نړۍټکنالوژي

د نړۍ لومړی ګرځنده تليفون اختراع کونکی؛ موبايلونه پريږدئ خپل ژوند وکړئ!

نن ټکی اسيا (شنبه، ۱۱ چنګاښ، ۱۴۰۱ل): په نړۍ کې د ګرځنده تليفون اختراع کونکي هغه کسانو ته چې پر موبايل زيات وخت ضايع کوي، سپارښتنه کړې چې ددې توکو د کارولو پرځای دې له خپل ژوند څخه خوند واخلي.

۹۲ کلن مارتين کوپر په دې تړاو سخته حيرانتيا څرګنده کړې چې ګواکې خلک پر موبايل څومره وخت ضايع کوي، او ترڅنګ يې د ښه وخت او ژوند تېرولو سپارښتنه کړې ده.

نوموړي بي بي سي انګليسي سره د يوې مرکې پرمهال د هغې ميرمنې په ځواب کې چې د ورځې په موبايل له پنځو ساعتونو زيات وخت تېروي په حيرانتيا وويل؛ «ته رښتيا وايې چې د ورځې پنځه ساعته په‌ موبايل تېروې؟ له خپل ژوند څخه ښه ګټه پورته کړه!».

په ۱۹۷۳م کې، کوپر د نړۍ لومړی ګرځنده تلیفون، Motorola DynaTAC 8000X اختراع کړ.

هغه د موترولا په شرکت کې له شلو کلونو زيات وخت کار وکړ او د‌ «موټرونو تليفون» په زيات کارونه ناخوښ و چې خلکو به د تليفون کارولو لپاره په موټر کې ساعتونه تېرول.

د رسنيو د راپور له مخې، کارتين له هغې وروسته په داسې يوه موبايل جوړولو فکر وکړ چې په موټر دننه او له موټر بهر په هر ځای کې کار وکړي، چې له اوږد زيار او هڅو وروسته پايلې ته ورسېد او په ګرځنده تليفون يا په اصطلاح موبايل جوړولو بريالی شو.

دغه موبايل چې لومړی اختراع شو، وزن یې ۹۱۰ ګرامه او ۲۵ سانتي متره اوږد و، پداسې حال کې چې بیترۍ يې یوازې ۲۵ دقیقې دوام کوه، او د چارج کولو لپاره يې ۱۰ ساعته وخت نيوه.

د يادونې وړ ده چې روغتيايي کارپوهان هم په پرلپسې توګه خلکو ته خبرداری ورکړی چې د موبايل زيات کارول د انسان پر بدني روغتيا ژور اغيز کوي او د يو شمېر ناروغيو رامنځته کولو خطر رامنځته کوي.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx