چې وحید صاحب ورته اشاره کړې وه ټول پېښېږي او طالب نن راګېر دی نه پوهېږي چې څه وکړي…….. باید له مشرانو یې و پوښتو که نه پوهېږو نن ټول هغه څه پېښ شوي او پېښږي چې وحید صاحب ورته په خپله لیکنه کې اشاره کړې وه یوځل بیایې خپور کړی. مننه

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx