
افغانستان
تېرې اوونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې ۵۷ زره ټنه انتقالات شوي
نن ټکی اسيا ( يکشنبه، ۱۲ چنګاښ، ١٤٠١ل) د افغانستان اوسپنې پټلۍ اداره وایي تېره اوونۍ کې د حیرتان، آقینې او تورغونډۍ اوسپنې پټلۍ له اسټېشنونو څخه (۵۷۰۵۳) ټنه انتقالات چې صادرات او واردات دي ، ترسره شوي دي.
ددې ادارې له لوري خپره شوې خبرپاڼه زیاتوي چې د صادراتو لویه برخه ممیز دي.
دغه راز دوی زياته کړې ده، چې هڅه کوي سوداګرو ته نورې اسانتیاوې برابرې او د انتقالاتو کچه لوړه کړي.