افغانستان

غزنی: خوږياڼو کې څلورو پولیسو ته مرګ ـ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، زمري ۲۰مه، ۱۳۹۳ل): د غزني ولایت چارواکي وايي چې نن سهار د پولیسو یو رینجر موټر په خوږیاڼو کې د سړک د غاړي په ماین ور برابر شو.
د غزني د والي ویاند شفیق ننګ وايي چې پېښه نن سهار د خوږیاڼو ولسوالي په پیرکه سیمه کې وشوه، چې له امله يې څلورو پولیسو ته مرګ ـ ژوبله واوښته.
د ننګ په خبره د پولیسو رینجر په یاده سیمه کې په ګزمه بوخت وه، چې ماین پرې وروچاودی.
د غزني د والي د ویاند په وینا، په چاودنه کې درې پولیس ځای پرځای ووژل شول او یو بل پولیس ټپی شوی دی چې دم ګړۍ د غزني په عامه روغتون کې تر درملنې لاندې دی. دغزني د عامه روغتون یوه مسؤل ډاکتر د ټپي شوي پولیس حالت د اندېښنې وړ بولي.
خوږياڼي د غزني له مرکز سره نږدې لویدیځ لور ته پرته ولسوالي ده، چې طالبان پکې پراخ فعالیت لري.
د پورته پېښې په اړه تراوسه طالبانو څه نه دي ویلي.
یاده دې وي چې تېره ورځ هم د غزني ولایت په ګیلان ولسوالي کې د سړک د غاړې بمي چاودنې دریو تنو ته مرګ ـ ژوبله واړوله چې ځايي چارواکو عام وګړي وبلل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x