افغانستان

کابل کې د لويې جرګې غونډه د پريکړه ليک په صادرولو سره پای ته ورسېده

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۰ چنګاښ ١٤٠١): په کابل کې د حکومت له لوري د علماء کرامو، متدينو قومي مشرانو او مخورو شخصيتونو رابلل شوې درې ورځنۍ غونډه د يو پريکړه ليک په صادرولو سره پای ته ورسېده.

په دغه غونډه کې چې د اسلامي امارت د مشرتابه شيخ الحديث مولوي هبة الله اخندزاده په شمول د اسلامي امارت ګڼ شمير لوړ پوړو چارواکو، د هيواد له ټولو ولايتونو او ولسواليو څخه علماء کرامو او قومي مخورو برخه درلودله، د افغانستان د وروستيو موضوعاتو په اړه يې خبرې وکړې.

په دغه غونډه کې چې ۴۵۹۵ کسانو برخه اخيستې وه درې ورځې يې دوام درلود چې نن د يوولس ماديه ييز پريکړه ليک په صادرولو سره پای ته ورسېده.

نن ټکی اسيا د لويې جرګې پرېکړه ليک د موضوع د اهميت له مخې کټ مټ له خپلو درنو لوستونکو سره شريکوي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

خلکو هیلی څه وې دوی پر کومو موضوعاتو خبری وکړې. ټولی خبری د بعیت اخیستلو وې او اطاعت د امیرالمومنین چی له نړی سره تعامل هم نغواړی ولی برعکس وزیر خارجه یی په دوحی کی امریکایانو عزر او زاری شروع کړی. غونډه اصلآ د طالبانو خپل منځی غونډه وه ولس پوری هیڅ ربط نلری او نه هم د اولس کوم درد دوا کوی. نه پکی د تعلیم خبره وه، نه پکی د اقتصاد او ترقی. د خلکو سترګو کی خاوری شیندل دی او بس.

سلیمان زاهد

اصل کی د استازو د انتخاب پروسه او شفافیت کولای سی خلکو ته د غونډی اهمیت وړاندی کړی ،او فیصلو ته یی خلک اخترام وکړی ، ولی هسی خو ددی هیواد کی په یو واړه واده او بلنه کی هم ۵۰۰۰ کسان راټلولیدلاسی. ښه ده چه د اتخاب پروسه او میکانیزم ، د هغی نظارت او د مراحیعینو نوملړ میډیا ته ورکړی شی چه د غونډی اصلی وزن او ارزښت یی په ولس کی پیداشی

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx